تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(47)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(47)

ګرانو دوستانو، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «زما امت به په درې اویا (۷۳) فرقو وویشل شي»، د لالت پر دی لري چې ټولې دغه فرقې له دین څخه بهر نه دي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولې دغه فرقې د خپلې امت ګڼلې دي، نو دا څرګندوي چې د دین تأویل کوونکی له دین څخه نه وځي، که څه هم په خپل تأویل کې اشتباه وکړي.

ابن تیمیه رحمه الله فرمایي:
«او همدارنګه نورې دوه اویا (۷۲) فرقې شته چې ځینې یې منافقان دي او په باطن کې کافر دي، خو هغه څوک چې منافق نه وي او په زړه کې د الله او د هغه د پیغمبر پر ایمان لري، په باطن کې کافر نه دی.»که څه هم په تأویل کې اشتباه وکړي، هر څومره چې دغه تېروتنه وي… او څوک چې ووايي دغه دوه اویا (۷۲) فرقې ټول کافر دي او له امت څخه بهر دي؛هغه د کتاب، او سنت، د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجماع، او حتی د څلورو امامانو او نورو امامانو اجماع سره مخالفت کوي،ځکه چې هېڅ یو له دوی څخه ټولې دوه اویا (۷۲) فرقې کافرې ندي ګڼلې، بلکې هغوی پخپله د ځینو عقایدو پر اساس یو بل تکفیر کوي.

دوی پخپله یو بل تکفیر کوي، او که نه، هېڅ یو له امامانو څخه هغوی تکفیر کړي نه دي. هېڅ یوه له دې ډلو، حتی همدغې ډلې چې پخپله یو بل تکفیر کوي، د امامانو له خوا تکفیر شوې نه ده».
نو حتی هغه منافق چې د ابن تیمیه په همدې خبره سره په باطن کې کافر دی، او یا هغه څوک چې منافق نه وي، په زړه کې پر الله ایمان لري، خو په تأویل کې تېروتنه کوي — ابن تیمیه وایي:
نو که د هغه تأویل کې هر ډول تېروتنه هم وي، که څوک ووايي چې دا خلک کافران دي او له امت څخه وتلي دي، نو دا کس د کتاب، سنت، د صحابه‌وو رضوان الله علیهم اجماع، او حتی د اربعه ٤ امامانو او نورو امامانو له اجماع سره مخالفت کړی دی.دا هغه څه دي چې ابن تیمیه رحمه الله د هغو کسانو په اړه ویلي دي چې تأویل یې کړی دی.
که څه هم ځینې ډلې چې پخپله په خپلو کې تأویل کوي، یو بل تکفیر کوي، دا د دوی خپله ستونزه او خپله تېروتنه ده.
دا د دوی خپل منهج دی، او دا تکفیر کول د قرآن سره مخالف دي، د سنت سره مخالف دي، د صحابه‌وو اجماع سره مخالف دي، او د امامانو اربعه او د دې امت د نورو امامانو له اجماع سره هم مخالف دي.
په اسلامي تاریخ کې ډېرې بېلګې شته چې پکې داسې ډلې لیدل کېږي، لکه خوارج، چې تأویل یې کړی و، او معتزله، چې که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب یې نه کاوه، خو د خپلې بدعتي لارې له امله له حقه بې‌لارې شوي وو، او په خپل ګومان کې یې خیال کاوه چې پر حق دي.
او ټولو دا ډول ډلې د اهل تأویل له ډلې ګڼلي دي، او هېڅ چا هغوی تکفیر کړي نه دي.
له همدې امله، صحابه کرام رضی الله عنهم په دې کې متفق وو چې خوارج د سرگردانو او مارقینو له ډلې دي، لکه څنګه چې په دې اړه صحیح احادیث راغلي دي.
او همدارنګه په دې خبره اتفاق کړی چې هغوی له اسلام څخه نه دي بهر شوي، که څه هم د مسلمانانو وینه حلاله کړې او ډېرې شرعي مسایل یې رد کړي دي، خو د هغوی تأویل. د دوی د تکفیر مخنیوی وکړ.
موږ دا موضوعات بیا بیا بیان کوو، هیله لرو چې دغه تکرار هغو دوستانو لپاره ګټور وي چې په دغو تېروتنو کې ښکېل شوي دي. په دې اړه موږ د تاریخ په اوږدو کې، په ځانګړې توګه په تېرو څو پېړیو کې، د اهل سنت او نورو اړوندو فرقو د سلګونو معتبرو امامانو اجتهادونه او نظریات لروکه په غلط لاره او تېروتنه لوېدلي وي، دا ټول د شرعي منابعو د تېرو تأویلاتو څرګندې بېلګې دي.

همدا اوس هم د بهرنیو سکولر اشغالګرو، د هغوی سیمه‌ایزو غلامانو او سیمه‌ایزو طاغوتانو پر وړاندې د جهاد په اړه بېلابېل اجتهادونه شته؛ باید له تنګ نظرۍ لرې او په اسلامي سعه صدر سره دې اجتهادونو ته کتل او ورسره چلند وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *