تعارفي درس/څلورم درس: اسلام څه شی دی او مسلمان څوک دی؟ (۱۲)

تعارفي درس/څلورم درس: اسلام څه شی دی او مسلمان څوک دی؟ (۱۲)

ایمان په زړه که د تصدیق او لفظي اقرار په ژبه اوعمل شامل دي، مګر داسې کسان شتون لري چې ځان په نادره شرایطو کې ومومي چیرې چې د دوی د يمان یوازینۍ نښه هغه شهادتونه دي چې دوی په ژبه یې وايي.
دا حدیث په دې دلالت کوي چې دا قوم بل هیڅ غیر له«ایمان مجمل» پرته توحید او شهادتین نه درلود او دوی له اسلام څخه بل څه نه درلودل، پرته له هغه اقرار څخه چې دوی ته د دوی له تیرو وختونو څخه رسیدلی دي نه درلود.
په حقیقت کې، د دې طبقي کټګورۍ «مسلمانانو» هغه «عمل» چې د اسلام له ارکانو او ستنو څخه دی، په بشپړه توګه پرېښی دی، او د اهل سنتو د فرقې له عقيدي له نظره د کامله اعمالو ترک کول کفر اکبر دي ستر کفر دی.خو دا مسلمانان د دغو اعمالو د ضرورت په اړه د ناپوهۍ له امله د جهنم له اور څخه يوازې د حداقل لږ ايمان په خاطر چې لري ژغورل کيږي.
او دا څرګنده ده چې یوازې مسلمانان ژغورل کیږي او که جهل د دوی لپاره عذر نه وه، نو څنګه به په دومره لوی کفر (یعنی په عموم کې کامل عمل ترک کول) نجات ورکوونکي وګڼل شي؟

دې حدیث ته په استناد سره ائمه امامان په دې متفق دي چې هر مسلمان چې د علم او ایمان له خلکو څخه په لرې ځای کې اوسیږي ژوندکوي.
یا دا چې هغه نوي تازه اسلام ته داخل شوی دی او په همدې خاطر
او له همدې امله د جهل او ناپوهۍ له وجې د اسلام له ځينو څرګندو او پرله پسې مسايلو او احکامو څخه انکار کوي،هغه ته د اسلام د خارج کيدو حکم پرېښودلو امر ورکړي، تر څو چې هغه په دې اړه پوهه او علم ترلاسه کړي چې پیغمبر په دې اړه څه راوړي دي.

هغه وروڼه چې د بوسنیا هرزګوینا مسلمانان یې لیدلي او د ژغورنې لپاره یې وسله پورته کړې وې، دوی د داسې مسلمانانو د شتون شاهدي ورکړې ده.
د چین، ختیځ شرقی ترکستان وروڼومه، تاجکستان او ازبکستان که هم ګواهي ورکړې چې په دغو شرایطو کې خلک اوجود درلودل.
د سوسیالیستانو د سیکولر حکومت له امله، داسې کسان شتون درلود چې د اسلام په اړه یوازې لفظ «لا اله الا الله» دا د دوی لپاره باقي پاتې شوي او بس،
دوی وویل چې موږ مسلمانان یو او په هغه ټولنه کې د دوی پاتې کړنې د غیر اسلام پر بنسټ وه.

۷- د معاذ بن جبل رضی الله عنه په شان مسلمان چې کله له شام څخه راستون شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې سجده وکړه،
موږ پوهیږو چې له الله پرته بل ته سجده کول کومه وړه ګناه نه ده او له دې مخکې د هغو مهاجرینو ډله چې د جعفر بن ابی طالب په مشرۍ حبشې ته تللې وه، داسې خطا نه وه کړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دومره لویې خطا په لیدلو سره پرته له دې چې هغه له اسلام څخه اوباسي د هغه دا اشتباه په خپله اصلاح کړه.

۸- یا د هغه کیسه په څیر چې رُبَيَّع روايت کوي:
یوه کنيز د سندرې ویلو په وخت کې یو شعر وایي، چې ادعا کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم علم غیب لري. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « داسې مه وایه. بلکه د خپل تیر وخت همغه سندره وي ووايه».له الله پرته بل چا ته د علم غيب د عوه کول لوی کفر دی، خو دا مسلمان د جهل او هېرولو او خطا له امله د عذر د قاعده ی حکم که شمال دي.

۹- یا د هغه مسلمان په څیر چې د عمر بن الخطاب په وخت کې د خپلې جهل ناپوهۍ له امله د شرابو په څیر حرام شیان حلال ګڼي.

دا د هغو پېښو بېلګې دي چې موږ په قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې او د پیغمبرانو د مستقیمو اصحابو شاګردانو په اړه مخامخ کيږو

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *