
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(49)
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(49)
هو، د شورای اولی الامر له ړنګېدو مخکې، اختلاف یوازې تنوع وو، نه تضاد؛ او تنوع تل د شتمنۍ او برکت سرچینه پاتې شوې ده،او کله چې د مسلمانانو اختلافونه په ناسمه لاره روان وو، نو هغه اختلافونه په هماغه د نسيان، خطا او هېرېدنې حلقه کې پاتې کېدل،او د مسلمانانو شورا ته په رجوع سره دغه اختلافات حل کېدل؛ داسې چې ام المومنین عایشه رضی الله عنها د ځینو صحابه کرامو په اړه چې د هغوی سره یې په نظر اختلاف درلود، فرمایلي دي:هغه دروغ نه دی ویلي، کېدای شي هېر شوی وي یا تېروتنه کړې وي، یا مطلب یې نا سم درک کړی وي.
په داسې ټولنه کې، ځینې کسان په هغو مسایلو کې چې اجتهاد پرې کېږي، داسې ښکاري چې اختلاف لري، خو په اصل کې د حکم په باور او د مسئلې په ماهیت کې له نورو سره هېڅ اختلاف نه لري؛ یوازینی توپیر یې له نورو سره د بیان او وړاندې کولو په طریقه کې دی.دغه کسان یوازې په د حکم د بیان او وړاندې کولو طریقه کې له نورو سره اختلاف لري، نه په د حکم په باور او د مسئلې په ماهیت کې.
البته، مخکې مو څو څو ځله وویل چې د شرعي نصوصو ناسم تاویل د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په عصر کې هم پېښ شوی دی،حتی داسې تأویل چې د تحلیل او تحریم په حد کې وي، لکه هغه چې قدامه رضی الله عنه او ملګرو یې کړي و.
خو، د اسلامي حکومت او د صحابه کرامو د شورا د شتون سره سره، تر هغه وخته چې «حجت نبوي» پر شخص ثابت نه و، او د شرعي لارې نه يې جهالت لېرې شوی نه و، او له هغه څخه توبه نه وه غوښتل شوې، قدامه رضی الله عنه او ملګري يې د آیاتو او شرعي منابعو د ناسم تأویل له امله تکفیر نه شول.
د همدې بېلګې په اړه چې موږ څو څو ځله د خوارج په اړه يي بیان کړی دی، په المغني کې راغلي دي:
«که یو کس بېګناه خلک ووژني او د هغوی مالونه په اخستلو له کوم شک او تأویله جواز وګرځوي، نو کافر کېږي.»خو که لکه خوارج د دې کار لپاره تأویل ولري، زیاتره فقها یې، سره له دې چې د مسلمانانو د وینې تویول او د هغوی مالونه اخیستل یې جایز ګڼلي، او هغوی یې د الله تعالی ته نږدې کېدو په نیت کړی وي، تکفیر کړي نه دي”.
او په دوام کې وايي:
«د خوارج مذهب کې دا یوه پېژندل شوې خبره ده چې هغوی د ګڼ شمېر صحابه کرامو او تابعینو تکفیر کاوه، او د هغوی وینه او مال یې حلال ګڼل، او د هغوی وژنه یې د الله تعالی ته د نږدې کېدو وسیله ګڼله، خو سره له دې ټولو، فقها د هغوی د تأویلاتو له امله پرې حکم د کفر صادر نه کړ”.
ګورئ دوستانو، وايي چې خوارج ډېر صحابه کرام تکفیر کړل، ډېر تابعین یې هم تکفیر کړل، د هغوی وینه او مال یې حلال ګڼل، او د هغوی وژنه یې د الله تعالی ته د نږدې کېدو وسیله ګڼله.
هغوی فکر کاوه چې که دا خلک، امام علي رضی الله عنه ووژني، نو د الله تعالی ته به نږدې شي.
هغوی د امام علي رضی الله عنه وژنه، چې د عشره مبشره څخه و او د الله شریعت کې یې لوی مقام درلود، د ځان لپاره د الله تعالی ته د نږدې کېدو وسیله ګڼله. خو سره له دې، چا هغوی تکفیر نه کړل. ولې؟ ځکه چې دوی تأویل کړی و.
نو پام وکړئ دوستانو! زموږ مشران وايي: هغوی چې صحابه کرام او تابعین یې تکفیر کړل، چا هغوی د همدې جرم، یعنې د صحابه او تابعینو د تکفیر په جرم باندې تکفیر نه کړل.
هغوی په خپل ځان ظلم کړی دی، او ته حق نه لرې چې په خپل ځان ظلم وکړې. ځکه که ته هم هغوی تکفیر کړې، نو ته به هم د هغوی په څېر ظالم شې. همدې لپاره، د المغني صاحب وایي:
هیڅوک هغه کسان چې صحابه او تابعین یې تکفیر کړل او د هغوی وینه او مال یې حلال وګڼل او دا کار یې د الله تعالی ته د نږدې کېدو په نیت کړی و، تکفیر نه کړل.