تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(46)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(46)

۶- یو بل مثال چې موږ د درسونو په لړ کې ورته اشاره کړې ده، خوارج دي، چې د صحابه‌وو په عصر زمانه کې د ناسم تفسیر ښکار شول، او د همدې غلطو تأویلاتو له امله یې هم مسلمانان تکفیر کړل او هم یې لاسونه د مسلمانانو په وینو سره شول.خو علی بن ابی‌طالب رضی الله عنه، چې خپله د دوی له خوا یو قرباني و، هغوی یې تکفیر نه کړل. حتی دا هم ونه ویل چې دا کسان د منافقینو ډلې پورې اړه لري، بلکې ویې ویل چې دا مسلمانان دي چې زموږ پر وړاندې یې بغاوت او سرغړونه کړې ده.

دا پېښې او هغه څو موارد چې موږ یاد کړل، او همداراز ډېر نور مثالونه چې موږ په تېر درسي بحثونو کې ورته اشاره کړې، هغه وخت رامنځته کېږي چې اسلامي حکومت شتون ولري او یو مشروع مرجع موجود وي څو خلکو ته وښيي چې څنګه باید له دغو غلطو تأویلاتو او ناسم اجتهاداتو سره چلند وشي،اوس هغه کسان چې له داسې نعمت څخه محروم دي، نه یو واحد اجماع شته، او د صادقو علماوو ترمنځ د مختلفو، متفاوتو او متضادو تأویلاتو او اجتهاداتو شتون هم نه‌شي اجتناب کېدای.
او له دې سربېره، د منافقینو شبهاتو هم په ډېرو ټولنو کې غالب شوي دي، په دې بیړني حالت کې چې رامنځته شوی، څه باید وشي؟

هغه قاضي چې د اولی‌الامر شورا وي، موجود نه دی، څو د دې ټولو اجتهادونو او تأویلاتو نه یو د اجماع په توګه وړاندې کړي؛ ته خپله هم نه شې کولای چې هم شاکي وې او هم قاضي.

نو باید یو قاضي وروزل شي، په هر کومه کچه چې وي (د کلي کچه، د ښار، د یوې دیني جماعت، څو جماعتونه، د یوه هېواد، د یوې سیمې یا حتی نړیواله کچه)، باید قاضي موجود وي. تر هغه وخته چې دغه قاضي موجود نه وي او خپل کار نه کوي، ته یوازې دا حق لرې چې خپله رایه څرګنده کړې او له خپل ځانه دفاع وکړې.

حتی د خپلې رایې په څرګندولو کې هم باید احتیاط وشي. له همدې امله دا خبره د امام مالک رحمه الله په څېر علماوو لپاره ډېره درنه وه چې یو مفتی دې په اختلافي مسایلو کې ووایي: دا حرام دي. بلکې امام مالک رحمه الله به ویل: باید ووايي چې زه دا ناپسند ګڼم.
په دې صورت کې د هغو افرادو، حتی قومونو، ډلو، ګوندونو او مذاهبو حالت باید څنګه وي، چې حق پرې مُشْتَبِه شوی وي؟ مُشْتَبِه په هغو مسایلو کې چې حتی له دوی نه زیات پوه خلک هم پرې تېروتلي دي.مُشْتَبَه معنا لري: مبهم، مشکوک، پټ، د شک وړ، ستونزمن او ناڅرګند.
مُشْتَبَه دلته یعنې موږ وویل چې ځینې مسایل شته چې پر قومونو، ډلو، ګوندونو او مذاهبو هم مُشْتَبَه شوي دي؛ حتی داسې مسایل هم شته چې پر داناترو اشخاصو هم مُشْتَبَه شوي، او هغوی هم په اشتباه کې لوېدلي دي.
بله، یو شمېر مسلمانان د آيتونو، روایتونو او تاریخي لیکنو له مخې داسې مسایلو ته رسیدلي چې پر هغوی مُشْتَبَه شوي، تر دې حده چې حتا مسلمان متخصصین هم پکې حیران پاتې شوي او په اشتباه کې لوېدلي دي.
دا حالت به همداسې دوام پیدا کوي تر هغه وخته چې د مسلمانانو یو واحد شورای اولی‌الامر جوړ شي، چې امت یو موټی او په یو اجماع بدل شي. تر هغې وخته هېڅ څوک حق نه لري چې خپل فکر مطلق وبولي، او نور خلک د هغوی د شرعي تأویل او اجتهادي نظر له مخې، چې له شرعي منابعو اخیستل شوی وي، تکفیر کړي.
دا یو اضطراري حالت دی چې زیاتره مسلمانان پکې لوېدلي دي. پر دې اضطراري حالت صبر کول، لکه د مردار غوښې خوړلو باندې صبر کول دي؛ ډېر سخت او دروند حالت دی.
خو بله چاره نشته، او باید صبر وشي تر هغه وخته چې یو د رسېدنې مرجع جوړ شي، هغه هماغه شورا ده چې باید د اسلامي حکومت په چوکاټ کې موجوده وي. باید صبر وشي ـــ هم‌مهاله له خوځښته سره، باید صبر وشي؛ هم‌مهاله له مبارزې سره، باید صبر وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *