
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(41)
دویمه موضوع چې د مسلمان په تکفیر کې د مخنیوي لامل کېدای شي، هغه غیرعمدي کړنې دي چې د هېرېدنې، تېروتنې او نورو په شان حالتونو په بڼه ترسره کېږي،
چې د هېرېدنې، تېروتنې او خطا ورته نورو حالتونو په نامه یادېږي:
موږ پوهېږو چې د انسان کارونه یا خو قصدي وي یا غیر قصدي. داسې شیان لکه هېره، تېروتنه، او کله چې انسان د وېرې، غوسې یا زیاتې خوښۍ له امله بې اختیاره کوم عمل وکړي،دا هم د غیر عمدي چارو برخه ده او انسان په غیر عمدي ډول له حق لرې کېږي او جرم ترسره کوي.
او همدا غیر عمدي توب د انسان د ایمان زیانمنېدوی مخه نیسي او د کفر یا ارتداد حکم پرې نه صادرېږي. الله تعالی د داسې مسلمانانو په اړه فرمایي:
– لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا …(بقره/۲۸۶)،الله تعالی هېڅ چا ته د هغه د توان نه زیات تکلیف نه ورکوي. هر نېک عمل چې وکړي، دا د خپل ځان لپاره دی او هر بد عمل چې وکړي، دا د خپل ځان په زیان کړي دی.ای زموږ پروردګاره! که موږ هېره کړو یا تېروتنه وکړو، ته موږ ته په دې (خاطره) سزا مه راکوه او موږ مه محاسبه کوه.
«رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا».
– لَيْسَ عَلَيْکُمْ جُناحٌ فيما أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَ لکِنْ ما تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ وَ کانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحيماً (احزاب/۵(کله چې تاسو تېروتنه وکړئ، په تاسو باندې ګناه نشته «أَخْطَأْتُمْ بِهِ». خو هغه څه چې ستاسو د زړونو اراده وي (او په قصد او اختیار سره ترسره شي)، نو په هغې کې ګناه او سزا شته). دقت او پاملرنه وکړئ دوستانو،«تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ»
دلته عمدي والی د عمل په زړه پورې تړلی دی. پامو وکړه! دلته عمدي والی، که د خبرو په اړه وي یا د عمل په اړه، له زړه سره تړلی دی – «تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ».
ښه! رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دې آیتونو او ورته آیتونو د روښانتیا لپاره داسې فرمایي چې:
“الله تعالی زما د امت تېروتنې، هېره او هغه څه چې په زور پرې وکړل شي، معاف کړي دي.”
«إِنَّ اللهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ».
تېروتنه دې معنی لري چې څوک غواړي یو کار ترسره کړي، خو د هغه د کار نتیجه د هغه څه خلاف وي چې هغه یې غوښتل. لکه:
• د خیبر په غزو کې محترم صحابي، عامر بن اکوع رضی الله عنه غوښتل د دښمن یو عسکر ووژني.خو د هغه وار پر خپل ځان ولګېد او هغه خپله ووژل شو.
یو صحابي وویل: عامر ځان وژنه وکړه او دا د هغه د اعمالو باطلېدو لامل شو. سلمه رضی الله عنه، د اکوع ورور، له اوښکو ډکو سترګو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته راغی او ویې ویل:
مالک؟ او یې زیاته کړه: وویل شول چې د عامر اعمال باطل شول؛ پیامبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک دا خبره کړې ده؟ وویل شول: ستاسو له یارانو څخه یو.رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
كَذَبَ مَنْ قَالَ ذَلِكَ، بَلْ لَهُ أَجْرُهُ مَرَّتَيْنِ.هغوی دروغ ویلي دي، هر چا چې دا خبره کړې ده، هغه دروغ ویلي دي، بلکې د عامر لپاره دوه برابره ثواب لرئ او شته.
په دې حدیث کې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم محترم صحابي عامر بن اکوع رضی الله عنه قصداً د ځان وژنې نیت نه درلود. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا روښانه کړه چې ځکه دا کار د تېروتنې او خطا له امله و، نو په همدې دلیل له عفوې لاندې راځي.