تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (25)
15- د داخلي فساد په درلودلو سره، په محضی چه د حکومت ځواک له استرګو لري وونی،ټول مخلوقات که انسان وي، حیوانات او که طبیعت، له دوی د ظاهري فساد څخه خوندي نه دي:«وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ» (بقره/205)،او كله چې شاته وګرځي او پريږدي نو هڅه كوي چې په ځمكه كې فساد او هلاكت وكړي او (د انسانانو او حيواناتو) فصلونه او نسلونه تباه كړي او خداى فساد او تباهی نه خوښوي.
دا خلک په داسې حال کې چې د ژوند په هره برخه کې د قانون د ماتولو او له قانون څخه د تېښتې هڅه کوي، چې پر دوی باندې د قانون حاکمیت کمزوری وي او یا هم د مسلمانانو له خوا د څارنې واک نه وي او د وېرې ځواک نه وي چه دهغه له امله وډاریګی،د دوی له ظلم او فساد څخه هیڅ هم نه پاتې کیږي. نه ماشوم، نه ښځه، نه ګاونډی، نه د سوداګرۍ شریک، نه ملګری، نه د خلکو عزت، نه د خلکو ناموس، نه د خلکو ابرو، نه د خلکو او خپلوانو، نه د سفر ملګری، نه حیوان، نه حتی طبیعت. هیڅ مخلوق د دوی له فساد څخه خوندي نه دی، ځکه چې دوی د قانون لاس او د حکومت واک لرې ګوري او هیڅ ځواک اشتو نه لری چې دوی ویره او اطاعت وکړي.