
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(43)
بل مورد چې د تکفیر د مخنیوي لپاره یو خنډ او مانع ګڼل کېږي، اکراه او جبراً کول دي:
په اکراه کې، شخص یو کار د زور او مجبوریت له مخې ترسره کوي، او که دا مجبوریت نه وای، نو هغه شخص به دغه کار نه وای کړی.
لکه هغه وخت چې د قریشو سکولاریستانو عمار بن یاسر رضی الله عنهما ته مجبور کړل چې داسې خبرې وکړي چې په زړه یې پرې باور نه درلود، او الله سبحانه وتعالی د هغه او هغو کسانو په اړه چې ورته حالت کې د کفارو په دام کې راځي، فرمایي:
«مَن کَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إیمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُکْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِیمَانِ وَلَکِن مَّن شَرَحَ بِالْکُفْرِ صَدْراً فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ»(نحل/۱۰۶)،هغه کسان چې وروسته له ايمان راوړلو کافرېږي، پرته له هغو کسانو چې (د فشار او مجبوریت لاندې) اړ کېږي چې کفر څرګند کړي، په داسې حال کې چې زړونه یې پر ايمان ټينګ ولاړ دي.
هو! هغه کسان چې بیا په خپله خوښه کفر مني او خپل سینې د بیا کفر لپاره پراخوي، د الله قهر او سخت غوسه (په دې دنیا کې) به ورباندې وي، او (په آخرت کې) به لوی عذاب ولري.
دلته، مجبوره او مُکرَه شوی شخص د عذاب څخه په دنیا او قیامت کې مستثنی شوی دی.
«إِلاَّمَنْ أُکْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِیمَانِ»،بجز هغو کسانو چې مجبورېږي کفر وکړي، او په همدې حال کې یې زړونه پر ايمان ټينګ او ثابته ولاړ وي.
دا چې یو مسلمان تر کومې اندازې د کفارو د اکراه او مجبوریت په وړاندې مقاومت کولی شي، دا د هغه د ایمان په کچه پورې اړه لري او هېڅ ټاکلی حد او اندازه ورته نشي ټاکل کېدی.
سیمه رضی الله عنها د کفارو د غوښتنو په وړاندې زغم درلود او حاضر نه شوه چې حتی د خپل ژوند په بیه هم وي، په ژبه کفر و نه کاروي.او د زمان د طاغوت پر مخ یې لاړې توک کړه.
خو د هغه زوی، عمار، د جبر او مجبوریت له امله د کفری خبرې وکړې.
نو، موږ نشو کولی خلکو ته امر وکړو.دا د شخص د ايمان درجې او د زړه پراخوالي پورې تړلی دی،
خو د اسلام علماوو د دې قاعدې نه لکه قتل او زنا مستثنی کړي دي
او په دي باور دی چې په هر حالت کې، يو مسلمان نشي کولی دا دوه جرمونه ترسره کړي، حتی که د هغه د ژوند په بیه هم ختم شي.