تعارفي درس/څلورم درس: اسلام څه شی دی او مسلمان څوک دی؟ (۱۷)

تعارفي درس/څلورم درس: اسلام څه شی دی او مسلمان څوک دی؟ (۱۷)

دویمه پوښتنه: که دین یو دي، نو په اصل دین او فرعي دين په ویشلو څه معنی لري؟
ایا د دې معنی دا ده چې دین یو سیند دی چې له هغه څخه نهرونه جلا شوی لکه مذحب چې په وجود کې راغلی ده؟

ځینو کسانو دین په اصل او فروع ، او نورو… ویشلی تقسیم کړی دي.
دا هم د الله تعالی په شریعت، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سيرت کې او د اصحابو او تابعينو او امامانو په اسنادو کې هیڅ اساس نه لري.
د ابن تيميه په وينا يوازې خوارج او معتزله په دې خبره قائل ول،
او له همدې امله يې دا خبره به راوړل چې ويل عذر يوازې د دين په فروع او احکام موکې دی،
او څوک چې په اصولو او عقايدو کې ستونزه ولري هغه کافر کيږي (يعنې په اصولو کې عذر قائل نه دي خو په فروع کې قائل دي). دا هم یوه خبره ده چې ظاهراً له آیاتونو او احادیثو سره مطابق موافق نه ده.

دریمه پوښتنه: موږ هغه څوک چې غلاوي کوي اورته وايو غل، يا يو ووژني اورته قاتل وايو، یا هغه به شراب سکليوي، موږ هغه ته شرابي وایو،او هغه چا ته چې زنا کوي وايو زنا کار….
ولې د اهل قبلې خلک ته چې شرک یې کړی دی مشرک نه شو ویلای؟

ټول هغه کسان چې دا جرمونه یې کړي، دوي پوهیدل چې د دوي دا کار جرم دی لکه غل یا قاتل یا شرابي اونورو…. دا پدې مانا ده چې دا جرمونه دمخه د جرمونو په توګه د شخص لپاره مشخصه پیژندل شوي او معلوم وه چه جرم ده. او یو شخص د دومره پوهې، سره سره جرم کوي. اوس د یوې قضايي موضوع په توګه او د ښکاره اسنادو په پر بنسټ او د يو ظاهری مستنداتو دغه شخص په اړه حکم صادروي.

که د يوې اهل قبلې څخه يو څوک شخص په همغه اندزه پوهېږي چې شراب، بې ګناه قتل، غلا او زنا حرام دي او ورته څرګنده شي چې دا جرمونه دي او دا کارنه شرکی دی ( عادي شرک نه دی، يعنې کوچنی اصغر شرک دي) هغه څه چې تاسو یې وایئ چه هغه د اسلام له دائرې څخه باسي، او هغه جرم چه کړې ده هغه شرک دی،لکه غلا، شراب او قتل هغه ته څرګنده او روښانه ده، او علم او یقین پوه لري چې دا شرک دی،او تر ټولو بد حرام دی، او الله تعالی داسې ګناه نه تيريږي او د مشرکانو په دایره کې یې اچوي، مګر بیا هغه دا په عمدي توګه کوي ، د دومره پوهاوي سره سره کوي،په دې صورت کې هغته مشرک ویلای شئ. داسې اشخاصو چې په قصدي او په پوه ډول دومره ستر جرم ترسره کوي ډېر کم دي.
خو که څوک دې درجې ته نه وي رسېدلي او يا يې خپل صف په ښکاره ډول نه وي جلا کړي، په دي باور درسته نه ده په هغه باندې حکم صادرول سم نه دي.
دا پدې مانا چې څوک د مثال په توګه هغه مواردی چې وویل شوي هغه ورته روښانه څرګنده نه دی شوی چې دا جرم دى،که هغه دا کار کړی وي، د هغو آیتونو او روایتونو پر بنسټ چې موږ یې بیان یادونه کړي، د هغه په اړه د حکم صادرول معقول نه دي. مګر که اخپله صف په ښکاره توګه بېله کړي او مثلا په توګه د مشرکانو له دين او حزب او ډلي سره يوځای شوی وي، او په خپله خوښه او اراده او عمدي توګه يې د مسلمانانو په خلاف صف بند کړی وي، په دې صورت کې د هغه حکم د هغو کسانو د حکم په څیر دی چې د دوی دننه حضور شتون لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *