
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(35)
دقت او پاملرنه وکړئ دوستانو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عصر مسلمانان هم د دین له عمومي اصولو په منلو او تسلیمېدو سره په تدریجي ډول د عقیدې او احکامو جزئیاتو سره آشنا کېدل، حتی په دې برخه کې هم دوی ځینې لویې تېروتنې کولې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا او وروسته د اسلامي حکومت او د هغه د واکمن شورا له خوا اصلاح کېدې.
نو، په عقیده او نورو مواردو کې د خطا او تېروتنې شتون تر هغه وخته پورې چې شخص ته څرګند، معلوم او بشپړ روښانه نه وي، یوه ناڅاري مسئله ده.
یعنې په هره موضوع کې مسلمان ممکن تېروتنه او انحراف وکړي، په ځانګړې توګه په عقیده کې چې تقليدي نه دی، بلکې شخص باید خپله څېړنه وکړي او په تحقیقي توګه هغته ورسېږي.
نو، دا چې تصور وکړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څوک چې مسلمان کیدل به سمدستي به يې کښېناول او د عقیدې ټولې ژورې زده کړې به ورته ورکولې، دا یوه ناسم تصور دی. بلکه، صحابه په تدریجي ډول دې پوهاوي ته رسيدل، حتی که هغه په هره برخه کې وې.
په دې صورت کې، په ټولو عباداتي چارو کې د مسلمان د ناپوهۍ “عذر به جهل” عذر شته، چې په دې کې د عقیدې، توحید او شرک مسایل هم شامل دي.
او یا د فقهی احکامو په ثابتو مسایلو کې هم دا خبره صدق کوي، او د مسلمان لپاره تېروتنه او ناپوهۍ بیا هم تېروتنه او ناپوهۍ ده، چې لوی او کوچنی توپیر نه کوي.
یو بل ټکی چې باید سلګونه ځله تکرار شي تر څو د کلتور برخه وګرځي او ورته پاملرنه وشي، دا دی چې د شک او شبهې پر بنیاد څوک کافر نه ګڼل کېږي او حد پرې نه لګېږي، هغه څوک چې د هغه مسلمان والی په یقین سره ثابت شوی وي، یعنې ته باوري چې دغه شخص مسلمان دی؛
په دې صورت سره، ته نشې کولای د شک، شبهې او احتمال پر بنسټ د هغه د مسلمانۍ نوم واخلي او هغه د کفارو له ډلې وشمېرې.«مَن دخلَ في الإسلام بيَقين فلا يُخرَج مِنه إلا بيقين» یا «مَنْ ثَبَتَ لَهُ عَقْد الْإِسْلَام بِيَقِينٍ لَمْ يَخْرُج مِنْهُ إِلَّا بِيَقِينٍ». یعنې یوازې په دلیل او یقین سره ته کولای شې یو څوک له اسلامه وباسې؛ یقین ډېر مهم دی. همدارنګه لکه څنګه چې د دلیل او یقین پر اساس کافر اسلام ته داخلېږي او مسلمان کېږي، دغه خبره هم د دلیل او یقین له مخې ثابتېږي.
ته باید د یو مسلمان د اسلام له دایرې څخه د ویستلو لپاره لومړی دلیل او یقین ولرې، او بیا د دغه یقین په اساس هغه وباسې،او د دې لپاره چې یو کافر هم د اسلام د دایرې ته داخل کړې، بیا هم باید دلیل او یقین ولرې.
دا تېروتنه ده چې ډېر دوستان کوي، لومړی چا ته وايي کافر دی، بيا د دې لپاره دليل لټوي چې ولې کافر دی.دا تېروتنه ده چې لومړی یو کافر ته ووایې مسلمان دی، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې،یا یو مسلمان ته ووایې کافر دی، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې.
د مسلمان تکفیر کول یعنی د مسلمان وژنه.«إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ فهو کقتله».
آیا دا معقول ده چې لومړی د شک، شبهې او احتمال پر اساس یو مسلمان ووژنې، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې چې آیا هغه کس چې مې وژلی واقعاً ګناهکار وه که نه؟ آیا هغه مستحق د قتل او اعدام وه که نه؟ دا کار د یو نورماله انسان نه دی.
د یو نورماله انسان کار دا دی چې لومړی دلایل او شواهد وڅېړي،او د جرم د یقيني ثبوت وروسته، حکم تثبیت کړي او بیا حکم صادر کړي،او په وروستي پړاو کې باید د حکم د تطبیق لپاره د تطبیق اړوند څانګو ته مراجعه وکړي.