تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(26)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(26)

په روایت کې راغلي دي:
«ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنْ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ فَخَلُّوا سَبِيلَهُ فَإِنَّ الْإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَةِ»

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث په وسیله ټینګار کوي چې تر وروستۍ اندازې پورې باید د مسلمانانو څخه حدود (شرعي جزاګانې) لرې کړئ او سزاوې متوقف کړئ، او که د خلاصون کومه لاره ورته موجوده وي، نو پرېږدئ چې آزاد شي. ځکه که د مسلمانانو امام (قاضي یا حاکم) د بښنې په پرېکړه کې تېروتنه وکړي، نو دا غوره ده له دې چې د سزا په تطبیق کې تېروتنه وکړي.

په دې صورت کې، موږ په آسانۍ سره درک کولای شو چې د الله تعالی په شریعت کې، خپله مجازات کول مطلوب نه دي، بلکې ټینګار د متهم د حقونو پر رعایت، د قضاوت پر آسان‌ګیرۍ، او د مسلمانو افرادو د حقونو پر ساتنه دی، تر هغه وخته چې جرم په یقیني ډول ثابت شي.

حکم ورکول او مجازات یوازې هغه وخت روا دي چې هیڅ بله چاره پاتې نه وي، او یوازې د یوې سختې اړتیا په صورت کې ورته مراجعه کېږي.

د هغه جرم په اړه چې یو شخص ترسره کړی، باید پوره یقین او اطمنان موجود وي. یو کس په یقین سره اسلام ته داخلېږي، او یوازې په یقین سره له اسلام څخه وځي، نه د شک، شبهې، او ظن پر اساس، ځکه چې دا تر ټولو دروغجنې خبرې دي.

په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ»
یعنې: له ګمانه ځان وساتئ، ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه خبره ده.

موږ پوهېږو چې د “شبهه” کلمه عمومي مفهوم لري، او هر ډول شبهې ته شامله کېږي. د دې عاموالي له کبله، دا هم د متهم هغه شبهې ته شاملېږي چې پرې لګېدلې وي، او هم د قاضي هغه شبهې ته چې پر ده لګېدلې وي.

یعنې، کله چې شبهه د مجازاتو د دفع کېدو سبب شي، نو دا مهمه نه ده چې شبهه د متهم له اړخه وي که د قاضي له اړخه. په هر صورت، که قاضي ته یا متهم ته شبهه پېښه شي، نو سزا به ساقطېږي او مجازات نه‌شي عملي کېدای.

دلته موږ د قاعدې “الحدود تدرأ بالشبهات” ته رسېږو، یعنې ټول حدود د شبهې له امله له شخص څخه لرې کېږي او ساقطېږي.

په دې اړه ډېر زیات اخبار او روایات موجود دي چې څرګندوي: که موږ کوچنیترین شبهه ومومو چې د هغې له مخې د یو مسلمان څخه حکم رفع کولای شو، نو باید یوازې پر همدغه شبهه قناعت وشي، ځکه چې یقین حاصل نه شو، او که شک، شبهه او تردید موجود وي، نو د ارتداد حکم له شخص څخه رفع کېږي. د هغه د وژلو حکم له منځه ځي، او نوموړی د قتل او سزا څخه خلاصېږي.

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي:
“ادرؤوا الحدود بالشبهات، وادفعوا القتل عن المسلمين ما استطعتم”.
یعنې: حدود د شبهې له مخې دفع کړئ، او تر وسې وسې د مسلمانانو څخه د قتل حکم رفع کړئ.

ابن عباس رضي الله عنه هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
“ادْرَءُوا الْحُدُودَ بالشبهات”.
یعنې: حدود د شبهې له مخې رفع کړئ.

په “نیل الأوطار” کې، شوکاني د “حد د تهمت په اساس نه ثابتیږي، بلکې د شبهې له مخې دفع کېږي” تر عنوان لاندې لیکلي دي:
الزهري له عروه، او هغه له عایشې رضي الله عنها څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنْ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ، فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ فَخَلُّوا سَبِيلَهُ، فَإِنَّ الْإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَة”.

یعنې: تر خپله وسه حدود د مسلمانانو څخه رفع کړئ، او که د متهم لپاره د خلاصون کومه لاره وي، نو هغه ته یې خلاصه کړئ؛ ځکه چې که امام د بښنې په پرېکړه کې تېروتنه وکړي، نو دا غوره ده له دې چې د سزا ورکولو پر مهال تېروتنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *