یووالی(اتحاد )د دین د بریالیتوب راز!

یووالی(اتحاد )د دین د بریالیتوب راز!

اجازه راکړي چې دا مسله «اتحاد »د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او د قرآن کریم د واضح آیتونو په رڼا کې مطرح کړو، تر څو د مؤمنانو لپاره «که تعلیم والا دی او که بی سواده » ملموس او نور هم روښانه شی.بإذن الله.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمای: الْأَنْبِيَاءُ إِخْوَةٌ مِنْ عَلَّاتٍ، وَأُمَّهَاتُهُمْ شَتَّى، وَدِينُهُمْ وَاحِدٌ.[1]پیغمبران د یوې کورنۍ وروڼه دي، میندې یې جلا دي او دین یې یو دی.

یعنی :«إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ»

اوس د تاریخ په اوږدو کې د تحریفونو او د نورو مشخصو لاملونو له امله بېلابېل شریعتونه لکه یهود او نصاری پاتې دي، چې د حقیقي اسلام تر څنګ د جعلي او د تاریخ تیرو توکو په توګه دوام لري، چې په سلګونو او حتی په زرګونو مواردو کې د خاتم الانبیاء  له شریعت سره په ټکر کې دي.

خو کله چې دوی د “توحید”پر محور د «وحدت» تر بار لاندې نه ورځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حکومت د ملاتړ په خاطر چې هغه یې لري، د دوی سره د “یووالی” پر مبنی تړونونه کوي.

په پیل کې باید دې مهم ټکي ته پام وکړو چې یوه”اسلامي حکومت” د کفارو له سیمه ییزو حکومتونو سره تړون کړی دی، نه له یوې ډلې او یا له مختلفو ګوندونو او جماعتونو سره او د دې تړون انحصار یوازې د یوه له دغو درې برتره «اوزارو» په اختیار کې دی نه د هغو متفرقه افرادو او ډلو په اختیار کې چې

  کله ناکله غواړي د دغو حقونو په استناد سره خپل حرکتی انحرافات او حتی د نړۍ سیکولر کفارو، سیمه ایزو او بومی ظالمانو لپاره خپل خیانتونه او غلامی توجیه کړي چې د دغې کلمې « كَلِمَةُ حَقٍّ يُرَادُ بِهَا بَاطِلٌ» مصداق ګرځيدلي.

په هر صورت :         

• رسول الله صلی الله علیه وسلم د (خپل ) حکومتی قدرت د ملاتړ په خاطر له هغو یهودانو سره متحد شوی چې: خصلتا له مومنانو سره خپل عهد او تړون ماتونکي دي./ فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ

• رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغو يهودانو سره يو ځاى شوى دى چې د خداى په آيتونو کفر کوي. / وَكُفْرِهِمْ بِآيَاتِ اللَّهِ

•   رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې د پیغمبرانو قاتلان دي/ وَقَتْلِهِمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ

• رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شوی دی چې په مریم  (علیه السلام)  باندې د زنا تورونه لګوي./ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا (نساء/156)

•  رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې وايي: موږ له نصارو سره یوځای د خدای اولاد یو. / وَ قالَتِ الْیهُودُ وَ النَّصاری نَحْنُ أَبْناءُ اللّهِ (مائده/18)

• رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې وايي: د خدای لاسونه تړل شوي دي. / وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ (مائده/64(

•   رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې وايي: الله غریب دی او موږ شتمن یو./ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ (آل عمران/181)

•  رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغو يهودانو سره يو ځاى شوى دى، چې وايي: خداى هېڅ انسان ته کتاب نه دى رالېږلى. /مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍ مِنْ شَيْءٍ (انعام/91)

•   رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغو يهودانو سره متحد شوی، چې که اړتيا شی د رسول الله ﷺ له شریعت سره د مخالفت په خاطر بت پرستۍ او طاغوت باندې هم ایمان راوړی/ یؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ

•  رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره متحد او یوځای شوی دی چې مشرک یا سیکولر کافران یې له مؤمنانو څخه زیات صالح او پرهیزګاران او پر حق هدایت موندونکي ګڼي/وَیقُولُونَ لِلَّذِینَ کفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَی مِنَ الَّذِینَ آمَنُواْ سَبِیلاً(نساء/51)

•  رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې: فکر کوي له نصاراوو سره به همدوي جنت ته ننوځي. / وَقَالُواْ لَن یَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَن کَانَ هُوداً أَوْ نَصَارَى تِلْکَ أَمَانِیُّهُمْ (بقره/111)

•  رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغو یهودانو سره متحد شو چې سود خواره دي/وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ (نساء/161)

• رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې عزیر  (علیه السلام)یې د خدای زوی ګاڼه./ وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ(توبه/30)

•  رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو یهودانو سره یو ځای شو چې د خدای ، ملائکو، پیغمبرانو، جبرائیل او میکائیل .

دښمنان دي/ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ (بقره/ 98)

•  دا د هغوی په خپلو کتابونو کې د هغو سلګونو نورو قضیو تر څنګ دي،چې مونږ له یهودانو سره اختلاف پکې لرو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغو یهودانو سره د هغه حکومت د قدرت د ملاتړ په خاطر ور سره متحد شو چې هغه درلود.

[1]بخاری ۳۴۴۲ و مسلم ۲۳۶۵

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *