د اسلام پر وړاندې د غرب نوې نقشې
د ژباړن وړاند وینه او مقدمه
د حقیقت پلټونکو ته روښانه ده چې د اسلام دښمنان له مودې راهیسی او د اسلام د ظهور له لومړیو ورځو څخه، د دغه حنیف دین پر ضد یې توطيې وکړې تر څو دا زرغون خطر (اسلام ) نیست او نابود کړی او په دې منځ کې ځینی د تمسخر ایذاء او ازار له لارې وارد شول او کله د جګړو د ډول ډول میدانونو له لارې لکه د احد، احزاب، حنین او …؛ کله د داخلی منافقانو د توطیو له لارې، له مسلمانانو سره مخامخ شول، او یو وخت بیا د مسلمانانو په صفوفو کې د اختلاف او کله یې د صلیبی جګړو له لارې مسلمانان تنګسیا ته را وکاږل او کله یې د یوه ستر اسلامی هیواد د ویش له لارې چې یو اسلامي قلمرو یې له څلويښتو څخه په زیاتو هیوادونو تحزیه کړ! او کله هم د خط د تغیر او د اسلام له تاریخی فرهنګ څخه د ځوانانو د جلا کولو د برنامې له کړکي او څه وخت د قدس، د مسلمانانو د لومړی قبلې د اشغال له لارې یې هغوي خپل هدف وګرځول او په نهایت کې یې د ځوانانو تر منځ د فحشاء د اشاعت د اخلاقی فساد د وسائلو او عقیدوي انحراف له لارې او دا شان د نظامی اقتصادی او سیاسی یرغل له دريڅې تازه او نوي فتنې را پیدا کړی؛
او مآلاً هره ورځ په نوی لباس سره د مسلمانانو پر هستي او سلطنت باندې د یرغل قصد درلود؛ چې په دغې مختصره مقوله کې له ځینو دغو نقشو څخه توضیح کوو.
نن ورځ د اسلام اوسنی دښمنان یعنی غرب په رأس کې یې امريکا دا رنګه نقشې تعقیب وي او له مختلفو لارو وارده شوې او ورځ تر بلې یې نقشې جدیدې او جدیدتره ګرځی، او په دې تکل کې ده چې په هره ممکنه لاره، ولو که د سلګونو کسانو سر او ځان په خطر کې هم وی دا رنګه طرحې پلی کړی، ځکه چې وینو.
لومړی: منافع یې د اسلام باوجود په خطر کې دي.
ثانیاً: که وغواړي خپلو منافعو او ګټو ته ورسیږی او په اسلامی نفت خیزه سیمو کې چې د سترو ذخائرو لرونکی دی ځانته د پښو ایښودلو ځای پیدا کړی؛ باید په داسې اعمالو لاس پوری کړی، ځکه په ښکاره وینو، چې یوه ورځ یې اسلامی قلمرو په ټوټه ټوټه کولو او د ناسيوناليزم په ترویج ولو سره تر خپل یرغل لاندې وګرځاوه، په دې معنی سره چې د اسلام سیاسی قدرت یې د ملی حکومتونو په تزریق او توسعې سره محوه کړ او له بل پلوه د غرب د پلویانو بینظیره استقبال چې د غرب د زرق او برق په ظاهره مست او لیونیان دي له دې کار سره مرسته وکړه؛ او نن ورځ له بلې لارې یعنې جهانی کیدو له لارې، راغلی دي.
لذا په دې برخه کې د خپلو زیاتو او پراخو تبلیغاتو له لارې یې وکولای شول خپل هر اړخیزه قدرت او وړتیا په مختلفو برخو کې لکه فرهنګ، تمدن، اقتصاد، دین، ژبه اجتماع او په ځانکړی توګه د سیاست، له مخې د عام او خاصو د ژبو پر سر مطرح کړی، او د دغو امورو د فراګیره کولو لپاره یې د جهانی کولو له لارې پیل وکړ. تر څو چې په پایله کې یې خپل سیاسی قدرت د اسلام د سیاسی قدرت پر ځای ځای کړی؛ او فرهنگ، تمدن، اقتصاد، دین، ژبه او خپل ټولنیز او اداری سبک په اسلام کې د همدغو مواردو جاګزینه وګرځوي او دا پخپله د دې لا امل شو چې مسلمانان خپل هویت او شخصیت نادیده ونیسی او په غرب باندې مین شی او په نتیجه کې د غرب تر سلطې لاندې راشی، بنا پر دې زما په آند د غرب لپاره کافی دی دا چې اسلامي أمت یې تر سلطې لاندې راشی، همدا چې له سیاسی او نظامی لحاظه د غرب پر وړاندې مغلوب ګرځيدلي او د هغوي تر نفوذ لاندې راغلی دي، په نورو بسترونو کې په خورا آساني سره کولای شی چې د عمل ډګر ته وارد شی او د خپلو الګو ګانو د اشاعت لپاره لاس په کار شی، او په تازګي سره په دې برخه کې هغه هیوادونه لکه ایران عراق شمالی کوریا او… یې پر وړاندې دریدلی او په وینا یې هستوي سلاح لری او د غرب پر وړاندې د مقابلې وړتیا لری، تهديد وي او یا حتی د هغوي پر ضد جنګیږی تر څو چې پخپلې اصطلاح سره یې دغه هیوادونه خلع سلاح کړي، تر دې چې نور داسې سیاسی قدرتونه په نړي کې پاتی نشی چې د غرب لپاره دې تهدید وي او ونشی کولای خپلې نقشې په ځانګړی توګه په منځني ختیز ـ د اسلامی نړي په زړه ــ کې عملی کړی. او وروسته له یرغل نه په دا رنګه هیوادونو پرته له هیڅ ډول مجوز او کوم موجه دلیل څخه، البته د دې لپاره چې په ظاهره وکولای شی د بین المللی سازمانونو رضايت را جلب او عمومی افکار قانع وګرځوی، په سازمان ملل کې د خپلې وتو له حق څخه استفاده کوي او د خپلو کړنو په توجه پیل کوي ــ لکه څرنګه چې مقتضا د هغه همداسې ده ــ او که د خپلو نقشو د عملی کولو پر مهال یې د زرګونو انسانانو ژوند په خطر کې هم پریوزي ـ لکه څنګه مو چې په عراق او افغانستان کې وکتل ـ دوي ته کوم اهمیت نلری او په مقابل کې بیا هم د بشر د حقوقو دعوا هم کوی او په دې برخه کې بیا قوانین وضع او یا له نورو هیوادونو سره د افرادو د مصونيت په اړه قوانین هم امضاء کوی او حال داچې لومړنی ناقض د دارنګه قوانینو او قراردادونو پخپله
همدوي دي؛ او د دارنګه مصؤنیتونو بستر یواځې په ځان پورې مختص ګڼی او غیر له ځانه يې، خصوصا په اسلامی عربی هیوادونو کې داسې یو څه دوی ته کومه معنا نلری،ځکه وينی چې نه یې څوک محاکمه کوی او نه ترې پوښتنه کوي، او له مسلمانانو او ځینی نمایشي رهبرانو څخه که تیر شو، بلکې بین المللی سازمانونه هم په څه حساب کې نه را ولی، ځکه اسلامی أمت او رأس کې یې اسلامی حاکمان د دارنګه اعمالو پر وړاندې هیڅ کوم غبرګون نه ښه یي او د غرب په وړاندې د اتحاد پر ځای د هغوی په نفع متحد شوی او له هغوي سره همکاری کوی ترڅو له هغه پوچ او بی ځایه تفکر نه چې له خپلو پلرونو څخه یې په ارث وړی دی، پرته له دې چې له اسلام څخه دې نشأت اخیستی وي، د اسلامی حکومتونو په منځ کې چې سیاسی، اقتصادی، نظامی فرهنګی او… قدرت لرونکی دی، نیست او نابود کړی غافله له دې چې یوه ورځ به یې خپل نوبت هم راځي چې غرب به هغوي ته هم اخطار ورکوي.
په دې اړه دلته ځای لری چې یو داستان را نقل کړو او هغه داچې: یوه ورځ یو کس خپل باغ ته راغی ګوری چې درې کسان یې په باغ کې لګيا دي د باغ میوه یې خوری، یو له هغو څخه سید و بل یې د محلی امام او دریم یې عادی کس و. د باغ خاوند له ځان سره سوچ وکړ چې څرنګه درې واړه تنبه کړی نو عادی کس ته یې په خطاب کې وویل: سید خو د پیغمبر له اولاد څخه دی او هغه بل هم د محلی امام دی، نو ته ولې باغ ته ننوتلي یې؟! په دې سره سید امام او د باغ خاوند په اتفاق سره هغه عادی کس سم وډباوه پښې او لاسونه یې ور وتړل او بیا د باغ خاوند مخ د محلی امام ته کړ او وې ویل: دا کس سید او د پیغمبر له اولادې څخه دی، نو ته ولې؟! دا کس یې هم د سید په همکاري سره سم وواهه لاس او پښې یې ور تړلې، او بیا یې نو سید ته وویل: دا سمده چې د پغمبر له اولادې څخه یې، خو ولې بی اجازې زما باغ ته راغلی یې؟ او هغه یې هم تنبه کړ!:
غرب او په ځانګړی توګه امريکا او اسرائیل غواړی له فرصت څخه استفاده وکړی، د اختلاف او تفرقې، د غفلت او نا آګاهی او…. له فرصت نه په استفادې سره؛ غواړی تر څو چې دا رنګه سیاستونه اعمال کړی، نه د دې لپاره چې کوم حق لاسته راوړی، بلکې د دې لپاره چې یو حق ضایع وګرځوي، هغه هم د هر فرد د عقایدو د عدم تفتیش، آزادی، عدالت، د ژوند او… حق!
او داشان یادې کوم جرم د له منځه یوسی،(هغه هم) د مسلمان توب جرم، له ځان څخه دفاع، له ظلم او ستم سره مقابله، جلا خط مش درلودل، او بالآخره د غرب د هرڅه نه منلو جرم! او په ټوله کې غواړی چې د اسلام ریښې وباسي، ځکه چې اسلام داسې یو څه نه منی خو غافل له دې دي چې اسلام به هیڅکله نابود او محوه نشی: ﴿يُرِيدُونَ لِيُطۡفُِٔواْ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ ٨﴾[سُوۡرَةُ الصَّف : 8]
«دوى د خولو په پوكيو سره د الله د رڼا مړه كول غواړي. او د الله فېصله دا ده چي هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي كه د كافرانو دا هر څومره بده ايسي هم.».
او داسې یوه ورځ به راشي چې د همدغه اسلامی أمت له منځه به، داسې کسان را پورته شی او د اسلامی بیداری د جریان په هدایت سره به د دوهم ځل لپاره، د دوي ټغر ورټول او د تل لپاره به یې د تاریخ کچره داني کې وغورځوي؛ او د یادونې وړ ده چې د اسلامی بیداری د حرکت د سیر تأخیر او کندی، د ناسيوناليزم ریښه لری، هغه ناسيوناليزم چې ــ لکه څنګه چې اشاره ورته وشوه ــ د غرب له نقشو څخه یوه نقشه ده چې کلونه وړاندې په اسلامي قلمرو کې پلی شوه او په هغه پسې عثمانی حکومت په ملوکیه نظام باندې بدل شو او دغه ملوکیه نظامونه پخپلو مورثی حکامو چې په هیڅ صورت سره یې د داسې یوه مقام درایت او وړتیا نه دلودله د دې لامل شو تر څو د اسلام سیاسی قدرت مخ پر زوال شی.
دغه امر له یوه پلوه د مهر او موم شویو محمولو له تحويل سره چې د اسلامی قلمرو
د تجزیې له طریقې د غرب له جهان بیني ژبې تاریخ او… سره هغو حاکمانو ته ده؛ او له بل پلوه پخپله د حاکمانو له لوری د هر اړخیزه استقبال له لارې تحقق وموند.
په بل عبارت سره اسلامی قلمرو په ملی حکو متونو باندې بدل شوی او دغو استعماری حکومتونو چې وروسته یې بیا د ملی حکو متونو نومونه ځانته غوره کړی، له ملی مرزونو، ملی ژبو، ملی لباس، ملی فرهنګونو او له دې ور هآخوا له ملی منافعو څخه مال آمال شول! په بله وینا د أمت د اساسی تحول مانع، ناسيوناليزم دی؛ چې داسې یوه بلا یې د غرب له لارې د « استقلال غوښتنې د نهضت» تر عنوان لاندې اسلامي قلمرو ته داخل شو او اوس مونږ ـ اسلامی أمت ـ د غرب په مستقیلو زندانیانو باندې بدل شوی یو چې له ځان څخه هیڅ کوم اختیار نلرو، تر دې ځایه چې اسلامي نړۍ په داسې ملتونو تبدیل شوی چې قوت او ځواک یې متفرق او له هر ډول مفید اقدام څخه عاجز دی.
