تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(29)

تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(29)

په دې حالت کې، قاعده دا ده، چې انسان په هر هغه څه کې جاهل او بې علمه وي، چې ارثي نه وي، فطري نه وي، او باید په دې دنیا کې یې خپله زده کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئاً وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) [النحل: ۷۸]
(الله تاسې له خپلو میندو څخه را وایستلئ، داسې حال کې چې هیڅ نه پوهېدئ، او بیا یې تاسې ته غوږ، سترګې او عقل درکړ، ترڅو شکر وباسئ.)

په دې آیت کې (لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئاً) معنی دا ده، چې تاسې هېڅ نه پوهېږئ.
لکه څنګه چې که یو څوک ادعا وکړي، چې دی پوهېږي فرښتې نر دي که ښځې، دا یو داسې ادعا ده، چې هېڅوک پرې علم نه لري. همداراز، د کفارو ټولنه هم دا نه پوهېده، او یوازې د خپلو ګومانونو پیروي یې کوله، لکه الله تعالی فرمایي:

(وَمَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِن یَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً) [النجم: ۲۸]
(او دوی له دې هیڅ علم نه لري، یواځې د ګومان پیروي کوي، او ګومان هېڅکله هم د حقیقت ځای نه شي نیولی.)

یعنې، ګومان هېڅکله د یقین ځای نه شي نیولی.

کله چې الله تعالی د سیکولرانو او مشرکینو د عقایدو په اړه خبرې کوي، بیا فرمایي چې د دوی اکثریت په خپلو عقایدو کې د شک او ګومان پیروي کوي، او دا شک او ګومان هېڅکله د یقین ځای نه شي نیولی او هیڅ ګټه نه لري:

«وَمَا یَتَّبِعُ أَکْثَرُهُمْ إِلاَّ ظَنّاً إَنَّ الظَّنَّ لاَ یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً إِنَّ اللّهَ عَلَیمٌ بِمَا یَفْعَلُونَ» (یونس: ۳۶)

اکثره مشرکان (په خپلو عقایدو کې) یوازې د شک او ګومان پیروي کوي (او یوازې د وهمونو او خرافاتو پسې ځي). شک او ګومان هېڅکله انسان له حق څخه نه شي بې‌نیازه کولی (او د یقین ځای نه نیسي او ورته هیڅ ګټه نه رسوي). بې‌شکه الله تعالی له هغو کارونو خبر دی چې دوی یې کوي.

(إِنَّ اللّهَ عَلَیمٌ بِمَا یَفْعَلُونَ)

هو! شک او ګومان هېڅکله انسان له حق او حقیقت څخه نه شي بې‌نیازه کولی: «إَنَّ الظَّنَّ لاَ یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً».

نن هم همدا حالت دی. که تاسو همدا سیکولران وګورئ، کله چې د خلقت په اړه خبرې کوي، د شک او ګومان پر بنسټ دي. د اسمان او ځمکې په اړه یې خبرې د شک او ګومان پر بنسټ دي. د تکامل په اړه یې خبرې دروغ او د شک پر اساس دي. د دوی ټول باورونه د شک او ګومان پر بنسټ ولاړ دي، حتی د دوی شکاکان د شک او ګومان پر بنسټ باور لري.

دوی د همدې شک او ګومان له لارې د مسلمانو سره د دښمنۍ اعلان کوي، او غواړي چې دغه شک او ګومان د مسلمانانو په منځ کې د یوې ارزښتمنې مفکورې په توګه خپور کړي، ترڅو مسلمانان خپل یقین د عقیدې په اړه له لاسه ورکړي.

خو کله چې الله تعالی د دې ناپوهۍ او ګمراهۍ د له‌منځه وړلو لپاره درې مهم وسایل ورکړي، لکه:

1. غوږونه (اوریدل)

2. سترګې (کتل)

3. زړونه (د تعقل، تفکر او پوهې لپاره)

الله تعالی فرمایي: «وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ»

اسلامي شریعت له هماغه پیله، په عقیده کې شک، ګومان او تقلید نه مني، بلکې یوازې یقین، تحقیق او د حق پیروي روا ګڼي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *