اتحاد
باید پام او دقت ولرو کله چې له اهل کتابو او شبیه د اهل کتابو سره لکه مجوس چې رسول الله ﷺ د دوی اړوند فرمايلي دي چې له دوي سره د اهل کتابو په څیر برخورد وکړي:«سُنُّوا بِهِمْ سُنَّةَ أَهْلِ الْكِتَابِ»[1]
او امام شافعی رَحِمهُ الله تَعَالی وایی رسول الله ﷺ د بحرین له مجوسو څخه جزیه اخیستې: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ- صلى الله عليه وسلم- أَخَذَ الْجِزْيَةَ مِنْ مَجُوسِ الْبَحْرَيْنِ؛
دوی د معاهدې له دروازې څخه له مسلمانانو سره تعامل ته ننوځي او په حقیقت کې له مسلمانانو سره د “اتحاد” له دروازې وارد شوي دی نه د “وحدت” له دروازې څخه.
“اتحاد” هم د افتعال د باب مصدر دی چې له یوه څخه پر زياتو کسانو دلالت کوی، چې بیا دا څو کسان وغواړي چې د یوه عامل یا عواملو د اغیزمن کیدو له امله یووالي، تړون، او ، او یو موټی کیدو ته تشویق شی.
ځکه چې د افتعال باب د مطاوعې او اثر مننې معنی لری.
یعنې هم داخلی عامل او هم دنني غوښتنې
او هم بهرنی عوامل د دې « یوالی» او «تړون» د توافق محرک شوی دي او دغه متحد کیدل له خارجی عواملو هم متأثره دی. لکه د مصر له فاطمی شیعه ګانو سره د صلاح الدین ایوبي شافعي مذهب “اتحاد” چې د صلیبیانو په نوم د یو بهرني عامل له امله رامینځته شوی.
یا د شیخ حسام الدین نقشبندي په زمانه کې له شیعه ګانو سره د سني کردانو اتحاد، چې د یوه بهرني عامل له امله رامنځ ته شو، هغه دا چې سیکولر روسان د یوه بهرني عامل په توګه د ایراني کردستان ځینې برخې اشغال وي.چې په پایله کې یې، شیعه ګان او شافعیان د سنجر خان رَحِمهُ الله تَعَالی تر مشری لاندې قرار نیسی او متحدا مجاهدین لکه د اسلام رشیده اميره فاطمه ګلباخی رحمهالله د سکولر روسانو پر وړاندې جهاد کوي، او ومو لیدل چې شافعی او جعفری متحدو مجاهدینو په هغه وخت کې دغه ستر سکولر قدرت د سنجر خام په مشری مات کړ
او د ایران په شمال کې یې ړ منحل تر پله په شا کړل.
په دې صورت کې د “یووالي” معنی داچې: دوه یا څو جهتونه چې د مختلفو او متضادو ټکو لرونکی وي او غواړي د دغو اختلافات
د حفظ په ضمن کې،د هغو مشترکو اړخونو په تقویت سره چې په مشترکه توګه یې لری یې، پخپلو کې د ځنی عواملو د اغیزمنتیا له کبله، یو موافقت، ایتلاف، اتفاق هم غږی، او یووالي را منځته کړي.
“اتحاد” هغه مقوله ده چې د ګټو د ساتلو او په مشترکاتو باندې د تمرکز لپاره کارول کیږي، او مختلف جهتونه هڅه کوي چې په دې مشترکاتو کې د توپیرونو سره سره خپلې ګټې وساتي.
لکه د امریکا او ناټو د اجیرو اشغالګرو په مقابل کې د یمن د شافعیانو او زیدیانو اوسنی اتحاد. یا د بهرنیو سیکولر یرغلګرو او د هغوی د سیمه ییزو اجیرانو په وړاندې د افغان شیعه ګانو سره د حنفي طالبانو اوسنی اتحاد. یا د امریکا د یرغلګرو او د هغوی د اروپایی متحدینو په مقابل کی د ویتنام له مسیحیانو او بودایانو سره د کمونیستی استخباراتو اتحاد.
نو “اتحاد” د ګټو د ساتنې لپاره ترسره کیږي چې ښکیل اړخونه هڅه کوي په ګډه د خپلو منافعو ساتنه وکړي. لکه د امریکا متحده ایالات، چې د مختلفو قوانینو او کلتورونو سره د څو دولتونو څخه جوړ شوی، یا متحده عربي امارات، چې د څو مختلفو قوانینو سره د څو بهرنیو امیرانو څخه جوړ شوی دی.
په دې حالت کې “اتحاد” یعنی د مشترکاتو کشف او پیاوړي کول دي که څه هم توپیرونه او فرقې شتون لري، او دا چې دوه یا ډیر شیان په یو څه کې مشترکات لري او په ځینی اړخونو کې هم یو له بل سره توپیر لري.
په “یووالي” کې، که لیوالتیا او اشتیاق موجود وي، کولای شو چې حتی د انسان او ډبرې ترمنځ، هم یو مشترک ټکی پیدا کړو:
پاتی خو لا د انسان او حیوان یا پخپله د انسانانو تر منځ له یو او بل سره یا د یوې دینی یا مذهبی عقیدې د پیروانو تر منځ د یوې مشترکې نقطې پیدا کول شول.
دلته د “اتحاد” او “وحدت” تر منځ بنسټیز توپیر د اختلاف، توپیرونو، تضاد او تناقضاتو منلو یا نه منلو ته ور ګرځي.
کله چې “اتحاد” صورت مومی، خلک د اختلاف، توپیرونو، تضاد او تناقضاتو ته هدایت کیږی مګر کله چې بحث د “وحدت” وی، ټولوته یو شان کتل کیږی او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نه پاتی کیږی.اختلاف د انسان په افکارو پورې اړه لري، نه د الله په شریعت پورې: «أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا»[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 82] «ايا دا خلك قرآن ته نه ځير کیږي؟ – كه دا د الله پرته د كوم بل چا له لوري واى، نو په ده کښي به ډېر ګډوډ بيان موندل كېدی.»
په نتیجه کې، هیڅ مومن نارینه یا ښځه په هغو مسلو کې هیڅ اختیار نلري چې د هغو داوری او قضاوت اللهﷻ او د هغه پغبمر ﷺ
کړی وي:
«وَمَا کَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن یَکُونَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ…»[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 36]
«هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري.»
په اجتهادی چارو کې هم د اولی الامر واحده شورا له «درې» برتره ابزارو څخه د مؤمنانو ته تر منځ د هر ډول تفرق او اختلاف لاره بند وي.
په دې حالت کې “اتحاد” هغه وخت مطرح کیږی چې موږ په عقیدتی او ظاهري ډول له (هغو) اشیاؤ، امورو،اشخاصو ، ګوندونو او ټولنو سره طرف یو چې موږ یې په لومړي ګام کې د هغوي متفاوت والی او مختلف والی منلی دی، او په دې مرحلې پسې دي چې په مشترک کولو او یو کیدلو د هغو
د توافق وړ مشترکاتو باندې معتقد شوی یو.
[1]أخرجه مالك فى ” الموطأ ” (1/278/42) الشافعى (1182) البيهقى (9/189)