تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (66)
یا په بل ځای کې فرمایي:
– ثَلَاثٌ مَنْ کُنَّ فِیهِ فَهُوَ مُنَافِقٌ وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى وَزَعَمَ أَنَّهُ مُسْلِمٌ مَنْ إِذَا حَدَّثَ کَذَبَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ؛ که په چا کې درې (عادتونه) وي، نو هغه منافق دی، که څه هم روژه ونیسي، لمونځ کوي او ګمان وکړی چې هغه هم مسلمان دی:کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې وعده وکړي نو(وعده )وفا نه کوي او کله چې امانت ورکړل شي نو خیانت کوي.
– أَرْبَعٌ مَنْ کُنَّ فِیهِ کَانَ مُنَافِقًا وَمَنْ کَانَتْ فِیهِ خَلَّةٌ مِنْهُنَّ کَانَتْ فِیهِ خَلَّةٌ مِنْ نِفَاقٍ حَتَّى یَدَعَهَا إِذَا حَدَّثَ کَذَبَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ.که په چا کې څلور (عادتونه) وي، هغه منافق دی،او په چا کې چې له دغو خصلتونو او عادتونو څخه یوه هم وي، په هغه کې د نفاق یوه خصلت ده، تر څو چې یې پریږدي:
کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې وعده وکړي هغه ماتوي،او كله چې تړون وكړي نو خيانت كوي او تړون ماتوي،او کله چې هغه ښکیل شي نو هغه به فحشا او لعنت سپکاوی کاروي.د احادیثو په دې طبقه کې کومه ستونزه نشته، خو په معنی کي د مفسرینو په منځ کې یې اختلاف دی.
د اکثرو رأی او نظر دا دی چې دا د نفاق ځانګړنې او خصلتونه دي او څوک چې دا خصلتونه ولري هغه په دې خصلتونو کې د منافقانو سره ورته دی؛
د مثال په توګه، موږ د یوسف په وروڼو کې دغه درې صفات ګورو.دوی هم خپل پلار ته دروغ وویل، په خپله وعدو یې وفا و نه کړه او د یعقوب علیه السلام په امانت کې یې خیانت وکړ، خو منافقان نه شول او الله تعالی دوی ته په هیڅ ځای کې منافق ټوګه خطاب کړی نه ده.د پخوا زمانو ډېرو علماوو هم ليدلي چې دا خصلتونه په يوه مسلمان کې ليدل کېدل چه د هغه په مسلمانی کي هیڅ شک نه در درلودل.
له همدې امله ائمو امامانو دې نتيجې ته رسيدلي دي چې كه څوك په اخپل ژبه قول او عمل په اخلاص سره داخپل مسلمانۍ ثابت كړي ده او دا اعمال ترسره کړي،دا د سیکولرشوی په کټګورۍ ډله کې هم شامل شوی نه دی،هغه د منافقینو او سیکولرشوي څخه نشي ګڼل کیدی.یا هغه له منافق وګڼئ او نه هغه تکفر کیږي بلکي، داسي مسلمان ګناهکار او خطا کاره دی.
کله داسې ویل کیږي چې یو څوک همغه ورته څلور خصلتونه ولري«كان مُنافِقاً خَالِصاً»،يعنې د همدغو صفتونو او ځانګړنو له امله هغه له منافقانو سره ډېر مشابهت کوي،هغه ځان د منافق په څیر جوړ کړی دی.
اوس نو ولې موږ د سیکولرشوي او منافقینو کټګورۍ ته ټول ته په یو شان سترګو ګورو؟
لومړی دا چې موږ نه پوهیږو چې اصلي سیکولریست او اصلي کافر څوک دی؟
دوهم دا چې دا خلک په داسې ډله کې دي چې دا صفات د هر چا په منځ کې سره شریک دي او هر یو له دغو صفاتو څخه یو څه لري یا ځینې دا ټول صفات لري.خو دا کسان د یوې ډلې، حرکت او ګوند په څیر عمل کوي او د نورو په وړاندې هیڅ نه کوي چې ډیر ناخوښه صفتونه لري او د دوی سره د دوی په پلانونو کې برخه اخلي.د دوی چوپتیا او د خلکو په جمع کې ورسره ملګرتيا،دا د رضایت او راټولدو معنی لري،يعنې دا د همغه برخه راغونډول او ډله کیدل دي.