تعارفي درس / پنځم درس : شرعي دښمن پیژندنه (3) / د داخلي پټو کفارو او یا منافقانو او سیکولر شوی سره د چلند لنډ پیژندنو او طریقه (36)
27- کله چې منافقان او سیکولرشوي د مسلمانانو سره په جګړه کې خپل ملګري ته شا کوی او دوی پریږدي، نو دوی داسې کار کوي چې الله تعالی د دوی کار د شیطان له کار سره پرتله کوي:«كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ» (حشر/۱۶)،(د سیکولرشوی او منافقینو کیسه د اهل کتابو کفارو سره چې دوی ورسره وعدې او قسمونه کړي وو، د منافقانو کیسه د اهل کتابو یهودیانو سره) دا لکه د شیطان کیسه ده چې انسان ته وایي: کافر شه.( ترسو ستا ستونزه حل شي)خو کله چه(د شیطان د لالچونو او وسوسو له امله) کافر شو، شیطان وايي: زه له تا څخه کرکه کوم او له تا څخه تېښته کوم!ځکه چې زه د خدایه څخه وېرېږم چه رب العالمین دي
دا “سست، فرصت پرست او مکار” سیکولران تل د بریا او پای ته رسیدو شیبو ته انتظار باسي.او دوی هڅه کوي چې ځان په لومړي کتار کې ځای په ځای کړي ترڅو پرته له کومې زحمت هڅې د نورو له ثمراتو میوو ګټه واخلي.خو، کله چې کومه ستونزه یا مشکل وي، نو دوی هر یو په دروغو بهانو تېښته کوی.
الله تعالی د دغو سیکولارشوی کار د شیطان له کار سره پرتله کړی دی. يعنې د دغو نمونو نمونه شيطان دی او له شيطان پرته بل هيڅوک هم د دې په شان خبيث، دوکه باز او تړون ماتونکی نه شي کېدای. البته شیطان هم د سیکولریزم د دین بنسټ ایښودونکی دی او طبعي خبره ده چې سیکولریستانو او سیکولارشوی هغه د خپل الګو او ماډل جوړګړي.
28- هغه څه کارونو چې دوی یې کړي دي. په حقیقت کې د مسلمانانو او ښکاره کافرانو په منځ کې دوی هیڅ مرستندوی نه لری،او هیڅوک په دوی تکیه نه کوي او ارزښت یې نه ورکوي او ملاتړ یې نه کوي:«…وَمَا لَهُمْ فِی الأَرْضِ مِن وَلِیٍّ وَلاَ نَصِیر» (توبه/74)،او دوی به په ټوله ځمکه کې ملګري او مرستندویان و نه لري.
یا په بل ځای کې فرمایي:«أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ تَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللَّهُ عَلَیْهِم مَّا هُم مِّنکُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَیَحْلِفُونَ عَلَى الْکَذِبِ وَهُمْ یَعْلَمُونَ» (مجادله/14)،ایا تاسو د هغو کسانو په اړه خبر یاست چې له یوې ډلې سره دوستي کوي چې خدای پری غضب کړي؟دا (په هغه ډله کې چې خدای پرې غضب کړی دی) له منافقانو پرته بل څه نه دي او نه له تاسو څخه دي او نه هم له دوی څخه-
مطلب دا چې دا نه «أنعمت علیهم» څخه دي او نه له مغضوبین څخه دي، دا ضالین- دي – دا ډول خلک په پوهه سره د درواغ قسم وايي!
«غَضِبَ اللَّهُ عَلَیْهِم» دوي مغضوبین دي.
«مَّا هُم مِّنکُمْ وَلَا مِنْهُمْ» نه له«أنعمت علیهم»
یعني دوی مؤمنان او مسلمانان دي او له «مغضوبین» څخه نه دي، نو دوی څه دي؟
«ضالین».په دې آیت کې الله تعالی له همدې ډلې«ضالین» او یا سیکولارشوی او منافقان د یوې داسې ډلې په توګه معرفي کوي چې نه مسلمانان دي،«أنعمت علیهم» او نه دوی له هغه ډلې څخه دي چې الله پرې غضب کړی دي، یعنې دوی د مغضوبین له ډلې هم نه دي.
او پرته له کوم مرستندوی،دوی د کافرانو(مغضوبین)او مؤمنانو(أنعمت علیهم)تر منځ سرګردانه دي