جماعت او  وحدت

جماعت او  وحدت

د اسلام لپاره هغه څه چې د زړونو د اختلاف لامل کیږی مهم نده چې دغه عامل څه دی

، مهمه خبره دا ده چې دومره اختلاف باید پیدا نه شي؛  که څه هم د قرآن په لوستلو کې (له امله هم) وي،پاتي خو لا ځینې تاریخي روایتونه یا پلانکی شخصي اجتهاد.او د خلکو نظرونه شول:اقْرَءُوا القُرْآنَ مَا ائْتَلَفَتْ قُلُوبُكُمْ، فَإِذَا اخْتَلَفْتُمْ فَقُومُوا عَنْهُ[1]

قرآن تر هغه ولولئ تر څو چې زړونه مو پرې راضي شي (اتفاق لری) او هرکله مو که هغه کې اختلاف وکړ له هغه (اختلاف) څخه لاس واخلی او ترې تیر شی)»

ځکه چې : فَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ اخْتَلَفُوا فَأُهْلِكُوا کوم خلک چې وړاندې له تاسو څخه وو د اختلاف له امله هلاک شول.[2] إِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْفُرْقَةُ [3]

ځکه:الجَمَاعَةُ رَحْمَةٌ (جماعت او انسجام رحمت دی )اوالفُرقَةُ عَذَاب[4] او جدایی او افتراق عذاب دی.

په دې چې: مَنْ أَرَادَ بُحْبُوحَةَ الجَنَّةِ فَلْيَلْزَمُ الجَمَاعَةَ [5] هر څوک که غواړی د جنت په مینځ کې سکونت وکړی له جماعت سره دې اوسی.

په دې: موږ غواړو هغه ژمنې چې الله تعالی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د امت په اړه کړې وې، پوره شي او لوږه، سرګرداني او پر موږ د دښمنانو تسلط ختم شي.

:إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى قَدْ أَجَارَ لِي عَلَى أُمَّتِي مِنْ ثَلاثٍ: لا يَجُوعُوا وَلا يَجْتَمِعُوا عَلَى ضَلالَةٍ وَلا یَستَبَاحُ ﺑَﯿْﻀَﺔُ اﻟْﻤُﺴْﻠِﻤِﯿﻦَ[6]

ځکه: الله تعالی هغه کسان خوښوي چې د هغه په ​​لاره کې د یو ستر دیوال په څیر په یوه لیکه کې جنګیږي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوصٌ[سُوۡرَةُ الصَّف : 4]«د الله خو هغه خلك خوښ دي چي د هغه په لار کښي پداسي شان صف تړلي جنګيږي چي ګواكي هغوي يو محكم کړی شوى دېوال دى.»

ځکه: الله جل جلاله ګواښ کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هیڅ صورت له تفرقه کوونکو سره نه وي: إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 159]

˝كومو خلكو چي خپل دين ټوټه ټوټه کړ او ډلي ډلي شول، په يقيني توګه له هغو سره ستا هیڅ اړیکه نشته.د هغو معامله الله ته سپارلې ده، هماغه به هغوى ته وښيي چي څه يې (په دُنیا کي) کړيدي.»

ځکه: موږ نه غواړو چې د هغو کسانو په څېر دې واوسو چې د الله تعالی له لوري له ډېرو څرګندو دلایلو سره چې موږ ته راغلي دي، د تفرقې او اختلاف خاوندان وي او د الله تعالی د لوی عذاب شامل وګرځو:«وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ» [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 105]

˝پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي؛»

ــــــــــــــــــــــــ

[1]رواه البخاري (5060)، اومسلم (2667).

[2]بخاری 4792

[3]مسند أحمد 1539

[4]رواه عبد الله بن أحمد فى زوائد المسند (4/375) (19370)، والطبراني كما في (مجمع الزوائد) (5/220)، والبيهقي في (شعب الإيمان) (6/516)، والمنذري في (الترغيب والترهيب) (2/103).و ابن مفلح في (الآداب الشرعية) (1/332)

[5]رواه الترمذي (2165)، وأحمد (1/18) (114)، والحاكم (1/198)

[6]رواه ابن أبي عاصم في (السنة) (ص: 92)

د اسلام پر وړاندې د غرب نوې نقشې

د اسلام پر وړاندې د غرب نوې نقشې

د ژباړن وړاند وینه او مقدمه

د حقیقت پلټونکو ته روښانه ده چې د اسلام دښمنان له مودې راهیسی او د اسلام د ظهور له لومړیو ورځو څخه، د دغه حنیف دین پر ضد یې توطيې وکړې تر څو دا زرغون خطر (اسلام ) نیست او نابود کړی او په دې منځ کې ځینی د تمسخر ایذاء او ازار له لارې وارد شول او کله د جګړو د ډول ډول میدانونو  له لارې لکه د احد، احزاب، حنین او …؛ کله د داخلی منافقانو د توطیو له لارې، له مسلمانانو سره مخامخ شول، او یو وخت بیا د مسلمانانو په صفوفو کې د اختلاف او کله یې د صلیبی جګړو له لارې مسلمانان تنګسیا ته را وکاږل او کله یې د یوه ستر اسلامی هیواد د ویش له لارې چې یو اسلامي قلمرو یې له څلويښتو څخه په زیاتو هیوادونو تحزیه کړ! او کله هم د خط د تغیر او د اسلام له تاریخی فرهنګ څخه د ځوانانو د جلا کولو  د برنامې له کړکي او څه وخت د قدس، د مسلمانانو د لومړی قبلې د اشغال له لارې یې هغوي خپل هدف وګرځول او په نهایت کې یې د ځوانانو تر منځ د فحشاء د اشاعت د اخلاقی فساد د وسائلو او عقیدوي انحراف له لارې او دا شان د نظامی اقتصادی او سیاسی یرغل له دريڅې  تازه او نوي فتنې را پیدا کړی؛

او مآلاً هره ورځ په نوی لباس سره د مسلمانانو پر هستي او سلطنت باندې د یرغل قصد درلود؛ چې په دغې مختصره مقوله کې له ځینو دغو نقشو څخه توضیح کوو.

 نن ورځ د اسلام اوسنی دښمنان یعنی غرب په رأس کې یې امريکا دا رنګه نقشې تعقیب وي او له مختلفو لارو وارده شوې او ورځ تر بلې یې نقشې جدیدې او جدیدتره ګرځی، او په دې تکل کې ده چې په هره ممکنه لاره، ولو که د سلګونو کسانو سر او ځان په خطر کې هم وی دا رنګه طرحې پلی کړی، ځکه چې وینو.

 لومړی: منافع یې د اسلام باوجود په خطر کې دي.

ادامه خواندن د اسلام پر وړاندې د غرب نوې نقشې

اسلامی امارات

اسلامی امارات

اسلامی امارات په خلاصه ډول ابتدا له پدایښت څخه تر اوسه دسکولار خارجی کفارو اخراجول اوده هغوی داخلی مزدوران اودالله(ج)دشریعت قانون تطبیقول او یوه خپلواکه جامعه تشکیلول چی متعلق په ټولو قومونو اومذهبونو دافغانستان وی.اوهمچونان اسلامی ورور ولی رابطه جوړول دخارج دارالاسلامونو سره چی له افغانستان نه تشکیل شوی دی.                                                                                                                     

دغه هغه ارزښتونه دی چی باعث شوی چی موږ ددغو ورونو نه دفاع او حمایت وکړو.یعنی په حقیقت کی موږ دهغوی اصولو او ارزشونو نه دفاع کړی ده نه دهغوی خاصو مذهبی تفاسیرو نه او دهغوی خاصو برداشتونو نه. ترهغه وخت چی په دی اساس او اوصولو او ارزښتونو روان وی دټول جهان دمؤمنانو دحمایت نه به برخوردار وی .اوپه دی شکل کولی شو اوایو همچون سابقه له دی پس هم خپله امارات اسلامی دی چی تعینوی موږ او سایر مؤمنان څه رنګه برخورد له دوی سره کولی شوو

د مؤمنانو دښمنان ….؛

د مؤمنانو دښمنان ….؛

د انسانانو په منځ کې د مؤمنانو دښمنان درې ډلې دي:

1 ـ ښکاره کفار چې غير له مرتدینو  پر پنځو اصلی ډلو ویشل کیږی: الَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَىٰ وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا…[سُوۡرَةُ الحَجّ : 17]

«كومو كسانو چي ايمان راوړ، او كوم كسان چي يهوديان شول، صابئيان (د ستورو عبادت کوونکي)، نصارا، مجوسيان (د اور عبادت کوونکي)، او كوم خلك چي مشرك شول،…»

☜ يهودان، صابئین، نصارا،  مجوس، او مشرکین.☞

2- پټ داخلی کفار یا منافقین چې ځانته یې  پخپله له مسلمانانو څخه هم دار او دسته برابره کړې ده او ځانونه یې په هغوي کې ورک کړي دي چې تشخیص د دغو دښمنانو له غولیدلو مسلمانانو څخه په دنیا کې مونږ ته غیر ممکن دی.

هغه مجرم مؤمنان چې ممکن دی په څه دلایلو سره له نورو مؤمنانو سره دښمنی وکړی.

وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 9]

ژباړه: او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلي پخپلو منځو کښي په جنګ شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. …»

اوس نو دا دښمنی ممکن ده یواځې په روانی او د ساړه جنګ په برخه کې وي او یا ممکن ده یو ترکبی جنګ له ساړه او تاوده جنګ څخه وي،

د بلیګې په توګه کله چې الله تبارک وتعالی

 فرمایي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ [سُوۡرَةُ التّوبَة : 73]

ژباړه: «[اې پېغمبره (ص)!] له كافرانو او منافقانو دواړو سره په پوره طاقت مقابله وکړه. او له هغو سره ډېر سخت چلند وکړه. »

دلته که دقت وکړئ جهاد له ښکاره کفارو سره

 له داخلی منافقینو سره پر جهاد کولو مقدم دی

له همدې امله ده چې اکثره وخت د منافقینو دار او دسته په پام کې نه نیول کیږی ته به وایی چې اصلا وجود نلری؛ او جهاد له منافقینو سره هم د نرم او تبلیغي برخه کې د را ګرځونګو عواملو په کارولو او داخلی مدیریت د هغوی دی، او دلته ګرم او مسلحانه جنګ پکار ندی، مګر داچې د کوم جرم مرتکب وګرځی چې حد پرې تطبیق شی یا داچې له دار الاسلام څخه بهر لاړ شی چې په دې وخت کې حکم یې د سکولرستانو حکم ته ورته کیږی.

په همدې خاطر  امام طبری رحمه الله له ابن عباس رضی الله عنهما د «يا أَيُّهَا النَّبِيُّ جاهِدِ الْکُفَّارَ وَ الْمُنافِقينَ وَ اغْلُظْ عَلَيْهِمْ …»

 په تفسیر کې  روایت کوي چې وې ویل: «فَأَمَرَهُ اللَّهُ بِجِهَادِ الْكُفَّارِ بِالسَّيْفِ وَالْمُنَافِقِينَ بِاللِّسَانِ، وَأَذْهَبَ الرِّفْقَ عَنْهُمْ؛ »

اللهﷻ  خپل پیغمبر ﷺ ته یې امر وکړ چې له کفارو سره په توره جهاد وکړی او له منافقینو سره پر ژبه باندې جهاد وکړی او د هغوي په نسبت له نرمۍ او مهربانی څخه کار مه اخلی. او یایی ویلی دي: « الْكُفَّار بِالْقِتَالِ، وَالْمُنَافِقِينَ : أَنْ تَغْلُظ عَلَيْهِمْ بِالْكَلَامِ».

له کفارو سره دې قتال او جنګ وشی او له منافقینو سره دې په توندې او غلیظې وینا له لارې برخورد وشی.

 یا له حسن بن علی رضی الله عنهما نه روایت کوی چې: جَاهِدِ الْكُفَّارَ بِالسَّيْفِ، وَالْمُنَافِقِينَ بِالْحُدُودِ، أَقِمْ عَلَيْهِمْ حُدُودَ اللَّهِ.[1]

د منافقینو له دار او دستې سره د روانی جګړې

اړوند د قرآنکريم له دغو آیاتونو ور ها خوا، مګر د رسول الله ﷺ  شدت قاطعیت او توندی مو د ضرار په تخریب کې نده لیدلې! چې په اسلامه ټولنه کې پر حزب جوړونکو او تفرقه اچونکو باندې د الهی حدودو اجرا ده؟

علاوه له دې نه، داخلی پټ کفار لکه د وریښمو چنجي په خواو شایی یوه ستره ټولګه له ککړو مسلمانو څخه را غونډ کړی او ځانونه یې د هغو ترمنځ ورک او پټ کړی دی داسې چې مونږ یې په دنیا کې د هغوی مخلوطه دار او دسته او د هغوي د لښکرو سیاهی وینو او پخپله د هغوي پر پیژندلو او تفکيک باندې هیڅکله قادر نه یو

، توطئه کونکي او اخلال گران او د تاریخ په وږدو کې مؤمنانو ته نږدې ترینه دښمنان! په دې وجود سره یې بیاهم په دنیا کې د مسلمانانو برخه ګڼل کیږی نه کفار او باید له هغو څخه ځان وساتو:« هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ»  [سُوۡرَةُ المنَافِقون : 4]

« دوى پاخه دښمنان دي. له دوى څخه ځان ساتونكی اوسه؛ خداى دي دوى ووهي، دوى كوم لوري ته اړول کیږي.»

ـــــــــــــــــــ

[1] الطبری، محمد بن جریر؛ جامع البیان فی تأویل آیِ القرآن، دارالمعرفة، بیروت – لبنان ج10 ص183.

امریکا قادرپه تامین دامنیت آرامش اوشرعی ازادی او خیر رسیدل دمسلمانانو لپاره نه دی بلکی …

امریکا قادرپه تامین دامنیت آرامش اوشرعی ازادی او خیر رسیدل دمسلمانانو لپاره نه دی بلکی …

دڅوم ځل لپاره ثابته شوه چی امریکا اودهغوی متحدین او نور دجهان سکولار کفاراومنطقوی په دی نه توانیږی اوحتا نه غواړی دمسلمانانو لپاره په اسلامی ممالیکو کی امنیت،آسایش منځ ته راوړی اومسلمانانو ته یی خیر ورسیږی.او قادرپه تامین دامنیت آرامش اوشرعی ازادی او خیر رسیدل دمسلمانانو لپاره نه دی بلکی همیشه پیام راوړونکی ددیکتاتوری دظلم اوفساد په رفتاراوعقیده دمسلمانانو لپاره اوو.

الله(ج)فرمایی: مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (بقره/105)

هیڅ کله کافران اهل دکتاب اوسکولارستانو(مشرکان)نه خوښیږی چی ستاسولپاره خیر دالله(ج)له خوانازل شی اوحتا نه توانیږی چی خپلو مزدورانوامنیت هم پس دټولو جنایاتونه چی دهغوی په وسیله یی ترسره کړی اوواوپه ملت یی منفورکړی اووتضمین کړی.پسمانده دمزدورانو په هغه مناطیقوکی چون سایګون اوکابل ټولی دنیاته یی سرانجام دهغه خلکووښودله چی هغوی خپل اختیاراوامنیت دامریکا په لاس اوسکولارکفاردجهان ته یی ورکړی اوو اوخیال یی کووامریکااونور سکولارکفاردجهان اومنطقه دمزدورانو امنیت پس دکار سرته رسولونه تضمینوی.مونږ ټولوولیدل چی امریکااوسایر سکولار کفاراوجهانی اشغالګر قابل داعتمادنه دی هغوی مزدوراوتولیت دستمال غواړی نه یووالی.

د ا،ا،امارت زعیم مولوي هیبة‌الله تعالی نن په یوې پراخي غونډي کي ګډون وکړ

د ا،ا،امارت زعیم مولوي هیبة‌الله تعالی نن په یوې پراخي غونډي کي ګډون وکړ

نن د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کښي د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی د کندهار د ټولو ریاستونو د رئيسانو او مرستیالانو، د ټولو حوزو د آمرینو، د ټولو ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قومندانانو او ګڼ شمېر م جاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک، امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي او ګڼ شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

یاده لیدنه کي د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، لومړی په افغانستان کي ددې ستري فتحي راتلو او د ا،ا،امارت له لوري د نړۍ ستر قدرت امریکا او متحدینو ته یې د سختي ماتي ورکولو په موخه لومړی ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا نظام په ډېرۍ قربانۍ سره راغلی، چي موږ باید د شهیدانو توي سوي ویني هیڅکله هیري نه کړو.

د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، په خپلو خبرو کي وویل، زموږ مبارزه په افغانستان کي د مسلمانانو د ازادېدو او په دې خاوره کي په بشپړه توګه د شرعي نظام د راتګ په موخه وه، چي په خبره یې اوس دادی په ټول هیواد کي په بشپړه توګه اسلامي نظام حاکم سو، نو ټولو ته اوس په کار داده، چي ددې نظام د پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په موخه شپه او ورځ کار وکړي.

د ا،ا،امارت زعیم امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة‌الله حفظه الله تعالی، په خپلو خبرو کي د راغلیو ټولو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته لاندي سپارښتني وکړې:

۱ـ زما د عفوي احترام وکړئ، د تېر نظام کارکوونکو ته د تېرو جُرمونو سزا مه ورکوئ.

۲ـ ددې هیواد هر وګړی موږ ته قدرمن دئ، د افغانانو قدر او عزت په بل هیواد کي نسته، نو هیڅ افغان دي له هیواد نه وزي، همدلته دي پاته سي، مسئولین، علماء، قومي مشران، والیان او ولسوالان دي دوی ته قناعت ورکړي، چي همدلته هیواد کي پاته سي، دلته یې عزت او قدر کیږي.

۳ـ ټول افغانان اوس موږ ته ګوري او تمه یې موږ ته ده، نو تاسي د دوی د امن وسیله وګرځئ، د دوی د عزت ساتنه وکړئ.

ادامه خواندن د ا،ا،امارت زعیم مولوي هیبة‌الله تعالی نن په یوې پراخي غونډي کي ګډون وکړ

امريکا اودهغوى متحدين دڅوم ځل لپاره په اسلامى مماليکو کى يى ماتى اوخوړه

امريکا اودهغوى متحدين دڅوم ځل لپاره په اسلامى مماليکو کى يى ماتى اوخوړه

ا

امريکا اودهغوى متحدين دڅوم ځل لپاره په اسلامى مماليکو کى يى ماتى اوخوړه او کم هوشه مسلمانانوته يى اوښودله چى امريکا اونور دنړى سکولار کفار په برابر ديووالي او وحدت دهر ملت ديو کاغځى پړانګانو څخه مخکى نه دى

امريکا پس دالله تعالی دنصرت او په زور دايمان يووالى اوصبر دمجاهيدينو څخه يى ماتى اووخوړه او دامريکا ماتى په افغانستان کى تنها ماتى په يو منطقه کى مشخصه نه ده بل کى ماتى خوړل هغه پروژه ده چى داسلام دين اود مٶمنانو هدف ګرځيدلى دى او په اوس عصرکى(٥٧) اسلامى انقلاب دايران سره يى جرقى لګيدلى دى او بل آخره اوس افغانستان ته رسيدلى ده.

مقصددبعثت دټولوپيغمبرانو

مقصددبعثت دټولوپيغمبرانو:

هغه وخت چى مقصددټولوپيغمبرانوکفرپه طاغوت اوپه بدل کى يى ايمان په الهى قانون اودالله تعالاپه شريعت مطرح وو بايدپه دى وپوهيږو چى مساله په سواداوبي سوادي اوياپه پوهه اوناپوهى اوياپه علوم تجربى نه ده بلکه مساله مختص په هغه قانون اودنياکتنه وه چي پيغمبرانوځان لپاره انتخاب کړى وه .

الله (ج)فرمايى:

– وَلَقَدْ بَعَثْنا في‏کُلِّ أُمَّةٍ رَسُولاً أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ

(نحل/٣٦)ژباړه مونږهرملت ته پيغمبراستولى دى چى مقصدددعوت دټولوپيغمبرانوداووچى دخداى (ج)عبادت وکړى اوځان مکمل دخداى (ج)په قانون سره برابرکړى اودطاغوت څخه ځان وساتى.

 اوپه بل ايت کى فرمايى:

فَمَنْ يَکْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فقداستَمْسَکَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقي‏لاَانْفِصامَ لَها(بقره/٢٥٦)

ژباړه څوک چى په طاغوت باندى کفروکړى اوطاغوت دپښولاندى کړى اونافرمانى دطاغوت وکړى اوپه خداى (ج)ايمان راوړى الله تعالا به هغه دهلاکت څخه وژغورى يعنى په قويترين لاسبنديى منګولى لګولى چى هيڅ وخت خلاصون نه لرى .

 کفرپه طاغوت يعنى (لااله)ايمان په قانون اوشريعت دالله (ج)(الاالله)په همدى اساس رسول الله (ص)فرمايلى دى (قولوا  لااله   الاالله تفلحو)اووايې لااله  الاالله ترسوراستکاره شى .