«اتحاد» اسلامی «وحدت» ته د رسیدو یوه مرحله!!
ترجمه: طارق بن زیاد
په «موجوده وضعیت کې» او د« ضرورت په حکم» مونږ په داسې یوه موقعیت کې قرار نیولی دی چې مجبور یو د ناچاری له مخې د د اولینی ګام په توګه مسلمانان «اتحاد» ته را وبلو. یعنی تمرکز پر مشترکاتو او منل د هغو شته اختلافاتو چې موجود دي، تر دې چې په تدریج سره د مذاهبو او مختلفو اسلامی ډلو تر منځ د زړونو «اتحاد» ته ورسیږو او په يوې واحدې اجماع سره چې د اولی الامر شورا «یو له دغو درې برتره اوزارو»یې توليد وي ؛ مونږ د «أَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ» د یوه واحد أمت او واحد جماعت شاهدان اووسو چې اسلامی وحدت ته رسیدلی او د اللهﷻ ملاتړ هم لاسته راوړی
:إنَّ اللَّهَ لا يجمعُ أمَّتي علَى ضلالةٍ ويدُ اللَّهِ معَ الجماعةِ [1]
دلته باید مونږ دقت وکړو چې «ضرورت» مونږ داسې یوې ټیټي مرحلې ته را کاږلی یو
چې مجبور یو د یوې «د لیږد مرحلې» په توګه د اولی الامر په شورا کې « یو له درې ګونو برتره اوزارو نه»،د «اتحاد»په رابللو سره کومه دیپلماسی چې د کفارو لپاره یې سپارښتنه شوې ده مسلمانانو ته یې سپارښتنه وکړو؛ او د آیت مطابق «فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ» (تغابن/16)، او د «ما لا يُدرَكُ كُلُّه، لا يُترَكُ جُلُّه» قاعدې سره سم
لکه د مردارې د غوښې په څیر د یوه واجب په توکه د ژوند د ساتلو لپاره په بیړني حالت او اړتیا کې په دې حد اقل سره، موږ باید دا د خپلو اساسی ضروریاتو لکه دین،ځان، ناموس، عقل، آبرو، ملکیت، وطن او نورو اړتیاوو د ساتلو لپاره پرې منګولې ولګوو.
او په عامه توګه له دې څخه ډیر څه هم زمونږ له لاسه نه تر سره کیږی خو نن ورځ ځینی کسانان مسلمانانو ته له اصلی کفارو څخه هم په بدو سترګو ګوری او په داسی حال کې چې له کفارو سره «اتحاد»ورته د هضم وړ دی خو له نورو مسلمانانو سره د لومړنی ګام په توکه اتحاد ته تن نه ورکوي پاتی خو لا دا چې د مومنانو تر منځ دې د «وحدت» فکر وکړی. و لله المستعان.
زمونږ لپاره یو مسلم اصل «وحدت» دی چې یواځې د اولی الامر د شورا له کانال او د نظامی حکومتی قدرت« یو له درې ګونو برتره اوزارو » په ملاتړ لاس ته راځي او باید پر هغه راسخ اعتقاد او باور ولرو أما «اتحاد» په موجوده وضع کې« د لیږد او انتقال مرحله» ده چې «د ضرورت» په حکم سره د مسلمانانو لپاره منل شوي ده او باید د اولی الامر د شورا له لارې مدیریت او هدایت شی.
که څه هم دا “اتحاد” پخپله د مسلمانانو لپاره د اسلامي “اتحاد” د لیږد مرحله ده، دا یوه ښه پیژندل شوی او مناسبه وسیله ده چې مسلمانان د ویشلو، ښکاره او پټو کفارو له سلګونو زیانونو او نقصاناتو څخه ساتي.
نو د رسول الله ﷺ په قول سره: لا تَحقِرَنَّ مِنَ المَعْرُوف شَيْئًا، وَلَو أنْ تَلقَى أخَاكَ بوجهٍ طليقٍ[2]
هیڅ غوره او ښه کار وړوکی مه ګڼه، اګرکه له خپل ورور سره دې په ورین تندي مخامخ شي.
………….
[1]ترمذی 2161
[2]رواه مسلم 4/ 2026 (2626)،