رسول الله ﷺ په احادیثو کې د اتحاد اهمیت او جایګاه!(۱
وړاندې کونکی : ابوعمر کندزی
«امت» یعنی:
یوه متحده ډله چې د یوه متحد هدف په لور په حرکت کې دی.
دغه أمت ممکن دی متحدا د یوه باطل او ظالمانه هدف په لور په حرکت کې وي لکه مغولان یا اوسنی سکولر کافران یا تیر فاسد أمتونه، یا ممکن دی یو متحد أمت وي چې د یوه شرعی او مبارک هدف په لوری په حرکت کې وي.
لکه د رسول الله ﷺ د پخپل عصر یا د صحابه و عصر وړاندې له دې چې د هغوي تر منځ تفرق او داخلی جګړې رامنځته شی، چې د زمکې د کرې پر مخ د دومره هیوادونو یا خاورې د فتح کیدو لامل شو وي .
اوس رسول الله ﷺ د دغه متحد أمت په اړه یې چې په یوه واحد هدف پسې دي فرمایی:
إنَّ اللَّهَ لا يجمعُ أمَّتي علَى ضلالةٍ ويدُ اللَّهِ معَ الجماعةِ. (صحیح ترمذی۲۱۶۷)
پرته له شک نه اللهﷻ زما أمت پر ګمراهي نه سره راجمع کوي او د اللهﷻ لاس (نصرت) له جماعت سره دی.
ټول په دې پوهيږو چې د دغه امت اجماع یو واحد جماعت تولید وي او یواځې د یوې واحدې شورا له لارې په وجود راځي، او بیا هم پوهيږو چې دغه واحده اجماع د یوه اجرائی قدرت محتاجه ده چې هغه په اجراء کې راولی او له دغه واحد جماعت څخه محافظت او له تفریقه اچونکو څخه یې محافظت وکړی، او دغه اجرايي قدرت هم پرته د دار الاسلام له حکومت څخه بل څه ندی.
نو هغه أمت چې رسول الله ﷺ فرمایی په ګمراهي اجماع نکوي د هم هغې اولی الامر شورا ثمره ده، چې دغه شورا بیا هم د دارالاسلام له نظامی او حکومتی قدرت له ملا تړ څخه برخمنه ده.
نو د وحدت او د یوه واحد امت او جماعت په حفاظت کې پرته د دار الاسلام له ستر نعمت څخه بله هیڅ لاره او انتخاب نشته.
د دار الاسلام ستر نعمت دی چې واحده رایه او واحده اجماع د اولی الامر شورا په اجرا کې راولی او د مسلمانانو له واحد جماعت او أمت څخه چې د مسلمانانو د عزت شوکت او قدرت باعث کیږی حفاظت کوي.
پرته له شک نه اکثریت او جماعت چې په اسلامی طریقه یې د اولی الامر شورا په واسطه په وجود راځي په ټولو هغو امورو کې د هغوي د تخصص په حیطه او دایره کې ده، د حقانیت نښانه ده او کوم اقلیت چې خارج له جماعت څخه په هر بهانه چې وي لاس په مخالفت پورې کړي د باطل والی نښانه یې ده.
هم هغه اقلیت چې د عثمان بن عفان او علی بن ابی طالب او حسن بن علی په عصر کې یې نا مبارکه ظهور وکړ چې د هغوی د تمرد صدمې تر نن پورې ادامه لری.
توضیح داچې: کله چې په یوه هیواد کې د اولی الامر متخصص شورا را منځته کیږی او یو حکم صادر وي دغه حکم د بر حق والی نښانه ده او مخالفت له هغه حکم سره د باطل والی نښانه ده.
په همدې سادګي سره! ځکه دغه د متخصصينو شورا په واقعت کې هغه مختصص نخبګان چې یوه واحده اجماع ارایه کړي څوک بیا د سرغړونې خپل سریو او تفرقه اچونې حق نلری.
همدا راز په دار الاسلام کې د نظامی مهندسی، طبعی منابعو فقهی قضای او امنيتی او… اولی الامر شوراګانې همدا مقام او جایګاه لری او د هغوی واحده رايه یعنې واحده اجماع د یوه واحد جماعت د تولید لامل ګرځي چې دغه واحد جماعت په واقعیت کې هم هغه أمت دی چې متحدا د یوه واحد هدف په لوری حرکت کوي.
رسول الله ﷺ د أمت تر منځ یې د دغه وحدت د اهمیت او جایګاه او د واحده جماعت د اهمیت او منزلت په اړه فرمایی: «من فارق الجماعةَ قَيْدَ شِبرٍ فقد خلع رِبقةَ الإسلامِ من عُنُقِهِ »(أبو داود ۴۷۵۸، وأحمد۲۱۵۶۱ وابن أبي عاصم في «السنة»۸۹۲)
هر څوک چې یو وجب (لويشت) له جماعت څخه جلا شی اللهﷻ د مسلماني طوق (په دنیا کې د مسلمان حقوق) د هغه له غاړې لری کوي. (او په دنیا کې د مسلمانانو د اسلامی حقوقو مشمول نه ګرځی نه داچې مرتد شوی د وی) .