تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(44)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(44)

بلې مانع د تکفیر لپاره تأویل دی، چې باید د ارتداد په جرم تورن کس سره د چلند د وروستۍ مرحلې په توګه، د ارتداد د حکم له صادرېدو مخکې، په دقت سره وڅېړل شي. په دې مرحله کې هم هغه څوک چې حکم صادروي باید په بشپړ کامل یقین حاصل کړي.

شرعي تأویل او شرعي اجتهاد هم له هماغو مواردو څخه دي چې د تېروتنې او اشتباه امکان پکې شته، او دا يوه مانعه ده چې اجازه نه ورکوي د يو مسلمان ايمان ته زيان ورسېږي، او دا اجازه نه ورکوي چې مسلمان د اسلام له دایرې څخه ووځي.
تأویل کوونکی هغه څوک دی چې هدف یې د الله د شریعت اطاعت کول دي، خو په اجتهاد کې یې تېروتنه کېږي.
یعنی تأویل کوونکی هغه څوک دی چې موخه یې د الله د شریعت قانون اطاعت او فرمانبرداري ده، غواړي د الله د احکامو پوره تبعیت وکړي، خو په خپل اجتهاد کې خطا او تېروتنه کوي.
د شرعي نصوصو په اړه ناسم تأویل (تعبیر) د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه‌ کرامو په عصر کي هم پېښ شوی دی.
حتی داسې تأویلونه هم موجود دي چې د یو شي د حلال یا حرام ګڼلو (تحلیل او تحریم) تر کچې رسېږي، کومو ته چې موږ په څو بېلابېلو ځایونو کې اشاره کړې ده، او بیا به هم ورته اشاره کوو.
خو، سره له دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شتون موجود و، او ورپسې د اسلامي حکومت او د صحابه‌ کرامو شورا فعاله وه، تر هغه وخته چې د نبوي حجت پر یو کس اقامه نه وه شوې، او د شرعي طریقه له لارې یې ناپوهي (جهل) نه وه رفع شوې، او له هغه څخه د توبې غوښتنه نه وه شوې، هغه کس ته د هغه د خطا او اشتباه له امله د ارتداد حکم نه ورکول کېده.
او که کله هم د حاطب بن ابی بلتعه رضی الله عنه په څېر قضیه پېښه شي، چې عمر بن خطاب رضی الله عنه د هغه تکفیر وکړ، خو وروسته تحقیق څرګندوي چې دا تکفیر ناسم و، نو له همدې امله دا موضوع د ارتداد د حکم تر پړاو نه رسېږي او د ارتداد حکم نه پرې تطبیقېږي.
او که د حاطب بن ابی بلتعه رضی الله عنه په څېر یوه قضیه رامنځته شي، چیرې چې عمر بن خطاب رضی الله عنه هغه د خیانت له امله کافر وباله، خو وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د قضیې دقیق تحقیق ترسره شو، او څرګنده شوه چې د حاطب رضی الله عنه نیت خیانت نه و، بلکې یوه شخصي اجتهادي خطا یې کړې وه، نو ځکه دا تکفیر ناسم و، او موضوع د ارتداد د حکم تر تطبیق نه ورسیده.
د صحابه‌ کرامو په عصر زمانه او تر هغې وروسته تر نن ورځې پورې د ناسم تأویل او ناسم اجتهاد بېلګې ډېرې زیاتې دي، خو موږ کولای شو څو مثالونو ته اشاره وکړو څو موضوع راته لا روښانه شي:
۱. جابر رضی الله عنه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي، وايي: موږ سفر ته تللي وو، يوې زموږ څخه ته ډبره ولګېده او سر يې زخمي شو،بیا هغه شخص محتلم شوی و او له خپلو یارانو یې پوښتنه وکړه: آیا اجازه لرم چې تیمم وکړم؟ هغوی ورته وویل: زموږ په رأي، ته تیمم اجازه نه لرې، ځکه ته اوبو ته لاسرسی لرې. هغه کس غسل وکړ او مړ شو.
کله چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته ورسېدو، هغه خبر شو او وفرمایل:
«قَتَلُوهُ قَتَلَهُمُ اللَّهُ، أَلَا سَأَلُوا إِذَا لَمْ يَعْلَمُوا؟ فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيِّ السُّؤَالُ، إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيهِ أَنْ يَتَيَمَّمَ وَيَعْصِرَ- أَوْ يَعْصِبَ- عَلَى جُرْحِهِ خِرْقَةً ثُمَّ يَمْسَحُ عَلَيْهَا، وَيَغْسِلُ سَائِرَ جَسَدِهِ».‌
هغوی هغه ووژل، الله دې هغوی ووژني! ولې یې پوښتنه ونه کړه، کله چې نه پوهېدل؟
د ناپوهي یوازینۍ چاره او درملنه پوښتنه ده. یوازې دا به کافي وای چې هغه تیمم کړی وای، خپل زخم یې په یوه زوړ ټوکر یا پارچه تړلی وای، پر هغه یې مسح کړی وای، او د بدن نور غړي یې مینځلي وای.
دلته په څرګنده توګه وینو چې غلط اجتهاد د یوه مسلمان د مرګ لامل شو، خو بیا هم، د اجتهاد د خطا او ناپوهۍ له امله، هېڅوک مجازات نشول.
دا معزز صحابه کرام په تیمم، لمونځ او وضو کې اجتهاد او تأویل وکړ، چې تأویل یې ناسم و. همدغه ناسم تأویل د یو مسلمان د مړینې لامل شو، خو بیا هم دا ناسم تأویل ترې منل شو او هېڅوک د شرعي منابعو د ناسم تأویل له کبله مجازات نه شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *