سکولریستان هیڅکله د اللهﷻ له شریعت څخه نه راضی کیږی
ترجمه: طارق بن زیاد
مشرکین کافران او یا سیکولران که قدرت تر لاسه کړي، له موږ سره به تر هغه وخته جګړه کوي، تر څو چې زموږ دین له څلورو منځپانګو او معناوو خالي نه کړي: «وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا»[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 217]
«…هغوى به ستاسي سره تل په جنګ اخته وي، ان تر دې چي كه یې وس ورسیږي، نو تاسي به له دې دين څخه واړوي…»
یو سیکولر شخص که د لومړي پیغمبر په وخت کې و، یا د وروستي پیغمبر په وخت کې، یا په اوسني وخت کې، هیڅکله یې په دې باور نه دی کړی کوم قوانین چې لری د خدای له خوا راغلي، او هیڅکله یې دا ندي ویلي هغه قوانینو چې د اللهﷻ له لوری راغلی پرې باور لري، او پخپل ژوندانه کې یې پلی کوي.« وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا»[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 170]
«هغوی ته چي كله وېل كیږي چي د الله د اوامرو پيروي وکړئ، نو په ځواب کښي وايي چي موږ به د هماغه مسلك پيروي كوو چي موږ پر هغه خپل پلرونه، نيكونه موندلي دي…»
☜ زمونږ معاصر سکولران له هغو پخوانیو سکولرانو هم بد تره دي: ځکه کله چې بومي سکولرستانو ته ووایی راشی له هغه څه نه چې اللهﷻ را لیږلی پیروي وکړئ
هغوی نه وایی چې مونږ له خپلو پلرونو څخه پیروی کوو ځکه چې د هغوي پلرونه مسلمانان او د اللهﷻ د شریعت تابع وو، بلکه وایی مونږ له هغه څه پیروي کوو چې
آگوست کنت، او توماس هابس، او لنین او مارکسس او مائویست او …. ملل متحد او… زمونږ لپاره تدوین کړی دی او…
نو بیا دوی هيڅکله د اللهﷻ او د مومنانو له شریعت او قوانیو څخه نه راضی کیږی او نه به ورته پایبند وی، له همدې امله تر کومه چې (دوي) د سکولرانو پر دین باندې پایبند وي اصلاح منونکي ندي او نه به وی،او هیڅکله د تاریخ په وږدو کې ندی لیدل شوي چې یوه مشرک دې خپل حاکمیت پخپله خوښه د اللهﷻ قانون او شریعت ته تقديم کړی وي،ځکه د اللهﷻ له نظره یواځنی مشترک عامل د خپل هغه شریعت قانون یې دی چې را نازل کړی یې دی، نو کله چې دوي را نازل شوی قانون ونه منی نو بیا یې هغه مشترک عامل «وحدت» هم رد کړی دی او تل د اسلحی او نظامی قدرت په ژبه په همدې هڅه کې دی، تر دې چې یو فرصت را منځته شی تر څو د خپل دین څلور ګونه محتوا پر مسلمانانو باندې تحميل کړی.