له بل پلوه أمت او په رأس کې یې حکامو، پرته له معدودو اشخاصو، دا منلې ده که وغو اړي ځانونه له غربی پر مختګونو سره برابر کړی او له هغوی سره اوږه په اوږه حرکت وکړی، اړینه ده چې د هغوي هرڅه په پټو سترګو ومنی، د لباس اغوستلو له طرز څخه نیولې تر رفتار، معاشرتی آدابو، د ژوندانه سبک او طریقه، ژبه، اروپایی او امریکایی فرهنګ او … غیره په ځان کې راولی چې په اصطلاح متمدنه شی، چې متأسفانه دا یوه محض اشتباه ده.
اوس دا سوال را پیدا کیږی چې لاره او چاره څه ده، او د دارنګه اعمالو کړنو داخلی او بیرونی نقشو پر وړاندې باید څه وکړو؟ د دې مطلب په توضيح کې باید ووایو:لازمه ده چې اسلامی نړي وړاندې له دې چې د دارنګه اعمالو پر وړاندې مخکې د کار له پيل څخه یو ژور او دقیق تفکر او مفصله برنامه ولری . په دې معنا چې په دارنګه سرنویشت سازه مسائلو کې چې د یوه أمت د نابودی یا نجات مایه ده، نباید عجولانه عمل وکړی، ځکه چې عجله د شیطان کار، تأنی او صبر د اللهﷻ دی. لذا اسلامی نړي باید په زيرکي او عاقلانه توګه د دې کار واړه اړخونه په پام کې ونیسی او داسې یوه چاره وسنجوی چې له ځان سره پښیماني ونلری،او دې أمت ته له دارنګه دنیوی او د بشر په لاس جوړ شوی جهنم څخه د نجات لامل وګرځی، او دا شان باید د یوه مشترک اسلامي اتحادې په توګه مجددا خپل سیاسی قدرت په لاس کې واخلی، تر څووکولای شی په نورو برخو کې په نړیوال بازار کې داخل شی.
نو بنا پر دې، د دغه امر د تحقق لپاره باید په لومړی قدم کې دینی مردم سالاری په هغو سیمو کې چې د نفوذ لاندې یې دي پلی کړی، نه هغه دموکراسي چې غرب را پیدا کړې ده، ترڅو په خپل ګرایش سره د یوه غیر مذهبی حکومت لور ته اخلاقی لب او لعاب ورکړی او دلته اسلامی نړی و انګیرله چې دارنګه یوه دموکراسی په اسلام کې مرکزی هسته او د شورا سیاسی هدف ګڼل کیږی او پر دې اساس په پوره اشتیاق سره د هغه لور ته ورغلل، ځکه دا دموکراسی او له دې هاخوا ټولې د غرب سیاسی فلسفې، چې د غربی اسامیو او غولونکی جذابه برچسبونه ؤ، لکه آزادي، عدالت، اخوت، منتخب دولت، د خلکو نماینده، مساوات
،د بیان آزادی او د شرایطو تساوی.
او دا په داسې حال کې ده چې لومړنی ناقضان د دارنګه مواردو پخپله غربیان دي؛او یواځې د دوي پخپله محدوده کې او هغه هم کله یې چې په نفع ؤ دغو اصطلاحاتو مفهوم پیدا کاوه او لیکوال دلته له همدې جهته پر سیاست باندې زیات تأکید کوم چې په اوسني نړي کې لومړي خبره قدرت کوي او واړه استعمارونه د سیاسی او نظامی استعمار زیږنده ده او دا چې کوم ملک له نظامی او سیاسی لحاظه پر جهان باند غالب شو، په نورو برخو کې به هم په قدر مسلم هم غالب وی، څرنګه چې له امريکا سره د جهان په اوسنی تعامل او رابطه کې دا سی یو څه مشاهده کوو. همدا راز مونږ باید خپله ر ابطه له اللهﷻ سره مستحکمه کړو او په «حبل الله المتین» باندې منګولې ولګو او ځان او دین( اسلام) مو ښه وپيژنو او دا شان خپل موقعیت مو درک کړو او په ځان او اسلام کې پروت قوت مو کشف او هغه په کار واچوو، له انسانی قوت څخه نيولې او په هغوی کې تر موجود الهی فکری قوت پورې.
تر څو پورې چې مسلمانان پخپلو کې په جزئي مسائلو کې او دا شان بی ځایه او پوچ او حتی اساسی اختلافاتو کې درګیره او تر منځ یې موجود وي، وبه نشی کولای چې د صدر اسلام غوندې یو حکومت، د ولری چې په نړیواله سطحه دې فعاله او رغنده رول ولری او د غرب توطیې د ومومي هغه دې خنثی کړی، بلکې باید جزئی مسائل او اختلافات یو خواته پریږدي او اساسی اختلافات دې د اللهﷻ د فرمودې پر اساس قرآن ته په رجوع سره حل او فصل کړي: ﴿فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 59]
«…[(ای مؤمنانو )] بيا كه ستاسي تر منځ په كومه چاره کښي شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله (وړاندي) کړئ. كه تاسي په رښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ، همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده.»
زمونږ بحث د اسلام او د غرب د نقشو په اړه دی او د یادونې وړ ده چې جهان اسلام له دوه داخلی او بهرینی شيطانانو سره مخامخ دی.
که چیرې د داخلی شیطان ـ چې هم هغه نفس دی ـ په حذف او شړلو پسې یو، باید د قران او سنتو لار ښونې د خپل کار سر مشق وګرځوي او کله مو چې داسې شیطان له ځان څخه لرې کړ، کولای شو په الهی استعانت او د ایمانی قوې له لارې په دسته جمعی عمل سره نه فردی ــ ځکه چې د اللهﷻ لاس (نصرت) له جماعت سره دی ــ او په یوه مشترک اسلامي اتحاد سره خپل بهرنی دښمن مغلوب وګرځو.
هغه دښمن چې زمونږ د سترګو پر وړاندې پر مونږ تیری کوي مسلم حق مو پایماله وي، او دینی وروڼو مو د نړي په ګوټ ګوټ کې خصوصا عراق، فلسطین، افغانستان، ایغور او په نوره اسلامي خاوره کې، قتل عام وي او مونږ یې هم نظاره کوو.
په دغه صورت کې که چیرې واقعی مسلمانان یو باید د رسول الله ﷺ دې خبرې ته ځیر شو او عمل پرې وکړو چې وایی : « هر څوک چې له تاسو څخه یو ناوړه عمل وګوری، باید هغه په لاس سره منع کړی او تغیر یې کړی؛ او که چیرې په لاس یې د مخ نیوی قدرت نه لاره، باید پر ژبه باندې د هغه په مخ نیوی کې هڅه وکړی او که پر ژبه یې هم ونکولای شول، قلباً باید له هغه کار څخه نا راضه وي چې دا نو بیا ضعیف ترین حد د ایمان دی»
نو بنا پر دې مونږ زياتره هڅه وکړو چې د دې حدیث په لومړی بند باندې عمل وکړو، ځکه چې په نړي کې کابو 1/5 مليارد مسلمانان شتون لری.
او دا شان په دوهم او دریم بند د حدیث باندې یعنې عمل پر ژبه او نورو انزجاری اعمالو دومره کار ونه نلری، ځکه چې اکثره هیوادونو د اوسنیو قضایاو پر وړاندې، په اوزارو او انزجار کار کړی او د پوسترو او شعارونو په لیکلو یې پیل کړی او دا رنګه فجایع محکوم وي او له دغو ټولو اوصافو سره هیڅوک حتی بین المللی سازمانونه هم دوی ته توجه نکوي ته به وایی چې نه یې وینی او نه یې اوری! په بل عبارت سره نن ورځ یواځې شعار کافی ندی او که په عمل کې داخل شوو او وغواړو چې په واړه اړخونو کې د رسول الله ﷺ پر دې حدیث باندې عمل وکړو، باید د جهاد او اجتهاد دروازه پرانیزو، اجتهاد د دې لپاره چې اسلامي لارښونې د عصر او ورځو مطابق وړاند وکړو او دغه منفی ذهنت چې اسلام نور دکارونې ندی او تاریخ یې تیر شوی دی، له اذهانو څخه پاک کړو او وکولای شو دغه دین لکه څنګه چې دی
د حاضر وخت لپاره د قابل فهم په توګه، وړاندې کړو ترڅو هغه الهی وعده چې دغه دین یو جهانی دین دی ژر تحقق ومومي: ﴿لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ﴾ [سُوۡرَةُ التّوبَة : 33]
«… تر څو چي هغه پر ټولو دينونو باندي برلاسى کړي، كه مشركانو ته دا څومره ناكاره بريښي هم.»
او کنه هغه کسان چې اوس مسلمان یا اسلام ته منتسب دی له اسلام څخه وګرځی؛ او جهاد په دې خاطر چې وکولای شو له ځان او خپلې عقیدې څخه دفاع وکړو او خپل اسلامی هویت او شخصیت حفظ کړو.
و من الله التوفیق و علیه التکلان
13/ 2/ 1382هجری شمسی ربیعالاول 1424،
هجری قمري