د ا،ا،امارت زعیم مولوي هیبة‌الله تعالی نن په یوې پراخي غونډي کي ګډون وکړ

د ا،ا،امارت زعیم مولوي هیبة‌الله تعالی نن په یوې پراخي غونډي کي ګډون وکړ

نن د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کښي د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی د کندهار د ټولو ریاستونو د رئيسانو او مرستیالانو، د ټولو حوزو د آمرینو، د ټولو ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قومندانانو او ګڼ شمېر م جاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک، امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي او ګڼ شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

یاده لیدنه کي د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، لومړی په افغانستان کي ددې ستري فتحي راتلو او د ا،ا،امارت له لوري د نړۍ ستر قدرت امریکا او متحدینو ته یې د سختي ماتي ورکولو په موخه لومړی ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا نظام په ډېرۍ قربانۍ سره راغلی، چي موږ باید د شهیدانو توي سوي ویني هیڅکله هیري نه کړو.

د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، په خپلو خبرو کي وویل، زموږ مبارزه په افغانستان کي د مسلمانانو د ازادېدو او په دې خاوره کي په بشپړه توګه د شرعي نظام د راتګ په موخه وه، چي په خبره یې اوس دادی په ټول هیواد کي په بشپړه توګه اسلامي نظام حاکم سو، نو ټولو ته اوس په کار داده، چي ددې نظام د پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په موخه شپه او ورځ کار وکړي.

د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، په خپلو خبرو کي د راغلیو ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته لاندي سپارښتني وکړې:

۱ـ زما د عفوي احترام وکړئ، د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جُرمونو سزا مه ورکوئ.

۲ـ ددې هیواد هر وګړی موږ ته قدرمن دئ، د افغانانو قدر او عزت په بل هیواد کي نسته، نو هیڅ افغان دي له هیواد نه وزي، همدلته دي پاته سي، مسئولین، علماء، قومي مشران، والیان او ولسوالان دي دوی ته قناعت ورکړي، چي همدلته هیواد کي پاته سي، دلته یې عزت او قدر کیږي.

۳ـ ټول افغانان اوس موږ ته ګوري او تمه یې موږ ته ده، نو تاسي د دوی د امن وسیله وګرځئ، د دوی د عزت ساتنه وکړئ.

۴ـ په خپله مسئولیت مه غواړئ او مه یې طلب کوئ، که مشر درته مسئولیت وسپاره، نو د امر اطاعت یې وکړئ او هغه مسئولیت سرته ورسوئ.

۵ـ د مشرتابه له لوري د مسئولیت ترسره کېدو په موخه درکول سوي اُصول، طرزالعملونه او لایحې په کلکه عملي کوئ او هیڅ خودسرانه کړني مه ترسره کوئ.

۶ـ داسي مسئولیت وکړئ، چي سبا په روڼو سترګو ولس ته وکتلای سئ.

۷ـ د ښه مسئولیت ترسره کېدو په برخه کي تل له علماوو څخه مشورې اخلئ.

۸ـ ټول افغانان داسي وبولئ، لکه خپل وروڼه.

۹ـ زما په ولس ډېره خوا بدیږي، هیڅکله ظلم مه ورسره کوئ، مه یې وهئ، د ظلم پایله بده ده.

۱۰ـ ټول اسباب خدای ج په لاس کي درکړي دي، د ظلم او لويي لپاره ورڅخه ګټه مه اخلئ؛ بلکي په هر ډول مسئولیت کي عاجزي وکړئ.

۱۱ـ د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړئ او هرچاته خپل حق ورسوئ.

۱۲ـ په مسئولیت کي زورواکۍ مه کوئ، د انډیوالۍ دار او مدار مه ساتئ، د ژبي او قوم په اساس چاته دنده مه ورکوئ؛ بلکي د استعداد مطابق دنده ورکوئ.

۱۳ـ د مشرانو احترام کوئ، شکایت ورڅخه مه کوئ، عزت یې کوئ او هیڅ کار د مشرانو بې‌له اجازې مه کوئ.

۱۴ـ په خپلو منځونو کي پوره همږغي ساتئ، خو د یو بل په کارونو کي مداخلې مه کوئ.

۱۵ـ د خلګو امنیت ته شپه او ورځ متوجه اوسئ، ګزمې او تلاښۍ چي کوی خلګو ته مشکل مه جوړئ.

۱۶ـ څوک چي مو تلاښۍ ته درولی وي، ښه په اخلاقو یې سمبال کړئ، علماوو ته یې کښېنوئ، ترڅو د عامو خلګو سره د تلاښۍ پرمهال ښه سلوک وکړي.

۱۷ـ ددې نظام سره کلک ودرېږئ او ټول په یوه اتفاق سره د امارت ځنځیر همداسي ټینګ وساتئ.

۱۸ـ لوی امتحان کي شتون لرو، راځئ دې امتحان کي په ښه ډول بریالي سو، راسئ ښه تاریخ جوړ کړو.

دا په داسي حال کي ده، چي د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، ترې دې مخکي هم د کندهار د ټولو ادارو له رئیسانو او د کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له مشهورو علماوو سره جلا ـ جلا لیدني ترسره کړي دي، چي پر بېلابیلو موضوعاتو یې ورسره بحث او خبري کړي.

چهارشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۵

د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *