
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(28)
د تکفیر موانع د ارتداد د جرم له متهم سره د چلند د څلورم پړاو په توګه شمېرل کېږي، چې د ارتداد د حکم د صادرولو لپاره ارزول کېږي. دا څلورم پړاو او د تکفیر د موانعو ارزونه هغه وخت ترسره کېږي، کله چې یو شخص درې پړاوونه د “یقین” په اساس تېر کړي، او د “یقین” په اساس د هغه مجرم ثابت شي، او د تکفیر ټول شرطونه هم ولري.
موږ پوهېږو چې “مانع” هغه څه ته ویل کېږي، چې د دوو شیانو ترمنځ خنډ شي، او اجازه ورنکړي چې یو له بل سره وصل شي، یا د یوه شي د داخلېدو یا خارجېدو مخه ونیسي. لکه جامې چې د بدن له یخوالي څخه ساتنه کوي، چترۍ چې د باران له لوندېدو څخه مخنیوی کوي، بند (سد) چې د اوبو د بهېدو مخه نیسي، او د برېښنا کیبل پوښ، چې د برېښنا له شاک څخه محافظت کوي. دا ډول نور هم ډېر موانع شته، چې موږ یې پېژنو.
اوس، که یو مسلمان داسې خبره یا عمل وکړي، چې کفر ته نږدې وي او فاسد وي، او دا هم ثابته شي چې هغه دا عمل کړی، او د تکفیر شرطونه هم موجود وي، بیا هم امکان لري چې داسې موانع وي، چې د هغه ایمان ته د دې عمل یا خبرې د زیان رسولو مخه ونیسي. که دا موانع موجود وي، نو همدا موانع اجازه نه ورکوي چې دا ګناه د هغه ایمان ته ورننوځي او زیان ورته ورسوي. دا موانع د دغه فاسد عمل یا خبرې او د شخص د ایمان ترمنځ خنډ ګرځي، او د هغه د ایمان ساتنه کوي.
هغه مهم شرعي موانع، چې د کفر او ایمان ترمنځ قرار لري، او د دې مخه نیسي چې یو شخص له اسلامي ټولنې څخه د کفر ټولنې ته لاړ شي، دا دي: جهل، تأویل، خطا، هیرول (نسیان)، جبر او زور، او د ارادې نشتوالی (لکه کله چې یو څوک له ډېرې خوشحالۍ، قهر، وېرې، غم یا اندېښنې سره مخ وي او نه پوهېږي چې څه وايي یا څه کوي). ځینې علماء تقلید هم د تکفیر له موانعو څخه ګڼي، او عدم تقلید یې د تکفیر له شرطونو څخه شمېرلی دی.
لکه ابن تیمیه رحمه الله وايي: مقلد د اهل قبله له ډلې څخه دی، او مذهب نه لري، نو له همدې امله ورته د عذر حیثیت ورکول کېږي.
په عمومي توګه، د تکفیر شرطونه هغه څه دي، چې د دې موانعو مخالف وي، لکه: علم او پوهه، قصد او عمدي عمل، اختیار، او د تأویل نه شتون، چې مخکې مو د ځینو په اړه وضاحت ورکړی. که د تکفیر د موانعو توضیح وکړو، نو د تکفیر شرطونه به هم په خپله روښانه شي.
اوس به د “عذر په جهل” بحث وکړو، چې دا هم د تکفیر له موانعو څخه ګڼل کېږي:
موږ پوهېږو چې انسان له پوهې سره نه زېږي، بلکې د مور له رحم څخه په داسې حالت کې راځي، چې د یوه تش کاغذ (سپین ورق) حیثیت لري. بیا ورو ورو، د تجربو او زده کړو له لارې، پوهه ترلاسه کوي، او تر هغې درجې رسېږي، چې خپل شخصي او مادي ژوند اداره کولی شي.
نو، انسان له علم سره نه زېږي، دا هر څوک پوهېږي.
اوس هم ډېری خلک زده کوونکي دي، یا کلونه کلونه شاګردي کوي، ترڅو د خپلې څانګې استادان شي. همداراز، د خبرو آداب، د ناستې آداب، د کورنۍ اړیکو، سیاست، ټولنیز ژوند، فرهنګ، عقیده، او نورو برخو کې هم ورو ورو زده کړې ترلاسه کوي.