
تعارفي درسونه/پنځم درس: شرعي دښمن پېژندنه (4)/په شرعي ادبياتو کې د مرتد پېژندنه او مرتدین او له مرتدین ډلو سره د چلند څرنګوالی(42)
یا په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې بنده خپل رب ته توبه وباسي او د هغه لور ته را وګرځي، الله تعالی له تاسو ټولو نه زیات خوشحالېږي.
کله چې له تاسو څخه څوک په یو لرې او غیرآباد صحرا کې خپل د سورلۍ وسیله چې خواړه او څښاک ورسره دي له لاسه ورکړي، او کله چې د هغې له پیدا کولو څخه ناهیلی شي، د یوه ونې لاندې وغځېږي چې لږه استراحت وکړي،په همدې حال کې، په ناڅاپي ډول خپله سورلۍ د خپل سر تر څنګ ومومي. بیا یې افسار ونیسي او له ډېرې خوښۍ ووايي:
قَالَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ اللَّهُمَّ أَنْتَ عَبْدِی وَأَنَا رَبُّکَ أَخْطَأَ مِنْ شِدَّةِ الْفَرَحِ،دغه شخص د ډېرو خوشالیو له امله وایي: پروردګاره! ته زما بنده او زه ستا پروردګار یم. دغه شخص یوازې د ډېرو خوښیو له امله تېروتنه او اشتباه وکړه.
هیڅ شک نشته چې که څوک الله تعالی د بنده په توګه خطاب کړي، دا ښکاره کفر دی. بې له شکه که څوک په قصدي او شعوري توګه دا وکړي، دا د اسلام له دايرې څخه د وتلو سبب ګرځي، خو کله چې څوک په دې ډول له تېروتنې او غلطۍ څخه خبرې وکړي، نو د خپلې تېروتنې له امله معذور ګڼل کېږي او پرې حکم نه کېږي.
البته، د ګناه معاف کول او پر تېروتونکي یا هېره کوونکي کس د سختۍ نه کول معنی نه لري چې په شرعي حدودو کې ټاکل شوي او مشخصو جرمونو باندې احکام ورنه تطبیق کېږي.
ځکه چې د تېروتنې او هېرېدنې په مسئله کې ځینې حکمونه شته چې حتی د تېروتنې په صورت کې هم باید تطبیق شي، په ځانګړې توګه که د الله بندګانو حقوقو سره تړاو ولري. لکه د غیر عمدي قتل قضیه چې څوک په غیر عمدي ډول یو څوک ووژني؛ په دې حالت کې باید د هغه د تېروتنې د جبران لپاره دیه او کفاره ورکړل شي.
یا لکه هغه څوک چې وضو کول هېر کړي او بې وضو لمونځ وکړي، خو وروسته له لمونځ څخه ورته یاد شي.په دې حالت کې باید لمونځ یې بیا تکرار کړي، یا هغه څوک چې د فرض لمونځ وخت تېر شي او لمونځ یې هېر شي، کله چې ورته یاد شي باید هغه لمونځ بیا ترسره کړي.
دلته ګناه د هغه د ايمان زيانمن کړی نه دی، او همدا هېرېدل او تېروتنې هغه خنډونه دي چې د ايمان د زيانمنېدو مخنيوی وکړي، خو هغه زيان چې شوی، بايد جبران شي. په هر صورت، غير عمدي چارې لکه هېرېدل او تېروتنې د مسلمان شخص د تکفير مخه نيسي.