جماعت او  وحدت

جماعت او  وحدت

د اسلام لپاره هغه څه چې د زړونو د اختلاف لامل کیږی مهم نده چې دغه عامل څه دی

، مهمه خبره دا ده چې دومره اختلاف باید پیدا نه شي؛  که څه هم د قرآن په لوستلو کې (له امله هم) وي،پاتي خو لا ځینې تاریخي روایتونه یا پلانکی شخصي اجتهاد.او د خلکو نظرونه شول:اقْرَءُوا القُرْآنَ مَا ائْتَلَفَتْ قُلُوبُكُمْ، فَإِذَا اخْتَلَفْتُمْ فَقُومُوا عَنْهُ[1]

قرآن تر هغه ولولئ تر څو چې زړونه مو پرې راضي شي (اتفاق لری) او هرکله مو که هغه کې اختلاف وکړ له هغه (اختلاف) څخه لاس واخلی او ترې تیر شی)»

ځکه چې : فَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ اخْتَلَفُوا فَأُهْلِكُوا کوم خلک چې وړاندې له تاسو څخه وو د اختلاف له امله هلاک شول.[2] إِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْفُرْقَةُ [3]

ځکه:الجَمَاعَةُ رَحْمَةٌ (جماعت او انسجام رحمت دی )اوالفُرقَةُ عَذَاب[4] او جدایی او افتراق عذاب دی.

په دې چې: مَنْ أَرَادَ بُحْبُوحَةَ الجَنَّةِ فَلْيَلْزَمُ الجَمَاعَةَ [5] هر څوک که غواړی د جنت په مینځ کې سکونت وکړی له جماعت سره دې اوسی.

په دې: موږ غواړو هغه ژمنې چې الله تعالی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د امت په اړه کړې وې، پوره شي او لوږه، سرګرداني او پر موږ د دښمنانو تسلط ختم شي.

:إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى قَدْ أَجَارَ لِي عَلَى أُمَّتِي مِنْ ثَلاثٍ: لا يَجُوعُوا وَلا يَجْتَمِعُوا عَلَى ضَلالَةٍ وَلا یَستَبَاحُ ﺑَﯿْﻀَﺔُ اﻟْﻤُﺴْﻠِﻤِﯿﻦَ[6]

ځکه: الله تعالی هغه کسان خوښوي چې د هغه په ​​لاره کې د یو ستر دیوال په څیر په یوه لیکه کې جنګیږي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوصٌ[سُوۡرَةُ الصَّف : 4]«د الله خو هغه خلك خوښ دي چي د هغه په لار کښي پداسي شان صف تړلي جنګيږي چي ګواكي هغوي يو محكم کړی شوى دېوال دى.»

ځکه: الله جل جلاله ګواښ کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هیڅ صورت له تفرقه کوونکو سره نه وي: إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 159]

˝كومو خلكو چي خپل دين ټوټه ټوټه کړ او ډلي ډلي شول، په يقيني توګه له هغو سره ستا هیڅ اړیکه نشته.د هغو معامله الله ته سپارلې ده، هماغه به هغوى ته وښيي چي څه يې (په دُنیا کي) کړيدي.»

ځکه: موږ نه غواړو چې د هغو کسانو په څېر دې واوسو چې د الله تعالی له لوري له ډېرو څرګندو دلایلو سره چې موږ ته راغلي دي، د تفرقې او اختلاف خاوندان وي او د الله تعالی د لوی عذاب شامل وګرځو:«وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ» [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 105]

˝پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي؛»

ــــــــــــــــــــــــ

[1]رواه البخاري (5060)، اومسلم (2667).

[2]بخاری 4792

[3]مسند أحمد 1539

[4]رواه عبد الله بن أحمد فى زوائد المسند (4/375) (19370)، والطبراني كما في (مجمع الزوائد) (5/220)، والبيهقي في (شعب الإيمان) (6/516)، والمنذري في (الترغيب والترهيب) (2/103).و ابن مفلح في (الآداب الشرعية) (1/332)

[5]رواه الترمذي (2165)، وأحمد (1/18) (114)، والحاكم (1/198)

[6]رواه ابن أبي عاصم في (السنة) (ص: 92)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *