تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (59)
کله چې منافقان او سیکولارشوي د رهبرۍ له امر څخه سرغړونه کوي، نو په حقیقت کې یې ځانونه فتنې ته اچولي دي.ځکه چې کله هرج او ګډوډي، تفرقه، بي نظمی انارشيزم، او د کفارو په لاس د مسلمانانو د ځمکو اشغال او د مسلمانانو امنیت او امن له منځه ځي.یوازې مسلمانانو ته زیان نه رسیږي.بلکې ټول اوسیدونکي زیانمن کیږي، که هغه ښکاره کافران، د اهل کتابو، منتصب په کتابو او یا هم د منافقینو او سیکولرشوي ډله.
په دې معنی چې د ټولنې عمومي نظم ګډوډول او د خلکو امنیت ته زیان رسول د داسې زلزلې سره برابر دي چې که راشي نو نه یوازې دا چې بدي به له منځه یوسي بلکې، ټول به زیانمن شي.
نو دغو خلکو لا دمخه ځانونه په فتنې کې اچولي او په فتنې کې راوتلي دي او ځانونه یې له امن او امنیت څخه بې برخې کړي دي او اراده لري چې همدغه مصیبت او بلاوي نورو ته هم ورسوي.