
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(23)
موږ مخکې ثابته کړې وه، او دغه شخص هم اعتراف کړی چې دا خبره یې کړې، چې د جرم په تور نیول شوی، مګر دا باید ثابته شي چې هغه خبره چې ده کړې، د کفر جرم دی، چې د ارتداد سبب ګرځي. دا هم یو داسې څه دی چې یوازې په قرآن او سنتو کې ثابتېږي. دا د حلال او حرام مسلې ته ورته ده چې په قرآن او د الله تعالی په شریعت کې شته، او یوازې الله تعالی حق لري چې یو شی حلال یا حرام کړي. مسلمانان یوازې دا کوي چې دغه احکام له قرآن او سنتو پرته له کوم تغیير او تصرف څخه اخلي او پرې عمل کوي.
دلته د اجتهاد ځای نشته، دا د تأویل او د انسان د رایې ځای نه دی.
په دې صورت کې، دا چې دا خبره یا دا عمل چې چا ترسره کړی، د ارتداد تر کچې جرم دی، “دا زموږ مسؤلیت نه دی،” بلکې دا یوازې د الله او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) طرف ته ورګرځي، او د دې سرچینه یوازې قرآن او صحیح سنت دي، نه د فلانکي عالم، فلانکي امام، مجتهد، یا کوم بل ستر شخصیت رایه، چې مخکې موجود و او د خپل عصر د ډلو په اړه یې څه ویلي وي، یا یې د یوې ځانګړې ډلې، مذهب، یا فکر په اړه څه ویلي وي.
دا له هماغه مسائلو څخه ده چې ډېر ملګري ورته متوجه نه دي، او یوازې د یوه خاص عالم د فتوا پر اساس، چې د خپلې زمانې د یوې خاصې ډلې په اړه یې صادره کړې، غواړي چې دا حکم پر خپل عصر هم تطبیق کړي. په حقیقت کې، دا داسې کېږي لکه چې قرآن او سنت د دغو آراوو سره یو شان وګڼل شي، که څه هم دوی یې انکار کوي، خو عملاً همدا کار کوي، حال دا چې دا یوه ښکاره تېروتنه ده.
هر ډله او مذهب په هره دوره کې ځانګړي پیروان درلودلي، او که قدرت یې هم نه درلود، لسګونه او حتی سلګونه څانګې ترې جلا شوې، چې هرې یوې ادعا کړې چې دوی د هماغه مذهب اصلي لارویان دي.
دا امکان لري – او یقینا همداسې ده، لکه څنګه چې اوس هم شته – چې د همدې مذهب دننه ګڼې انحرافي څانګې شتون ولري.
ښه، یو عالم راغلی او د یوې مشخصې ډلې په اړه یې خبرې کړې، ممکن دا ډله د هماغه عالم د حکم مستحقه وه، ځکه چې هغوی یو عمل ترسره کړی و، او د هماغه حکم مستحق شوي وو.
خو دا امکان لري چې همدا ګروپ او مذهب په بله دوره کې بدلون موندلی وي، که ښه لوري ته یا که بد، نو طبیعي ده چې ډېر یې ښې لارې ته راغلي وي، یا ډېر ناسم عناصر یې له منځه تللي وي، لکه سلګونه فرقې چې تر اوسه یا له منځه تللې یا رامنځته شوې دي.
اوس که دا ګروپ په بله دوره کې تغییر کړی، او ښه یا بد لوري ته تللی وي، نو مستحق د نوي حکم دی. د پخواني عالم حکم د نوي شرایطو لپاره مناسبت نه لري.
په دې صورت کې، د پخواني عالم هماغه حکم پر نویو کسانو نه شي تطبیق کېدای، بلکې “زموږ ثابت معیار د هغوی اوسنی حالت، او یوازې او یوازې قرآن او صحیح سنت دي، ځکه چې د متغیرو شیانو لپاره هېڅ ثابت حکم نشته.”
همدا اوس زموږ شافعيان، حنفيان، او نورې مختلفې ډلې د ۴۰-۵۰ کاله پخوا له حالته ډېر متفاوت دي، نو نوی حکم ورته پکار دی، نو بیا تصور وکړئ چې د څو پېړیو پخوانیو فرقو پیروان به څومره بدل شوي وي.
مظفر سلطاني په “تاریخ هورامان” کتاب کې وایي: “په ټول هورامان کې، نه د ښځو په منځ کې او نه د سړیو په منځ کې، یو هم نشته چې لمونځ نه کوي، بلکې ټول لمونځ کوونکي او د اسلام پیروان دي.”
دا د څو کاله پخوا د هورامان وضعیت و، خو ایا د اوسني هورامان خلک هم هماغسې دي؟ مسلماً نه. نو، اوس باید نوی حکم پرې تطبیق شي، او ممکن څو کاله وروسته بیا یو بل حکم مستحق شي.
په هر حال، د یوه مسلمان د ارتداد د اثبات لپاره یوازینی معیار “یوازې او یوازې قرآن او صحیح سنت دي، نه د فلاني عالم یا د پخوا یا اوسني زمانې د عالم رأي.” عالم که اوس څه وایي، باید د قرآن او صحیح سنتو پر بنسټ وي، ځکه چې هغه یو شخص په جرم تورنوي.