تعارفي درس / پنځم درس: شرعي دښمن  پېژندنه:1

تعارفي درس / پنځم درس: شرعي دښمن  پېژندنه:1

د کفري ټولنې دعمومي تجزيې  تحلیل
په اړه (18)

یو بل مثال چې موږ ته یې ویلای شو د کفارو ټولنه ده، که څه هم دوی «په مجمل صورت» عموما په طاغوت ايمان او باور لري او د اسلام له دین عقدتي اخلاقو څخه فاصله او لرې دي.
مګر دا په دې معنی نه ده چې دوی د عامه اخلاقو له ټولو مطلوبو ځانګړتیاوو څخه ځانونه لرې کړي دي. دا هغه تاریخي حقیقت ته اشاره ده چې د ټولو جاهلي قومونو په منځ کې ښه اخلاق او ښه صفات موندل کیدی شي.
دا چې دا صفتونه هم د هغو خلکو په منځ کې د پیغمبرانو او انبيااو د تعلیماتو پاتې شوني دي. ځکه هر امت ته بې له استثنا رسول لېږل شوی دی: «وَ لَقَدْ بَعَثْنا في کُلِّ أُمَّةٍ رَسُولاًأَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَ اجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ»، د دې تر څنګ چې هر قوم ته یو پیغمبر رالیږل شوی و، ولسونو هم له یو بل سره کلتوري او اخلاقي اړیکې درلودې او یو بل ته د قومونو د ځانګړنو لیږدول یوه تدریجي، نرمه او دوامداره خبره وه.
په همدې اساس په اسلام کې د هر قوم د جاهليت د زمانې عمومي فضائل او اخلاق تر هغه وخته پورې د رواجونو په بڼه تر سره کېږي چې د شريعت له احکامو سره په ټکر کې نه وي.
لکه میلمه پالنه، له دروغ ویلو ډډه کول (فکر وکړئ چې ابو سفیان حتی د هرقل ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د درواغ ویلو جرات هم نه درلود) یا د مثال په توګه: صبر، نظم، ځان کنټرول، رحم ( لکه ابوالبختري)، بخښنه، له سپکاوي څخه ډډه کول او د عامه ډیپلوماسۍ په ډګر کې مسایل او…
د دغو صفتونو ډېره برخه موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې د مشرکانو په منځ کې او له هغه څخه مخکې او وروسته حتی په اوسني وخت کې هم په مختلفو جاهليت ترکانو، عربو، فارسیانو، کردانو پښتنو او …کې وینو.
د عبادت په تخصیص په برخه کې د خدای د شریعت قانون او یا په خدای باندې د ایمان په برخه کې، موږ د خدای د قانون په ځینو ارزښتونو او شریعت قوانینو باندې د باور نښې نښانې د غیر مسلمانانو په منځ کې سره وینو، کوم چې د انکار وړ نه دی.

د بېلګې په توګه: د خلکو د هوساینې لپاره مبارزه، د عامه امنیت د رامنځته کولو لپاره مبارزه، د دښمنانو په منځ کې درجه بندي، د شورا د پریکړې واک په توګه منل (لکه په مکه کې دارالندوه یا سقیفه ی بنی ساعده په مدینه منوره کې) حتی اوس هم د تصمیم نیولو د واک په توګه د شورا منل لکه د کمونیسټ هیوادونو لکه چین، شمالي کوریا، پخواني شوروي اتحاد او یا د ګډو ټکو په شاوخوا کې د یووالي په څیر د تصمیم نیولو لپاره د مشترکه اتحاد سرلیک دی، او د تفرقيه څخه ډډه کول د دښمن پر اوړاندي،د هغه مشر اطاعت چې دوی یې غوره کړی دی،
د تک روي څخه پرهيز کول،د شورا او ډله ایز مدیریت ته گرایش او تمایل، د شرابو او نشه يي توکو استعمال نه کول، د بد اخلاقۍ څخه ډډه کول او داسې نور…. دا هغه څه دي چې د الله تعالی د شریعت ارزښتونه او قوانین دي چې په مسلمانانو کې هم رایج او عام دي.

بې له شکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې او په ټولیزه توګه په قریشو کې هم لوږه نه وه او رفاه سوکالي وه.
او د دې عامه هوساینې رفاه ترڅنګ، هیڅ ویره نه وه، او د خلکو په شخصي ژوند کې ازادي او امنیت حاکم وو.
دا سوکالي او امنیت د نورو ملتونو د شتمنیو په لوټلو سره نه دی ترلاسه شوی لکه څنګه چې نن په اروپا او امریکا کې دی. بلکه، سوداګریزه سرچینه (ښه یا بد) د دې لپاره معرفي کیږي.
چې په اړه یې الله تعالی فرمایي: «لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ* إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ* فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ* الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ».
خو دا نظام یو نیمګړی نظام و چې په هغه کې د طاغتو قوانین د ښو او مطلوبو ارزښتونو سره یو ځای شوي وو، ښه او بد یو له بل سره ګډ شوي وو او دا د اسلام نه ګڼل کېده.
او هيڅوک به د دې مطلوبو صفتونو په کولو سره د اسلام دين او د اسلام دائره ته داخل نه شي. ځکه چې یوازې په نړۍ کې د بشریت وروستۍ موخه «أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ»نه دی، بلکي سوکالي او امنیت هغه مناسب زمیني دي چي د ټولني د ټولو غړو لپاره د الله تعالی عبادت په ښه توګه په مختص کولو کي مرسته کوي. د الله تعالی د عبادت موخه دا ده چې د خپل ژوند قوانین او پلانونه الله تعالی ته ځانګړې کړئ. د خپل ژوند ټول پلانونه د الله تعالی په لاس او د الله تعالی د شریعت په احکامو ته وسپارئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *