له کفار و سرهد اتحاد شرایط
سره له دې چې ټول کافران د مومنانو ښکاره دښمنان دي: إِنَّ الْکَافِرِینَ کَانُوا لَکُمْ عَدُوّاً مُبِیناً ( النساء/ 101) له دې سره سره بیا هم د اللهﷻ له لوري دښمنان درجه بندي شوي دي او د هر یوه لپاره ځانګړی قوانین وضع شوی دي او مونږ کولای شو له یوه د دغو درې ګونو برترو «اوزارو » څخه په استفادې سره د شرایطو مطابق له کفارو سره روابط او اتحاد ولرو.
البته د مشرکانو په اړه هر څومره چې د مؤمنانو د اسلامي حکومت نظامي ځواک زیاتیږي، د نورو کفارو په مقابل کې به د هغوی اړتیا هم له منځه ولاړه شي او دا سیکولران یوازې هغه وخت کولای شی چې له مؤمنانو سره یو ځای شي چې ایمان راوړی. له همدې امله په هغې مرحله کې چې زیات قدرت له مؤمنانو سره وی مونږ له هغوی سره یواځې په « وحدت»راضی کیږو او له هغوي څخه پوښتل کیږی چې آیا پر الله او د هغه په رسول یې ایمان راوړی؟«تُؤْمِنُ باللَّهِ وَرَسولِهِ؟»
که یې وویل چې نه مونږ هم ورته وایو چې بیرته وګرځه مونږ هم له مشرکانو څخه مرسته نه غواړو:«فَارْجِعْ، فَلَنْ أَسْتَعِينَ بمُشْرِكٍ»[1]
يعنې که زموږ د “دارالاسلام” د نظامي ځواک کچه داسې وه چې له دې مشرکینو کفارو سره د نورو کفارو په مقابل کې “اتحاد” ته اړتيا نه وه، نو موږ به په ښکاره وايو چې:«فإنَّا لا نَستعينُ بالمُشرِكينَ على المُشرِكينَ»[2]
او په دې توګه د سیکولرانو پر مخ د «اتحاد» دروازه تړل کیږي او که دوي له دارالاسلام سره تړون ونه لري، نو مجبور دي چې یا به ایمان راوړي او د «وحدت» له دروازې څخه داخل شی او یا د جګړې لاره غوره کړي.
که موږ په غور او دقت سره وګورو، اوس مسلمانانو ته تر ټولو نږدې کافران سیکولران (یا په عربي کې، مشرکین) دي. ایا څوک پدې کې شک لري؟ ایا څوک په دې کې شک لری چې امریکا او صهیونیسټی رژیم او د هغوی نړیوال او سیمه ایز متحدین لکه روسیه، چین او ناټو د ملګروملتونو د فراماسونری سازمان کښې د سیکولریزم د دین پرچم داران د الله تعالی د شریعت په خلاف دی؟
ایا موږ کولای شو د حکومتی واک په ملاتړ او ننګه د دغه جنایت کاره او مهاجم دښمن د دفعی په خاطر او د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دجبرائیل،او میکائیل، له نورو دښمنانو او له هغو کسانو سره چې له محارمو زنا کوي او له هغو کسانو سره چې په مریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ناموس تورپوری کوي متحد شو؟! هو!
بېلګه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم دی، چې د خپل حکومت په ملاتړ یې د مکې د مشرکینو پر وړاندې یې له یهودانو، مشرکانو، نصاراوو، مجوسیانو او د داخلي منافقانو له یوې ډلې سره متحد شو. دا د مسلمانانو د تاریخ یو له هغو حقیقتونو څخه دی چې هیڅوک ترې انکار نشي کولی.
په دې صورت کې کله چې موږ له علني کفارو او منافقینو سره د یو له دریو مهمو وسیلو څخه تړون کوو او یو “اتحاد” شکل مومی، باید په هم هغه لومړي ګام کې دا ومنو چې مونږ یو له بل سره اختلاف لرو. او داسې نم نه ده چې هيڅ یو خپله عقیده پر بل باندې تحميل کړی، مګر د خبرو اترو لپاره د مناسبو شرایطو د چمتو کولو پرمهال، پر هغو ټکو تمرکز کیږي چې د دواړو جهتونو لخوا د مشترکاتو په توګه منل شوي، او دا توپیرونه، په کثرت سره یې په یوه متحد حکومتی کوړښت کې، منل او مدیریت کيږي.
یو ځل یې بیا تکراروم چې د یوې عقیدې یا شخص یا د یوې ډلې یا ټولنې یا د داسې یوې ټولنې چې مخالفه او متمایزه عقیده او هویت لری، د هغوي د عقایدو باورونو او د هویت د منلو په معنا سره نده،
بلکې موږ دا منو چې داسې یو شی شته او په ځینو مواردو کې له موږ سره مخالف دي، خو د اختلاف او جلاوالي ټکي تل د توافق او مشترکاتو د ټکو تر سیوري او شعاع لاندې راځي.
یو نصرانی يا يهودي يا مجوسي يا صابي يا مشرک او يا حتی د منافقانو له ډلې څخه یو شخص، د مؤمنانو له هويت او عقیدې سره د متفاوته عقیدې او هويت لرونکي دی او غواړي چې ووايي زه د هغه تړون مطابق چې له تاسو سره مو تړلی دی د خپلې عقیدې پر بنسټ د ژوند کولو حق لرم، که څه هم دا ستاسو د اسلامي عقیدې او هویت خلاف وي.
تاسی نشی کولای له اسلامی قوانینو سره د مخالفت په پلمه یا الله او ملائکو ته د توهين او هغه مختلف شرکیات چې د کفارو په عقایدو کې شتون لري له هغوی څخه وغواړي چې له خپل پلانکی اعتقادی اصل یا کړنې څخه لاس واخلي او د هغوی د عقایدو او باورونو له یو جز څخه صرف نظر وکړي او یو کس د حقایقو او هر هغه څه چې دي د ځان په سانسور کې اخته شی.
که د دغو کسانو په افکارو او عقایدو باندې فشار او ګواښ وي او یا دا چې د مقابل لوری موجودیت نفی او انکار شی،دوی په ډیر شدت او تعصب سره پخپلو خاصو مسایلو باندې ټینګار کوي، او د دغو غلطو باورونو ساتل د دوی هدف ګرځي، په داسې حال کې چې په اسلامي ټولنه کې موخه دا ده چې په آزاده او اسلامي فضا کې د حق د څرګند بیان او بې له شکه د منلو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه اتحاد چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر منځ د مدینې د یهودانو، د نجران د نصاراو، د بنی خزاعه له مشرکانو، بنی ضمره وو، د بحرین او الاحساء له مجوسیانو او حتی د داخلي منافقینو سره هم سره تړل کیږی د اختلافي عقایدو د پریښودو په معنی سره نه ده، او له هیڅوک هم دا تمه نه لري چې له اسلام، یا عیسویت، یهودیت، یا مجوسو او نورو څخه به یو غوره شي، او نور به پریښودل شي. یا دا چې لکه د مغولانو د یاسا په څیر به د دوی له ټولو مشترکاتو څخه یو نوی دین رامینځته شي او اختلافي مسایل به یو طرف پریږدي.
[1]صحیح مسلم (3/1450) برقم (1817) شرح النووي لصحيح مسلم (4/198). صحيح الترمذي 1558
[2]ابن قدامه عن الإمام أحمد في مسنده (25/42) برقم (15763)