تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(40)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(40)
دا ټکی چې د جهل عذر په اړه ویل کیدای شي، د دین ویش او تقسیم ولدي په اصولو او فروعو باندې، او ځینې خلک غواړي ووایي چې په اصولو کې عذر نشته، خو په فروعو کې عذر شته.
اولاً، دا ډول ویش (چې وایي دین په اصولو او فروعو ویشل شوی) په قرآن او صحیح سنت کې هېڅ بنیاد نه لري. نو دا خبره ستاسو لپاره ډاډ ورکړي چې داسې تقسیم د اسلام په بنسټیزو سرچینو کې موجود نه دی.
او داسې علماء لکه ابن قیم او ابن تیمیه رحمهما الله په دې اړه ویلي دي چې دا ویش (اصولو او فروعو ته) د صحابه کرامو له عصر دورې وروسته رامنځته شوی دی.له همدې امله موږ وینو چې هغه کسان چې په دې تقسیم ویش باور لري، د دین تر ټولو لوی اصول لکه لمونځ چې د دین له ستنو څخه دی، د فروعو په توګه ګڼي. همدارنګه د سلفو تر منځ د اختلاف لرونکو اعتقادي مسایلو په اړه هم دا تقسیم ویش کوي او دا مسایل د فروعو په توګه حسابوي.
موږ وایو: که ستاسو مقصد له اصولو څخه عقیدوي مسایل وي، نو ټول دین اصول دي! ځکه موږ نه شو کولای چې مالي یا بدني عبادتونه ترسره کړو تر څو چې په دې باور ولرو چې دا مشروع دي؛
او باید مخکې له عمله، عقیده شتون ولري؛ که داسې باور موجود نه وي، د الله عبادت به د عمل په وسیله سم ترسره نه شي. وګورئ! دا هم د دغو ستر علماو دیګاه دی په دې مسأله کې.
نو، دا تقسيمول ویش په اصولو او فروعو باندې هېڅ اساس بنسټ په قرآن او سنت کې نه لري.
په دې صورت کې، د جهل عذر (عذر په ناپوهۍ باندې) یعنې د ناپوهۍ منل په ټول دین کې، نه یوازې په یوه برخه کې. او هغه مسایل چې څرګند او روښانه دي، یعنې هغه مسایل چې مخکې له مخکې “د شخص لپاره” څرګند او روښانه شوي وي، نه دا چې یوازې په شریعت کې څرګند او واضح بیان شوي وي؛او یا دا چې د نورو لپاره څرګند او روښانه وي. له همدې امله، باید د یو مسلمان لپاره دا مسایل څرګند او روښانه کړو، او کله چې موږ دا مسایل روښانه او څرګند کړل، بیا د مجرم شخص په اړه د دې مرحلو په طی کولو سره حکم صادروو.
که یو مسلمان حاضر نه وي چې د شرعي لارو څخه خپله ناپوهي رفعه کړي او اجازه ورنه کړي چې څوک ورته مسایل څرګند او روښانه کړي، نو څه پېښېږي؟
په دې حالت کې، داسې کس د هغه زده کوونکي په څېر دی چې پرته له کوم جدي دلیل څخه ټولګي ته حاضر شوی نه دی، له نورو وروسته پاتې شوی، او طبیعي ده چې په ازموینه کې به یې هم ناکامي وي.
دغه کس هېڅ عذر نه لري، ځکه ټول امکانات ورته برابر وو، خو «د خپلې خوښې» له مخې ټولګي ته حاضر شوی نه دی او «د خپلې خوښې» ځان له زده کړې، پرمختګ او لوړو ټولګیو څخه محروم کړی دی.
په همدې توګه، هغه مسلمانان چې مرتد کېږي او ځانونه د درېو لویو کافرانو ډلې (د اهل کتاب کفار، منتسب په اهل کتاب کفارو، او ک مشرک او سکولار کفارو) برخه ګڼي او ځانونه د دوی له ډلې ګڼي،
دې کسانو هم هېڅ عذر نه لري، ځکه عذر په ناپوهي کې یوازې د مسلمانانو لپاره دی، نه د کافرانو لپاره. دا یوه ځانګړې امتيازه ده چې یوازې مسلمانانو ته ځانګړې ده، نه کافرانو ته. په هر حال، که یو مسلمان داسې معتبره ناپوهي ولري، نو دغه ناپوهي به د تکفیر مخنیوی وکړي او حکم به ترې لېرې شي .

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(39)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(39)

بیهقي او عبدالرزاق رحمهما الله لیکلي دي چې:
عمر بن خطاب رضی الله عنه په شام کې د یوه سړي عذر قبول کړ چې ادعا یې کوله چې د زنا په تحریم باندې نه پوهېده.هغه زنا کړی و، خو دا یې ادعا کوله چې د زنا په حراموالي نه پوهېده. عمر بن خطاب رضی الله عنه د هغه د جهل عذر قبول کړ.دغه ډول د عمر بن خطاب او عثمان رضی الله عنهما نه هم روایت شوی دی چې دوی د یوې غیر عرب جاريې عذر قبول کړ چې په دارالاسلام کې یې زنا کړې وه او ادعا یې کوله چې د زنا د تحریم حکم نه پوهېده.
سبحان الله، که د صحابه کرامو په عصر کې، چې په هغوی کې د اسلام سابقون الاولون وو او اسلامي حکومت د هغوی په لاس کې ټينګ و، داسې خلک پیدا کېدل چې د داسې څرګندو او ښکاره احکامو لکه د زنا د حرمت په اړه جهل او بې خبري درلوده، او د هغوی عذر د جهل په دلیل منل کېده.
په زموږ په عصر کې چې اسلامي حکومت شتون نلري او د قرنونو پیړو راهیسې منافقین او بېلارې کوونکي د ټولنې واک په لاس کې اخیستی دی، نو معلومه خبره ده چې د خلکو په منځ کې د جهل او بې خبرۍ اندازه به څومره زیاته وي. او دا جهل یوازې د زنا په اړه نه دی، بلکې د الله شریعت په ټولو چارو کې دی.
په هر حال، که یو څوک د داسې مجرمانه کار په اړه چې هغه د ارتداد تر کچې رسوي، د جهالت معتبر دلیل ولري، همدغه معتبر جهل د هغه لپاره عذر، بهانه او دلیل ګرځي چې هغه د ارتداد له تور څخه تبرئه کوي او خلاصوي
او همدغه معتبر جهل د دې سبب کېږي چې د هغه د ایمان په زیان رسولو کې خنډ جوړ شي او د هغه پر ضد د حکم صادرولو او تکفیر کولو مخه ونیسي، او دا توپیر نه کوي چې دا مسأله د شریعت الله په کومه برخه پورې اړه لري.
معتبر جهل د ټول شریعت په اړه جاري دی، په ځانګړي ډول په عقیده کې. ځکه چې عقیده نه په تقلید سره اخیستل کېږي او نه په میراث کې ترلاسه کېږي، بلکې انسان باید دا په خپله د تحقیق او پلټنې له لارې، د تجربې او تېروتنې په مسیر کې، او د جهل نه د علم پر لور په تدریجي توګه ترلاسه کړي.
همدغه حرکت چې له جهالته د علم پر لور، له کفره د ایمان پر لور، او له کافرو ټولنې د اسلام پر لور روانه وي، هغه ده چې د الله له نظره پرمختګ او شاته پاتې کېدل معنا او مفهوم ورکوي:
«لِمَنْ شاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ».په هغه صورت کې چې پرمختګ شتون ولري، شاته پاتې کېدل او بېرته تګ څرګند او معلومېږي.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(38)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(38)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(38)

اوس، ځینې شرعي احکام داسې دي چې ټولو ته واضح او روښانه دي او استثنايي حالتونه پکې نشته،فعلاً کولای شو ووایو چې هغه ټول کسان چې د هغوی مسلمان والی په مجمل صورت عمومي ډول ثابت شوی، امکان نلري چې د دغو احکامو په اړه بې خبري ولري.
لکه مثال، ټول پوهېږي چې لمونځ فرض دی، روژه فرض ده، او حج او زکات هم فرض دي.
ځکه چې دغه موارد ټولو ته روښانه او څرګند شوي دي، که چېرې څوک وویني چې لمونځ نه کوي او ورته ووایي ولې لمونځ نه کوې؟ که هغه کس ځواب ورکړي چې زه نه پوهېدم چې لمونځ فرض دی، موږ د دغه دلیل او عذر نه منو او وایو د هغه کس جهل او ناپوهې نا معتبر دی.
خو، مخکې مو وویل چې نورې هم داسې مسایل شته چې خلک یې په یوه ټولنه کې علم او پوهاوی لري او د دغو مسایلو حکم ټولو ته څرګند او روښانه شوی وي،البته،
خو کېدای شي دغه احکام نورو ټولنو لپاره روښانه او څرګند نه وي، یا حتی کېدای شي په یوه ځانګړي ټولنه او سیمه کې ځینې احکام د ځینو کسانو لپاره روښانه وي، خو نور کسان هم شتون ولري چې د همدې احکامو په اړه پوهاوی او علم ونه لري او دغه احکام ورته روښانه او څرګند نه وي.په دې صورت کې، معیار دا دی چې حق او حکم د دغه شخص اخپل لپاره روښانه او څرګند وي، نه دا چې د نورو لپاره روښانه او څرګند وي.
موږ ټولو سره داسې پېښه شوې ده، کېدای شي ستاسو سره هم ډېر ځل شوې وي چې څوک یو خبر راولي او تاسو یې نه وي خبر، بیا په تعجب وپوښتئ چې ټول خبر دي، ته څنګه بې خبره یې؟ داسې پېښه تاسو سره نه ده شوې؟ شوې ده، خامخا شوې ده.
کېدای شي دغه کس ته د سمې لارې نه معلومات نه وي رسېدلي او غلطو لارو ورته معلومات ورکړل شوي وي.
یو مثال چې زموږ له ملګرو څخه یو تن په یوې خبرې کې یاد کړ، د مرتدینو د اوجالان د کارګرانو ګوند (د کردانو اوسنی مسیلمه کذاب) او د کردستان د پش مرګو جګړه وه چې د مسلمانانو پر وړاندې پیل شوې وه. دا پوښتنه راپورته شوه چې دا جګړه چا پیل کړه؟ زموږ دوست لا هم په دې باور و چې جګړه د مسلمانانو له خوا پر موږ پیل شوې، په داسې حال کې چې ټول اسناد او شواهد ښیي چې پیل کوونکي،دا همدغه مرتد سیکولرستان وو چې پر مسلمانانو جګړه تحمیل کړه او د همدې قاعدې پر بنسټ چې «ولا یزالون یقاتلونکم حتی یردکم عن دینکم إن استطاعوا» «او هغوی به تل له تاسو سره جګړه کوي تر څو تاسو له خپل دین څخه واړوي که یې وکړای شي» – په عراق، سوریه او ټولو هغو سیمو کې چې دوی فعالیت درلود او لري، جګړه پیل او پر مسلمانانو یې تحمیل کړه. زموږ دوست له دې حقیقت بې خبره و او نه پوهېده.
ځکه چې د مرتدینو او منافقینو د سیکولري رسنیو ټولې چینلونه شپه او ورځ دروغ په دې خلکو کې ځای پر ځای کول او دا بېچاره له حق ناخبره و، هغه حق چې د نن ورځ دی،هغه حق چې د نن ورځ دی، هغه حق چې پکې د مسلمان وینه بې ځایه توییږي او د یو مسلمان د وینې په اړه خبره کېږي چې آیا په حق توی شوې او که په ناحقه.د یو مسلمان د وینې خبره کېږي، د یو مسلمان د آبرو او دین خبره کېږي، خو زموږ دوست بې خبره و.

نو معیار دا دی چې دغه مسئله یا حکم باید د خپل شخص لپاره واضح او څرګند شوی وي، نه دا چې یوازې د هغه د نیکونو، یا د نورو خلکو په بل هېواد کې، یا حتی د نورو کسانو لپاره چې په هغه ټولنه کې ژوند کوي، واضح او روښانه وي.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(37)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(37)

هو، واضح او امر دی چې په هر دوره کې باید داسې کسان وي چې د شریعت د پوهې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي، هجرت وکړي، او دغه پوهه خپلو خلکو ته ورسوي او آګاهۍ ورکړي:
«وَما كانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْيَحْذَرُونَ» (توبه/122)،
دغه دعوت کوونکې ډله باید د دین فقه زده کړي، او بیا دغه آګاهۍ په خپل قوم او په هغه ژبه چې خلک یې پوهیږي، ور ورسوي:
«بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ». ډېر مهمه ده چې د همغی قوم په ژبه خلکو ته دین څرګند کړي، د هغوی کلتور ته په کتو، په داسې ژبه چې خلک پرې پوهېږي «بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ» ، هغوی ته روښانه او واضح کړي، او په اصطلاح دین خپلو خلکو ته «مجدداً» «بیا» وړاندې کړي تر څو د خلکو ناپوهۍ په دې ډول له منځه یوسي. دا یوه حقیقي خبره ده.

ښه، اوس کېدای شي وپوښتل شي چې دغه ناپوهې څه شی ده چې باید له منځه یوړل شي، او که له منځه لاړه نه شي، د تکفیر د خنډونو له جملې څخه ګڼل کېږي؟ اهلِ فن (کارپوهانو) د مسلمانانو لپاره ناپوهې دوه برخې کړي دي:

• جهل معتبر: یعنې مسلمان کس د کوم کار د ترسره کولو نه مخکې «پوهاوی او علم» نه درلود. پام وکړئ، یعنې مسلمان کس د دې کار د کولو نه مخکې «علم او پوهاوی» نه درلود او همدا ورته جهل معتبر وايي.
• جهل غیر معتبر: یعنې مسلمان کس وروسته له «پوهاوي او علم» یوه کار ترسره کړی دی. هغه کار چې ترسره شوی د «پوهاوي او علم» نه وروسته دی، له همدې امله دغه جهل غیر معتبر دی او موږ نشو کولی د هغه جهل ومنو.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(36)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(36)

کله چې یو کس د کتاب، سنت او اجماع پر اساس کفر ته مبتلا کېږي،ایمان د داسې شخص د شک او ګومان، او د افرادو د هوس پر بنسټ نه باطلېږي،او هېڅوک نه شي کولای هر مسلمان ته د کافر لقب تحمیل کړي، په داسې حال کې چې د دغه شخص په حق کې د جرم د ثبوت پروسه، د تکفیر شرايط او خنډونه نه دي پلي شوي.
لکه هغه څوک چې په کفر، شرک او بدعت کې لوی شوی وي او اوس له دې مصیبت څخه خلاص شوی، خو لا هم د جهل ناپوهۍ له سفر څخه د پوهې په لور روان دی.
– خو، لا هم لکه ابوذر رضي الله عنه يا د اوسني مسلمان زاده نسل کې، د جاهلیت پاتې شونې پکې پاتې دي او بايد په تدريجي ډول پاکې شي.
– یا لکه هغه څوک په شان چې په دښته، بنډارونو او لرې پرتو غرونو کې چې له پاکې عقیدې لیرې وي، لوی شوی وي.
– یا لکه هغه څوک چې خبره اوري، باور نه لري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ده، او د بې اعتمادي په دلیلونو لکه د ویونکي بې باورۍ او نورو له امله یې انکاروي.

– یا نور موارد چې موجود دي او موږ په تېرو درسونو کې ورته اشاره کړې ده.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب هم، چې تازه له شرک او کفر څخه خلاص شوي وو او د اسلام د لومړۍ نسل برخه ګڼل کېدل،په ډېرو مواردو کې به شکمن وو، او خپل شکونه به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پوښتنې له لارې، چې د ناپوهۍ او ستونزو اصلي سرچینه وه، له منځه وړل،یا به په ستر عقیدتي او عملي خطاګانو کې واقع کېدل، خو بیا به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په رجوع کولو سره اقامهٔ حجت کېدله او اصلاح به کېدله.
د اقامهٔ حجت مقصد دا دی چې د قرآن، سنت او اجماع شرعي نصوص د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شرعي طریقه، هغه شخص ته ورسول شي چې د حجت منلو وړتیا (شرایط) ولري.

یعنې د څرګندو دلیلونو او شواهدو په وسیله، هغه نااشنا موضوعات د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه شخص ته وپیژنو، معرفي یې کړو او ورته روښانه کړو،په داسې ډول دا موضوعات وپیژنو، معرفي یې کړو او ورته روښانه کړو چې څنګه یو څوک کولی شي خپل کورنۍ او نژدې خپلوان له نورو بیگانه کسانو څخه وپیژني.په همدغه ډول حق ورته روښانه او د پیژندلو وړ شي:«يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ»،په همدغه طریقه وکولای شي چې شرعي حکم له باطله وپیژني.

په دې لارښوونه کې، موږ اوس مهال د ټولو مسلمانانو لپاره یو متحد تعلیمي سیسټم نه لرو،په همدې دلیل کېدای شي یو څوک دې کچې ته د پوهې رسېدلی وي او بل نه وي رسېدلی.
یا په کوم ځای کې دا پوهه د رباني علماوو او ځانګړو شرایطو د خبرتیا له امله رسېدلې وي، او په بل ځای کې بیا د سوء او بدو علماوو، غلطو چینلونو یا د هېڅ علما د نه شتون له امله دغه حق رسېدلی نه وي.
دا هم دلیل نشی کیدی چې ځکه د دوی پخوا خلکو ته رسیدلی دی، نو د دې خلکو لپاره هم کافایت کوي. هېڅ داسې نه ده، بالکل نه ده. که داسې وای، نو د دین تبلیغ باید بند شوی وای او دین به یو میراثی شی شوی وای، او د فقیه، مجتهد او اهلِ فن نوم او د هغوی کار به خپل معنی او اهمیت له لاسه ورکړی وای.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(35)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(35)

دقت او پاملرنه وکړئ دوستانو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عصر مسلمانان هم د دین له عمومي اصولو په منلو او تسلیمېدو سره په تدریجي ډول د عقیدې او احکامو جزئیاتو سره آشنا کېدل، حتی په دې برخه کې هم دوی ځینې لویې تېروتنې کولې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا او وروسته د اسلامي حکومت او د هغه د واکمن شورا له خوا اصلاح کېدې.

نو، په عقیده او نورو مواردو کې د خطا او تېروتنې شتون تر هغه وخته پورې چې شخص ته څرګند، معلوم او بشپړ روښانه نه وي، یوه ناڅاري مسئله ده.
یعنې په هره موضوع کې مسلمان ممکن تېروتنه او انحراف وکړي، په ځانګړې توګه په عقیده کې چې تقليدي نه دی، بلکې شخص باید خپله څېړنه وکړي او په تحقیقي توګه هغته ورسېږي.
نو، دا چې تصور وکړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څوک چې مسلمان کیدل به سمدستي به يې کښېناول او د عقیدې ټولې ژورې زده کړې به ورته ورکولې، دا یوه ناسم تصور دی. بلکه، صحابه په تدریجي ډول دې پوهاوي ته رسيدل، حتی که هغه په هره برخه کې وې.
په دې صورت کې، په ټولو عباداتي چارو کې د مسلمان د ناپوهۍ “عذر به جهل” عذر شته، چې په دې کې د عقیدې، توحید او شرک مسایل هم شامل دي.
او یا د فقهی احکامو په ثابتو مسایلو کې هم دا خبره صدق کوي، او د مسلمان لپاره تېروتنه او ناپوهۍ بیا هم تېروتنه او ناپوهۍ ده، چې لوی او کوچنی توپیر نه کوي.

یو بل ټکی چې باید سلګونه ځله تکرار شي تر څو د کلتور برخه وګرځي او ورته پاملرنه وشي، دا دی چې د شک او شبهې پر بنیاد څوک کافر نه ګڼل کېږي او حد پرې نه لګېږي، هغه څوک چې د هغه مسلمان والی په یقین سره ثابت شوی وي، یعنې ته باوري چې دغه شخص مسلمان دی؛
په دې صورت سره، ته نشې کولای د شک، شبهې او احتمال پر بنسټ د هغه د مسلمانۍ نوم واخلي او هغه د کفارو له ډلې وشمېرې.«مَن دخلَ في الإسلام بيَقين فلا يُخرَج مِنه إلا بيقين» یا «مَنْ ثَبَتَ لَهُ عَقْد الْإِسْلَام بِيَقِينٍ لَمْ يَخْرُج مِنْهُ إِلَّا بِيَقِينٍ». یعنې یوازې په دلیل او یقین سره ته کولای شې یو څوک له اسلامه وباسې؛ یقین ډېر مهم دی. همدارنګه لکه څنګه چې د دلیل او یقین پر اساس کافر اسلام ته داخلېږي او مسلمان کېږي، دغه خبره هم د دلیل او یقین له مخې ثابتېږي.

ته باید د یو مسلمان د اسلام له دایرې څخه د ویستلو لپاره لومړی دلیل او یقین ولرې، او بیا د دغه یقین په اساس هغه وباسې،او د دې لپاره چې یو کافر هم د اسلام د دایرې ته داخل کړې، بیا هم باید دلیل او یقین ولرې.
دا تېروتنه ده چې ډېر دوستان کوي، لومړی چا ته وايي کافر دی، بيا د دې لپاره دليل لټوي چې ولې کافر دی.دا تېروتنه ده چې لومړی یو کافر ته ووایې مسلمان دی، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې،یا یو مسلمان ته ووایې کافر دی، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې.
د مسلمان تکفیر کول یعنی د مسلمان وژنه.«إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ فهو کقتله».
آیا دا معقول ده چې لومړی د شک، شبهې او احتمال پر اساس یو مسلمان ووژنې، بیا د دې لپاره دلیل ولټوې چې آیا هغه کس چې مې وژلی واقعاً ګناهکار وه که نه؟ آیا هغه مستحق د قتل او اعدام وه که نه؟ دا کار د یو نورماله انسان نه دی.

د یو نورماله انسان کار دا دی چې لومړی دلایل او شواهد وڅېړي،او د جرم د یقيني ثبوت وروسته، حکم تثبیت کړي او بیا حکم صادر کړي،او په وروستي پړاو کې باید د حکم د تطبیق لپاره د تطبیق اړوند څانګو ته مراجعه وکړي.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(34)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(34) اجاز راکړئ چې په ګډه مخکې لاړ شو او ځواب په ګډه ومومو:
موږ پوهېږو چې د وروستي رسول له راتګ وروسته او د قرآن د نزول وروسته، ټول غیر مسلمانان
موږ دوی د کافرانو په ټولنه کې حسابوو.
اوس که یو کافر د اهلِ کتاب ، یا یو منتصب په اهلِ کتاب کافر ، یا یو مشرک کافر ؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم راتګ او د قرآن نازول د هغوی لپاره د حجت اقامه ګڼل کېږي،او د تکفیر د شرایطو، د تکفیر د موانعو او نورو مرحلو پرته، موږ هغوی په هماغه ډله کې شاملوو چې کفاران پکې دي، هغوی کافر ګڼو او ورته د «د کفارو ټولنه» وایو.قرآن وايي چې کافران جاهل ناپوه دي او جهالت ناپوهۍ لري، خو د هغوی ناپوهۍ دې ته مانع نه ده چې موږ هغوی ته «کافر» ونه ووایو.کله چې پر دې کسانو د «کافر» کلمه تطبیق کوو، د عالمانو او مقلدینو تر منځ هېڅ توپیر نشته. ټول د کفارو په یوې ټولنې کې شامل دي چې دوی پخپله ځانونه له هغې سره پېژني.
او په اصطلاح ورته د کفر ټولنه یا د کافرو ټولنه وایو.
مثلاً یو وايي «زه نصراني یم»، یا یو وايي «زه یهودی یم»، یا یو وايي «زه سکولار یم»؛
په دې حالت کې، موږ هم د دوی عالمان او هم مقلدین د هماغې ډلې کفارو په ټولګه کې شمېرؤ—هغه ډلې چې دوی پخپله پرې شهادت ورکړی «شَهِدُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ»—او موږ هم د دوی د خپل اعتراف پر بنسټ، د هېچا لپاره هېڅ عذر نه منو.
ځکه چې موږ په مطلق ډول نه پوهېږو چې د دغو کسانو په منځ کې اصلي کافر څوک دی او چا یې مقلدین او پلویان دي، او همدارنګه نه پوهېږو چې څوک به هېڅکله ایمان ونه مني او څوک کېدای شي وروسته ایمان راوړي.
نو، د دوی د خپل شهادت «شَهِدُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ» پر بنسټ، موږ هم د دوی لپاره هېڅ عذر قائل نه یو.
دا چې ولې کفارو ته عذر نه شته او د أهلِ فتره ځای په دنیا او قیامت کې څنګه دی، موږ په «عذر د جهل» په کتاب کې په تفصیل سره بحث کړی دی؛ هغه دوستان چې د نورې مطالعې هیلمن دي، کولای شي دې کتاب ته مراجعه وکړي. خو هغه څوک چې په عمومي «مجمل» او «کلی» ډول یې اسلام منلی وي او د مسلمانانو په دایره کې داخل شوی وي، خو د ځینو سببونو له امله د اسلام سره اړوند هره موضوع کې تېروتنې کوي، داسې مسلمان ځانګړي امتیازات لري، او که جرم یې په دریم او څلورم پړاو کې ثابت شي، نو باید د تکفیر شروط او موانع د دغه کس په اړه په دقت سره رعایت شي.
او باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه ورته د نبوي حجت اقامه وشي، یعني صحیح دلیل باید په څرګنده، روښانه او بې له کوم شک یا ابهام ورته ورسیږي.مهمه خبره دا ده چې دلیل او حجت باید په هغه ژبه ورته ورسول شي چې هغه پرې پوهېږي او تشخیص کولی شي چې ته څه وایې. اوس، دا هم مهمه ده چې دا دلیل او حجت کله ورته رسېږي؛ کېدای شي یو څوک چې یوه تېروتنه وکړه، سمدستي یې تېروتنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري یا د اسلامي حکومت له اړوندو ادارو څخه روښانه او اصلاح شي،او کېدای شي د اسلامي حکومت، د هغه تابع ادارو او د رباني عالمانو د نشتوالي له امله، دا دلیل ډېر ناوخته ورته ورسېږي، یا آن هم کېدای شي چې داسې یو مسلمان د همدې تېروتنو او خطاوو سره مړ شي؛ خو بیا هم دا کس مسلمان ګڼل کېږي.که څه هم چې د هغه خطا هر ډول او هر قدر لویه وي،
بیا هم هغه مسلمان ګڼل کېږي.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(33)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(33)

شک نشته، لکه څرنګه چې ځینې مسلمانان د منافقینو په ناروغۍ اخته کېږي، او اسلام د همدې آلوده شویو مسلمانانو له امله منافقین د مسلمانانو له ډلې شمېرې.په همدې ډول، ځینې مسلمانان کېدای شي د ځینو عواملو له امله داسې وینا یا عمل ترسره کړي چې د کفارو ځانګړتیا وي؛ نو په دې حالت کې څه باید وشي؟ په همدې توګه، ځینې مسلمانان کېدای شي د ځینو سببونو له امله داسې خبرې یا عمل وکړي چې یوازې د کفارو ځانګړنه وي؛ نو په داسې حالت کې باید څه وشي؟

موږ پوهېږو چې هر مسلمان، کله چې د تکلیف سن ته ورسېږي او شرعي مکلف شي، باید خپل عقیدې په تدریجي ډول او د تحقیق له لارې زده کړي او پرمختګ وکړي. دا پرمختګ چې له ناپوهۍ څخه تر پوهاوي، او له جهالت څخه تر اسلام رسېږي، نه شي کېدای چې ارثي یا تقلیدي وي.
ځکه که چېرې دا عقیده ارثي وای، نو بیا به هېڅ حرکت او بدلون نه وای، او انسان به دا عقیده لکه د قد، د پوستکي رنګ او نورو نژادي ځانګړنو غوندې له مور په نس کې له ځان سره دنیا ته راوړي.

خو موږ ټول پوهېږو چې دا ډول نه ده. له همدې امله، د ډېرو علماوو په اند د ارتداد او بیرته ګرځېدو خبره یوازې د هغه چا په اړه مطرح کېږي چې مخکې حرکت کړی وي، اسلام یې په تحقیقي ډول منلی وي، نه دا چې په تقلیدي او ارثي بڼه مسلمان شوی وي.
ځکه موږ ټول پوهېږو چې ډېر مسلمانان خپل اسلام په ارثي او تقلیدي بڼه ترلاسه کړی، او ډېر ځله داسې څه ورته د اسلام په نامه ورزده شوي وي چې اصلاً اسلام نه دي.
دا خو یو داسې ګډوډ ترکیب دی، چې اسلام پکې له سلګونو خرافاتو سره مخلوط شوی دی. اوس نو پوښتنه دا ده: آیا باید دا ناروغان او بې‌وزله خلک ووژل شي؟ د مرګ حکم پرې صادر شي او تکفیر شی او کافر وګڼل شي؟ که نه، باید د درملنې لپاره روغتونونه، او د فقر او بېچارګۍ د له منځه وړلو لارې ولټول شي؟

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(32)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او  له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(32)

که حکومت اسلامي وي او داسې امنیت تأمین کړي چې یو شخص وکولای شي پرته له وېرې خپل مسیر ته دوام ورکړي، او ډاډه وي چې که تېروتنه وکړي، نو داسې کسان شته چې په دلسوزۍ سره به ورسره مرسته کوي او هیڅکله به هغته توهین نه کوي،
او د لارې په دوام کې ورسره مرسته کوي، او د هغه تېروتنه په ښودلو سره هغه هڅوي او تشوقوی،ټولنه ورځ تر بلې پرمختګ کوي، او ورځ تر بلې په دې ټولنه کې زیات ثابت قدمه مؤمنین رامنځته کېږي.
خو که داسې فضا موجود نه وي او مسلمانان د خپلو غلطی او تېروتنو له امله تکفیر شي (یعنې په حقیقت کې ووژل شي)، نو بیا ویره پر انسان غالبېږي او د مخکې تګ جرئت نه کوي.ځکه چې هغه وېرېږي چې د تېروتنې له امله یې وژني. له همدې امله اسلام او عقیده له تحقیقي او علمي حالت څخه ارثي او تقليدي اسلام ته بدل کېږي، او جاهليت هېڅکله له منځه نه ځي، ولې؟ ځکه چې شک او ګمان حاکم دی نه یقین: «إِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئًا». هغه څه چې د سلګونو کلونو راهیسې په مسلمانو سیمو کې یې شاهد یو.
اوس تاسو ووایاست، څوک دي چې د دې حالت سره راضي دي او له داسې حالت څخه ملاتړ کوي؟ او د دې حالت دوام د چا په ګټه دی؟ همدا اوس دوه قشره دي چې د دې وضعیت د ساتلو لپاره هڅه کوي، او کوښښ کوي چې دا حالت همداسې پاتې شي؛ خواسته یا ناخواسته په خوښه یا ناخوښه.

یوه ډله طاغوتونه، طاغوتي حکومتونه، فاسد علما، منافقان او سکولر زده کسان دي چې په داسې سیستمونو کې لکه خطرناک میکروبونه خپل ژوند ته دوام ورکوي،
او هر ډول هڅه، توحیدي علم او بیداري د خپل ځان په زیان ګڼي، او د ډول ډول رواني او تبلیغاتي جګړو په پیلولو، د مختلفو شبهاتو په خپرولو، او د هر رنګه ګواښونو په ایجادولو سره یې مخه نیسي — هغه هم څه ډول ګواښونه:
“د بند، شکنجې، تبعید او حتی اعدام ګواښونه هڅه کوي چې له دې جهالت او موجوده حالت څخه ساتنه وکړي، او څوک جرات ونه لري چې له دې حالت ځان وباسي.
ځان ته د وتلو او اعتراض جرأت ور نه‌کړي، او د «نه» ویلو جرأت هم و نه‌لري.
بله ډله هم داسې مسلمانان دي چې ناخوښه ډول د دې موجود حالت ساتنه کوي.
دغه ډله مسلمانان که څه هم د موجوده وضعیت د بدلولو او د مسلمانانو د ویښولو هڅې کوي، خو ځکه چې د شرعي بیدارۍ لارې چارې نه پېژني، نو پر ناپوهه اهل قبله خلکو باندې بې‌مورد سختي، تاوتریخوالی او تندی ښيي.
خو هغوی بیا داسې فضا رامنځته کړې چې یو وار بیا ویره پر مسلمانانو حاکمه شوې، او څوک جرأت نه‌شي کولای چې د دوی د توندې ژبې له تېغه څخه یو ګام هم مخکې لاړ شي.ځکه چې دغه زموږ دوستان سمدستي تکفیر ته لاس اچوي، او عملاً د دوی د وژلو، بلکې د دوی د مړو نیکونو د وژلو فتوی هم ورکوي. په حقیقت کې، د دواړو ډلو ـ یعنې د طاغوت د ډلې او د هغو جاهلو مخالفینو چې د طاغوت پر ضد دي ـ پايله په دې برخه کې د مسلمانانو لپاره یوه ده.
د وېرې او وحشت رامنځته کول، د مخکې تګ او د هغو مسلمانانو د ویښېدو مخنیوی چې د طاغوتونو تر بند لاندې دي، او همداسې – که څه هم ناڅاپي او ناپوهانه، خو یو له بله سره همغږي – هره ډله په خپل ډول د مسلمانانو د جهالت نه علم ته د تګ په لاره کې خنډ ګرځي، او اجازه نه ورکوي چې مسلمانان خپلې عقیدې په یقین سره ترلاسه کړي، بلکې هغوی د شک، ګومان او تقلید خواته کشوي.

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(31)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(31)

یوه غیر مکلف انسان دې درجې ته رسوي چې درک کړي څه شی ښه دي او څه شی بد دي،بیا یو بل نسل غیر مکلف او جاهل پیدا شول، چې دوی هم باید په تدریجي او خپلواکه توګه خپل باورونه خپله ترلاسه کړي، او ورو ورو له ناپوهۍ څخه د علم او پوهې لوري ته حرکت وکړي.
او لږ تر لږه دا ده چې دوی د حکمی اسلام او یو عمومي، مجمل اسلام زده کړی دی، او بیا هم د همدې د حکمی اسلامي د پیاوړتیا په لاره کې د ډول ډول تېروتنو، تجربو او خطاوو سره مخ شي، تر څو لا ډېر علم ترلاسه کړي او هغه یقین ته ورسېږي چې الله تعالی له مسلمانانو څخه غوښتی دی.دا دوراني کړۍ همیشه په حرکت ده او هیڅکله نه ختمېږي، ځکه چې انسانان ټول په یوه عمر کې نه دي. هر ثانیه او هره دقیقه یو څوک مکلف کېږي او بل څوک زېږېږي. تاسو تر دې چې د تکلیف عمر ته ورسیږئ، د ناپوهۍ نه د علم په لور حرکت کوئ، بیا ستاسو اولادونه دغه لاره طی کوي، او بیا د اولادونو اولادونه، او تر قیامت پورې دا بهیر روان وي. له همدې امله، تر قیامت پورې د دعوت او بلنې ورکول ادامه لري.دا د مسلمانانو د ټولنې د ژوندی والی نښه ده.

دا هڅه او کوښښ د مسلمانانو د ټولنیز نظم لپاره مزاحمت نه جوړوي، بلکې هغه ژوند بخښونکی دی لکه اوبه چې رکود او سکون په کې باعث د فساد او ټولنیز ګډوډۍ کېږي.یو ژوندی ټولنه هغه ټولنه ده چې پرته له وېرې کولی شي خپل عقاید په لور د تکامل پر وړاندې یوسی، او که څوک په دې لار کې تېروتنې وکړې، ټولنه له هغه ملاتړ وکړي، له هغه سره مرسته وکړي، هغه ته لارښوونه وکړي او تېروتنې یې اصلاح شي؛او دا معنا دا لري: د امنیت تأمینول د تعلیم، زده‌کړې، او د یقین حاصلولو په پروسه کې، د عقیدې په مسئله کې او د نورو احکامو په برخه کې.