تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(24)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(24)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(24)

که، که موږ پرته له شک او تردید څخه د قرآن او صحیح سنت له لارې دا ثابته کړو چې دغه عمل ښکاره کفر دی او د شخص د ارتداد سبب ګرځي، نو بیا درېیم پړاو ته داخلیږو، چې دا د مسلمان د تکفیر شروط دي:

• لومړی شرط د هغه چا سره تړاو لري چې دا قول یا عمل یې کړی، او دا شخص باید:

مکلف وي: یعنې بالغ، عاقل او آزاد وي، ماشوم، لیونی او مست نه وي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایلي:
“رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةٍ: عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ، وَعَنِ الصَّبِيِّ حَتَّى يَحْتَلِمَ، وَعَنِ الْمَجْنُونِ حَتَّى يَعْقِلَ”
دا لومړی شرط دی، باید مکلف وي او تکلیف پرې لازم شوی وي.

• دویم شرط، چې تر ټولو مهم دی، دا دی چې د نبوي حجت اقامه پر دغه شخص شوې وي او د هغه لپاره حکم واضح او څرګند شوی وي. یعنې هغه باید په دې مسئله کې، چې پرې تور پورې شوی، کافي معلومات ولري، او د “حجت نبوي” له لارې ورته واضح شوی وي. داسې چې څنګه یو پلار خپل اولادونه پېژني، هماغسې دې ته معلومه شي چې حق څه دی، لکه څنګه چې قرآن فرمایي:
«يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ»
باید داسې ورته واضحه شوې وي چې د شریعت حکم د کفر له حکمونو سره تفکیک کړای شي، او د الله حکم له باطلو احکامو څخه بېل پېژني، لکه څنګه چې یو انسان خپل پلار له نورو پلارانو بېل پېژني.
که، که د الله دا حق او حکم لکه لمونځ، روژه، حج او نور چې د ټولو لپاره څرګند او واضح دي، او عام و خاص پرې پوهیږي، که یو شخص ادعا وکړي چې زه نه وم خبر، نو دا ادعا نه قبلیږي. مهمه دا ده چې دا حق خلکو ته دومره څرګند وي چې هېڅ شک پکې پاتې نه‌شي، او هېڅوک داسې نه‌وي پاتې چې له دې حکم څخه بې‌خبره وي.

خو ځینې نورې مسئلې داسې دي چې ممکن د ځینو خلکو لپاره روښانه وي، خو نورو ته نه‌وي واضحه، او که یو شخص په داسې موضوع کې ښکېل شي چې د ارتداد خطر لري، خو دی پرې نه‌وي خبر، نو په دې حالت کې دی له دې جرم څخه معاف دی، ځکه چې دا حکم ورته واضح او څرګند شوی نه‌دی.

دی داسې یو قول یا عمل کړی وي چې پخوا ورته نه‌و معلوم چې دا کفر دی، او دا جرم ورته نه‌و ښکاره، نو له همدې امله د ارتداد له حکم څخه تبرئه کېږي.

پس، معیار دا دی چې حق مخکې له مخکې د شخص لپاره واضح او څرګند شوی وي، نه دا چې یوازې په شریعت کې بیان شوی وي، یا نورو ته معلوم وي. دا مهمه نه ده چې دا مسئله د عقیدې اړوند ده که د فقهې، بلکه ضروري خبره دا ده چې دا پیژندنه باید په هماغه جرم کې وي چې دی یې مرتکب شوی، پرته له دې چې دا د عقیدې مسئله وي او که د شریعت نور احکام وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *