تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (10)

تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (10)

منافقین د جزيرة العرب د سیکولرانو له مرکز یعنی مکه سره اړیکه درلوده،او هلته يې په هماهنګۍ سره د مسلمانانو پر ضد خپل تخريبي پلانونه جوړول.او حتی د دوی په ملاتړ یې کارونه هم وکړل،البته دوی د مدینې له یهودانو سره هم اړیکه درلوده.خو دوی د مدینې یهودیان د یوې وسیلې په توګه وکارول، ډیری یې دوی خیانت ته هغوی هڅول،دوی له یهودانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او په پای کې یې له هماغه یهودانو سره خیانت وکړل. هماغه کار چې سیکولرانو د ټولو آسماني شریعت او اسلامي مذاهبو له پیروانو سره تر اوسه کړی دی.

په دې صورت کې د منافقینو د عقیدتی مرجع، عقیدتی سرچینه او اصلي دین سیکولریزم دی ، او ټول هغه مسلمانان چې د دوی په ډله کې بند پاتې دي او د دوی په نظرياتي او سلوکي ناروغيو کګړ شوي دي. موږ دوی ته “سیکولرزد شوي” وایو لکه سرماخوردگی او گرمازدگی پشان، دا په دې وخت کې د دوی اصلي نوم دی او دا هغه نوم دی چې مسلمانانو ته د دې توان ورکوي چې له منافقانو سره خپلې اړیکې تنظیم کړي، او د دوی له ناروغیو او مصیبتونو ځان لرې کړي او د خپل ایمان او ځان ساتنه وکړي. 

دمنافقان او د اهل کتاب کافرانو او منتصب په اهل کتابو و جود د مسلمانانو په منځ کې د مخنیوي ځواک او په ځانګړې توګه د اسلامي حکومت د واک په صورت کې دوی د واکسین پشان دی،کوم چې د کفر او انحرافاتو په وړاندې د مومنانو ایمان پیاوړی کوي.دا د مسلمانانو ایمان قوي پیاوړی کوي.
خو که مسلمانان د مخنیوي قدرت او حکومتي ځواک توان ونه لري، نو دا به د مسلمانانو د ایمان او وجود لپاره یو لوی فاجعه ناورین او تراژیدي وي. چه د مسلمانانو د ایمان او وجود لپاره تر دې لوی مصیبت ممکن نه دی کله هم شتون درلود.

پام مو وي چې منافقان او د هغوی ډله په هغو مخالفو مسلمانانو کې شامل نه دي چې د مسلمانانو شورا له غړو سره په اجتهاد او فقهي تفسیر کې اختلاف لري. په شورا کې دا اختلاف هغه برکت دی چې مسلمانان مخ په وړاندې وړي او د تفرقې او ډلو ټپلو مخه نیسي، په دې شرط چې په شورا کې وي او یو واحد اجماع ترې را منځته شي.دا ډول اختلاف توپیر یو نعمت دی، دا د پرمختګ او د نوي نظرونو راڅرګندیدو یو عامل دی،

نو، منافقان او د هغوي ډلې چې د ځان لپاره یې تنظیم کړي دي، هغوی یو جلا خوځښت او ډله ده، چې هدف یې یوازې د اسلامي حکومت او اسلامي ټولنې ویجاړول، ویشل تفرقه اچول او زیانمنول تاوان سره ول دي

د منافقینو یا سیکولرزد هو د ډلې په اړه یو بل لومړنی ټکی د دې ډلې توپیر،د مسلمانانو د تورې لښکر وجود دي چې دغه داخلي پټ کافران په خپل شاوخوا کې راټول کړی دي،او دوی په اصطلاح سیکولرزد کړي دي.
موږ پوهیږو چې الله تعالی د ښکاره کافرانو په اړه په یوه مثال کې فرمایي:
«صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ» (بقره/170)،
په همدې ډول د منافقانو په اړه فرمايي:
«صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ» (بقره/18).
هغه ښکاره کافرانو ته وویل «لاَ يَعْقِلُونَ»،
دغو ته وویل«لَا يَرْجِعُونَ».

منافقان او سیکولرزدهو کله چې ژبه، غوږونه او سترګې چې د پوهې وسیلې دي له لاسه ورکړي دي،دوی به څنګه پوه شي چې هغه لاره چې دوی د ځان لپاره غوره کړې غلطه لاره ده؟ او دوی څنګه خپل انحراف او خطا درک کولای شي؟دوی څنګه کولی شي بیرته راستانه شي؟ دوي د الله تعالی په نزد مړه انسان دي،چې په تبلیغ او نصیحت کول یادونه دوي ته هیڅ ګټه نشته:«اِنْ هُوَ اِلاَّ ذِکْرٌ وَ قُرآنٌ مُبینٌ لِیُنْذِرَ مَنْ کانَ حَیّاً وَیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْکَافِرین» (یس/69-70)،
دا (اسماني کتاب) یوازې ذکر دی او قرآن روښانه دی! هغو خلکو ته چې ژوندي دي«مَنْ کانَ حَیّاً» ،اخطار ورکول او د عذاب حکم په دوی مسلّمه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *