تعارفي درس/څلورم درس: اسلام څه شی دی او مسلمان څوک دی؟ (۱۴)
ځینې هم په دې باور دي چې اسلام اصل او فروع نه لري او عذر په جهل هر هغه چا ته ورکول کيږي چې د عذر مستحق وي، هغه که په صحرا او ښار کې وي او يا هم کم بل ځای کې وي.
• ځینې نور بیا په دې باور دي چې عذر په جهل یو امتیاز دی کوم چې مسلمان ته ورکړل شوی خو اصلي کافرانو او مرتدانو ته نه دی ورکړل شوی او مسلمانان په دې مسله کې له اصلي کافرانو او مرتدینو سره توپیر لري….
• او نور نظرونه ديدګاهونه چې هرڅوک خوښ شوی کولي شئ چه مطالعه وکړي.
موږ باید پوه شو چې مسلمان د الله تعالی په نزد لوی مقام لري او الله تعالی دا خوښوي چې د خپلو بندګانو عذر ورکوړل شي. په دې صورت کې، که یو د اهل قبلې د معتبر جهل له مخي د کفر مرتکب شي، پرته له عذر راوړل او اقامه « نبوی حجت» هغه سمدلاسه د اسلام له دائرې څخه ونه باسو. دا د تکفیر نه کول په یو شخص کې د کفر او ایمان یوځای کولو په معنی نه دی، داسې شخص اصلآ کافر نه دی شوی، نو که موږ یې تکفیر ونه کړو نو موږ هم کافر شو، هغه مرتکب د کفر نه دي شوي دي.
که یو یهودي، نصرانی، کمونیست او سیکولر چه مشخص دي چه کفار دی تاسو تکفير ونه کړل، هغه شخص کافر کیږي. ځکه چې کله ویل کیږي، معتبر جهل دتکفير مخه نیسي. دغه جهل دهغه ایمان ته د رسېدو مخه نیولې او هغه په دې حالت کې کافر نه دی.
کله چې موږ له داسې ناپوهي مسلمان، د « نبوی حجت » د نشتوالي له امله د مصیبت سره مخ شوي،
موږ په مهربانۍ او ورورګلوۍ چلند کوو، مشرک او کافران مو وروڼه نه دي جوړ کړي. بلکې دا ناروغ ورور او خور مو د عذر دجهل تابع ګڼو او هېڅکله کافر نه ګڼو. ابن تیمیه وايي: “اهل سنت او جماعت په دې متفق دي چې صغیره او کبيره ګناهونه په خپله ذات د مسلمان د کفر او ارتداد سبب نه ګرځي.
مسلمان هغه وخت کافر او مرتد کیږي کله چې د یو ثابت او متفق شرعي نظر یا حکم څخه انکار وکړي «عالماً و عامداً» “په پوهه او عمدي توګه” او دا هغه مسله ده چې حتی دوه علماء هم په کې اختلاف نه لري».
له پېړیو راهیسې موږ د اسلامي شورا له واکمنۍ او د هغې تر ادارې لاندې بنسټونه او د واحد امت او واحدي اجماع څخه بې برخې وو،د دې ستر ناورین په پایله کې موږ د جاهلیت د تدریجي واکمنۍ او د هر ډول طاغتو غلیمانو د واکمنۍ او د داخلي پټو کفارو او منافقینو (سیکولرستانو) له خوا د تفرقې او هر ډول شکونو د خپریدو شاهدان یو. چې په نتيجه کې مسلمانان په خپلو ديني مسايلو کې جاهل ناپوه شوي دي.
هر څه چې موږ د صحابه کرامو او د تابعینو او د اسلامي شورا حکومت څخه مو فاصله نیولې ده، په همغه اندازه د مسلمانانو عقیدتی ایډیالوژیکي ککړتیا هم په تدریجي ډول زیاته شوې ده، دا داسې یوې مرحلې ته رسیدلي چې موږ اوس دپلار او مور او قومو نو سره مخا مخ یو چې د عمر له پلوه دوی په لوړه رتبه درجه کې دي.
خو د علم او پوهاوي په ډګر کې په طاغوت باند د کفر او په الله تعالی باندې ایمان یا همغه «لا اله الا الله»، دوی په خورا ټیټه رتبه کچه دي.
د دوی عمرونه 40، 50، 60، 70 او لوړ دي، مګر د دین او «لا اله الا الله» په اړه د دوی پوهاوی د 10 او 20 څخه لوړ نه ځي، دا پدې مانا ده چې د دوی پوهه د دوی د عمر تر حده نه ده.
له همدې امله د دې ډلې د مسلمانانو لپاره ډېر شیان چې د دوی پر پلرونو او حتی نورو ډېرو ملتونو ته واضه او ښکاره وو دا د دې طبقه د مسلمانانو لپاره پټ او ګونګ پاتې ده.