تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (42)

تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (42)

35- دوی فرصت غوښتونکي دي. که مسلمان جګړه وګټي نو ځانونه مسلمان ګڼي او که کافر وګټي نو وايي که مو د مسلمانانو جبهه پیاوړې کړې وای او د ځوانانو او جنګیالیو مخه مو نه وای نیولې، اوس دوی په تاسو باندې بریالي شوي وو:«‏الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا‏» (نساء/141)
موږ ډېر داسې کسان وليدل چې په رسنيو کې يې اعلانونه کول چې موږ څو زره مجاهدين له سيکولار امريکا او طاغوتونو سره له جګړې منع کړي دي او د هغوی د جهاد مخه مو نيولې ده، که داسې نه وای اوس به حالات بل ډول وو.
موږ ډیری داسې ډلې او مفتیان ولیدل چې لوړ پوړو امریکايي چارواکو په رسمي او عامه توګه له دوی څخه مننه وکړه.آیا دا صفت مو د دغو خائنانو او غدارو سیکولارشوي په خبرو او چلند کې څو ځله نه دی لیدلی؟

خو له بلې خوا د مسلمانانو د وژنه او وژلو او د مسلمانانو تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو په فتوا ورکولو کې د یوې شیبې لپاره هم ځنډ نه کوي.د کفارو څه خدمت کوي، د یوې شیبې لپاره هم په هغه ځنډ نه کوي. دوی هم د مسلمانانو په وژلو او د مسلمانانو تر منځ په تفرقه هم خوشحاله کیږي.ولې؟ ځکه چې دا کار کافران خوشحاله کوي.برعکس دوی خپل عمل د اسلام د دفاع او د اسلامي ارزښتونو د دفاع په مانا ګڼي. دوی فرصت غوښتونکي دي.دا کافي ده چې وګورئ د هغه مخاطب څوک دي؟

که مسلمانان وي نو په رسنیو کې له دوی سره داسې خبرې کوي چه لکه له دوی نه بل عالم په نړۍ کي نشته، او له دوی نه بل هیڅوک د دوی د دین سره خواخوږي او مهربان اشتون نلري.او کله چې موږ د بهرنیو اشغالګرو کفارو په دفاع کې د دهغوی فتواوې په ځانګړې توګه د امریکا تر رهبری او د هغې د متحدینو سره وینو.نو وینو چې د دوی ټول اعمال په عمل کې د بهرنیو اشغالګرو کفارو او سیمه ییزو طاغوتونو په خدمت کې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *